No-IMG

د حدیبې سوله – پنځلسمه برخه

(( په دې برخه کې به ولولئ چې رسول الله مدینې ته راستنیږي. میرمنې یې ګرم استقبال کوي، عائشه رضی الله عنها له دوه مسلو خبريږي. له ام حبیبه سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم نکاح او له صفې رضی سره د رسول الله واده، ننګ کوي، ورځي چې صفیه وویني.

 د رسول الله صلی الله علیه وسلم کور په دوه ډلو ویشل شوی، یوې خوا حفصه او عائشه رضی الله عنهما وي او بلې خوا پاتې میرمنې چې مشري يې فاطمه الزهراء کوله... تاسې يې په خپله ولولئ))

نبي _صلی الله عليه وسلم_ د خیبر له فتحې بېرته مدينې ته راستون شو، د شپې په وروستۍ برخه کې په لاره و چې ويې ويل:

 - څوک به مو سهار ته راويښ کړي کېدای شي وېده شو؟

بلال وويل:

 - ای د الله رسوله زه.

رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ او ملګرې يې ويده شول بلال په لمانځه ودرېده، ډېر لمونځونه يې وکړل بيا يې خپل اوښ ته ډډه ووهله سهار راوخوت، خوب ورباندې غلبه وکړه او ويده شو د لمر حرارت له خوبه راپاڅول، رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ تر ټولو مخکې راپاڅېده نو ويې ويل:

 - يا بلال په موږ دې څه وکړل؟

 - ای د الله رسوله زه هم هغه ذات ويده کړم چې تاسې يې وېده کړئ.

 - رښتيا دې وويل.

بيا رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ لږ مخکې لاړ اودس يې وکړ خلکو هم اودس وکړ، بلال ته يې امر وکړ اذان يې وکړ جمع ودرېده او رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ خپلو ملګرو ته لمونځ ورکړ کله چې يې سلام وګرځاوه خپلو ملګرو ته يې مخ راوګرځاوه او ويې ويل:

 - که چېرته لمونځ مو هېر کړ کله چې درياد شو ويې کړئ، الله تعالی فرمايې : ((چې لمونځ درياد شو ويې کړه)) 

مدينه د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ استقبال ته راووتله،د سړو مخونه له خوښۍ غوړيدل،ماشومانو خوشالي څرګندوله،ښځې په بامونو ولاړې وې زړونه يې له خوښيو ډک وو، خو منافقانو خپل زړونه خوړل.

د نبي _صلی الله عليه وسلم_ په کورنو کې مېرمنې د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ استقبال ته چمتو شوې، خو يواځې عائشې چمتو والی ونه ښود د صفيې سره د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ په واده يې ننګ وکړ، صفيه د يهودانو د ملک حيي لور وه چې په اولسم پسرلي ورګډېدله.

د مومنانو مور ام حبيبه د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ راګرځېدو ته په تلوسه کې وه؛ هغه له حبشې نه د جعفر بن ابي طالب او عمروبن اميه الضمري او له نورو مهاجرينو سره چې حبشې ته تللي وو بېرته مدينې ته راوګرځېدله، د نبي _صلی الله عليه وسلم_ راتګ ته يې بېړه وه.

عائشه خبره وه چې رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ نجاشې ته ليک استولی و او ترې غوښتلې يې و چې د ابو سفيان لور ورته په نکاح کړي. کله چې ام حبيبه مدينې ته راغله، عائشې يې په وړاندې د ننګ احساس ونه کړ، ځکه چې هغه څلويښت کلنه وه، هغه پوهېدله چې دغه واده يو سياسي اړخ لري، خو د ښکلې يهودڼې سره واده بې خوبه کړه.

کاروان ګوټی مدينې ته راورسېده، نبي _صلی الله عليه وسلم_ دا غوره وګڼله چې صفيه د خپلو مېرمنو کور ته ننه نباسي نو د حارثه بن النعمان کورته يې بوتله، د انصارو ښځو يې په اړه اوريدلي و ټولې يې ليدو ته راغلې،نبي _صلی الله عليه وسلم_ د خپل اهل بيت ليدو ته ورغی حسن او حسين يې غيږه کې راواخيستل او ښکل يې کړل، بيا په خپلو مېرمنو وګرځېد، هغوی هم ورته درون ښه راغلاست وواياست او د فتحې مبارکي يې ورکړه، نبي _صلی الله عليه وسلم_ د صديق د لور په سترګو کې ننګ مطالعه کړ، د سترګو لاندې يې ونيوله.

عائشه مخ پټې په ډېر احتياط ووتله، خو رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ څارله، هغه د حارثه بن النعمان کور ته په لاره ده چېرته چې يې نوې بن ناسته ده. عائشه ورننوتله نبي _صلی الله عليه وسلم_ انتظار وکړ څو چې بېرته راووتله، مخې ته ورغی د جامو نه يې ونيوله او په خندا يې ترې پوښتنه وکړه:

 - سورمخې څنګه وه؟

عائشې هڅه وکړه چې خپل غيرت پټ کړي، په داسې حال کې يې وويل چې اوږې يې پورته واچولې:

 - يوه يهودڼه مې ولېده.

 - داسې مه وايه هغه مسلمانه شوې او په اسلام ولاړه ده!

عائشه په حفصه پسې ورغله چې ويې هڅوي، حفصه د عائشې کلکه ملګرې وه، خو عائشې به تر ټولو زيات ننګ کاوه، تر دې چې د خديجې په اړه به يې هم غيرت کاوه کله چې به يې رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ صفت وکړ،يوه ورځې چې رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ د قريشو د مېرې سپيڅلې خديجې ستاينه وکړه نو هغې ورته وويل:

 - الله د هغې نه ښه درکړه.

رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ په غوسه شو او ويې ويل:

 - په الله سوګند که د هغې نه يې غوره راکړې وي، ټولو درواغجن کړم خو هغې راباندې باور وکړ،خلکو راباندې اقتصادي بنديز ولګول هغې رانه خپله شتمني ځار کړه، الله ترې بچي راکړل.

يوه ورځ نبي _صلی الله عليه وسلم_ يوې مېرمنې ته غوښه وليږله، عائشې ترې د دغې ښځې په اړه پوښتنه وکړه، هغه وويل:

 - خديجې راته سپارښتنه کړې وه.

عائشې په غوسه وويل:

 - لکه چې د ځمکې پرمخ له خدېجې پرته بله مېرمن نشته.

رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ په غوسه پورته شو، يو څه وخت وروسته راغی د عائشې مور ام رمان ناسته وه ويې ويل:

 - ای د الله رسوله ستا او د عائشې تر منځ څه خبره ده ؟ هغه کم عمره ده او په کار ده چې ته پسې مخ ونه ګرځوي.

رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ عائشه له غومبورې ونېوله او ويې ويل:

 - په الله چې ټول قوم رانه مخ واړو او هغې راباندې باور وکړ، او الله ترې بچې هم راکړل.

هغه په مړو باندې ننګ نېوله نو د ژونديو ښکلو په اړه به څه فکر کوي!

صفيه د نبي _صلی الله عليه وسلم_ کورنو ته راغله،په لومړی قدم پوه شوه چې د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ په کور کې دوه ډلې دي: يو ډله د عائشې په مشرۍ چې حفصه ورسره هم ملګرې ده او بله ډله د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ د نورو ببيانو وه چې د فاطمه الزهراء ملاتړ يې له ځان سره لره، هغې هوډ وکړ چې د ټولو ملګرې شي زهراء ته يې د سرو ګاڼه ورکړه.

او هڅه يې کوله چې د صديق او عمر لور ته نژدې  شي، حفصه کې جديت و، له رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ سره يې ژبه کوله، عمر دا تصور هم نه کاوه چې لور به يې په رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ پسې خبره ګرځوي، يوه ورځ په خپله مېرمن په غوسه شو، هغې پسې خبره راوګرځوله، ده ته دې کار خوند ور نه کړ، هغې ورته وويل:

 - ته ولې په دې غوسه شوې چې ما درپسې خبره وګرځوله؟ په الله د نبي _صلی الله عليه وسلم_ مېرمنې په هغه پسې خبره ګرځوي او ځېنې داسې هم شته چې تر ماښامه ورسره خبرې نه کوي.

عمر وارخطا شو حفصې پسې ورغی ورته يې وويل:

 -  تاسې کې داسې مېرمن هم شته چې نبي _صلی الله عليه وسلم_ سره ترماښامه خبري نه کوي؟!

 - بلې.

 - زيانمنه شوې او تاوني شوې، ايا ته له دې باوري يې چې الله به د خپل رسول په غوسه پرتاسې غوسه نه شي او تباه به نه شئ؟ د نبي _صلی الله عليه وسلم_ سره به ژبه نه کوئ او نه به ورپسې خبره ګرځوئ، نه به ترې جلا کيږئ او هر څه چې دې په کار و له ما نه يې وغواړه، او په دې دې زړه ته ننګ ونه دريږي چې ستا بن له تا ښکلې او په رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ګرانه ده.

د عمر نصيحت په يوه غوږ واوريدل شو او په بل ووت، حفصه په خپل شخصيت غاوره ده، د رسول الله علیه السلام سره له ژبې نه اوړي، نبي _صلی الله عليه وسلم_ ورسره د خپلو هغو ملګرو يادونه کوي چې د ونې لاندې يې په حديبه کې ورسره بيعت وکړ نو ويې ويل:

 - ان شاء الله هغه خلک اور ته نه داخليږي چې د ونې لاندې يې له ما سره بيعت وکړ.

 - نه يا د الله رسوله!

هغه ورټله ، هغې دا ايات ولوست:

 - ((او ستاسې هېڅوک داسې نشته چې دوزخ ته د ورتلونکو نه وي. دا يوه پرېکړه ده چې د هغې هرومرو سر ته رسول ستا د رب پرغاړه دي))

 - او الله فرمايې ((بيا به ځان ساتونکي(متقيان) وژغورو او ظالمان به پر ګونډو پراته په دوزخ کښې پرېږدو))

د نبي _صلی الله عليه وسلم_ او حفصې تر منځ په څه خبره شخړه راغله، نبي _صلی الله عليه وسلم_ ورته وويل:

 - دريم ګړی وټاکه.

 - سمه ده.

 - بيا خو دې پلار سهي دی.

په عمر پسې يې خبر وليږه راغی، کله چې ورننوت نبي _صلی الله عليه وسلم_ ورته وويل:

 - خبره وکړه.

 - د الله رسوله ته خبره وکړه. خو ګوره حق خبره به کوی.

عمر په مخ باندې په څپېړه ووهله، نبي _صلی الله عليه وسلم_ ورته وويل:

 - مه کوه عمر.

عمر ورته په غوسه وويل:

 -  ای د الله د ښمنې، نبي له حق پرته بل څه نه وايې په حق راليږل شوی دی، که په دې مجلس کې نه وای ناست، په څپېړو کې مې درنه ساه ويستله.

صفيه د نبي _صلی الله عليه وسلم_ په کورنو کې روان جريان څاري، هغه ډېره هوښياره وه، غواړي چې د نبي _صلی الله عليه وسلم_ د ميرمنو ترمنځ له رقابت نه ځان وژغوري. له عائشې او حفصې سره يې ډېره مينه کوله، خو بيا هم له سپکاوي نه ونه ژغورل شوه. يوه ورځ نبي _صلی الله عليه وسلم_ ورغی او هغه ژاړي ويې پوښتله هغې وويل:

 - زه خبره شوم چې عائشه او حفصه وايې موږ له صفيې نه غوره ياستو، موږ د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ د تره لور ګانې يو.

 - ورته ووايه تاسې څنګه له مانه غوره ياست، زما پلار هارون، تره مې موسی عليهما السلام او مېړه مې محمد _صلی الله عليه وسلم_ دی.

صفيې په خپل زړه کې احساس کاوه چې د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ په کور کې پردۍ ده، د نبي _صلی الله عليه وسلم_ مېرمنې نه شي کولی چې د دې اصليت هېر کړي، نبي _صلی الله عليه وسلم_ په يوه سفر کې روان و، زينب بنت جحش او صفيه دواړه ورسره دي د صفيې اوښ پاتې شو او د زينب اوښ چابک و، نبي _صلی الله عليه وسلم_ ورته وويل:

 - د صفيې اوښ د تګ نه پاتې دی که ته خپل اوښ ورکړې؟

 - زه خپل اوښ هغې يهودڼې ته ورکړم؟

په همدغه خبره يې زينب ذي الحجه، محرم او د صفرې څو ورځې له ځانه جلا کړه، بيا ورته راغی او خپل عادي ژوند يې ورسره پيل کړ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک