د حدیبې سوله - دولسمه برخه
(( په دې برخه کې به ولولئ چې د یهودانو مشر مرحب د علي په لاس څنګه وژل کیږي، یو خوا د مسلمانانو اتل، او بلې خوا د مشرکانو اتل مبارزې ته راوتلي، که غواړئ چې دغه صحنه په خپله وګورئ نو ويې لولئ)).
جګړه سخته ده او د نطاه کلاګانو جنګيالي جګړې ته راوځي او بېرته خپلو کلاګانو ته ننوځي، مسلمانان په ډبرو او غشو ولي، او رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ هره ورځ محمد بن مسلمه جګړې ته بوځي او په عسکر کوټ باندې عثمان بن عفان ټاکي، کله چې ماښام شي او خپلو ځايونو ته راستانه شي نو د ټپيانو درملنه کوي.
د شپې څوکۍ يې د خپلو ملګرو په منځ کې په نوبت کړه، کله چې شپږمه شپه شوه عمربن الخطاب ته يې څوکۍ وسپارله، عمر د خپلو ملګرو سره له عسکر کوټ نه وګرځېده او بيا يې جلا جلا کړل، په توره شپه کې يې د خيبر له يهودانو څخه يو تن راووست او عمر يې د سر پريکولو امر وکړ هغه ورته وويل، ما مو خپل نبي ته بوځئ چې خبرې ورسره وکړم.
ويې نه واژه او نبي _صلی الله عليه وسلم_ ته يې راووست هغه په لمانځه ولاړ و، نبي _صلی الله عليه وسلم_ د عمر خبرې واوريدلې، سلام يې وګرځاوه، يهودي يې ورننويست رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ يهودي ته وويل:
- څومره جنګيالي دي؟
- ابو القاسمه د سر پناه راکوئ؟
- هو .
- زه د نطاه له کلا ووتلم خو له هغې نه نور خلک هم په پټه وتل.
- چېرته ځي؟
- شق ته ورځي هلته خپل بچې ځای په ځای کوي او جګړې ته تياری نيسي، او د غه سخته کلا کې چې د نطاه له کلاګانو شمېرل کيږي د ځمکې لاندې يې منجنيق توپونه، ټينکونه، زغرې او تورې ځای پرځای شوي دي،که سبا ته دغه کلا ته ورننوتې او هرومرو ورننوځې.
رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ وويل:
- که د الله خوښه شوه.
يهودي وويل:
- که د الله رضا وه زه به دې پرې ودروم له ما پرته يې څوک نه پيژني، او بله.
- بل څه ؟
- منجنيق به راوباسي په شق به يې نصب کړي او سړي به د ټانګونو لاندې ورننوځي کلا به راوکني او همدغه ورځ به يې فتحه کړي او همدا تخنيک به د کتېبې له کلا سره هم وکړي.
يهودي په ژورو سترګو يوې خوا او بلې خوا کتلې بيا يې وويل:
- يا ابو القاسم ماته پناه راکړه.
- په امان يې.
- زما مېرمن هم ماته راوبخښه.
- هغه ستا شوه.
بيا يې اسلام ته راوباله ورته يې وويل:
- څو ورځې وخت راکړه.
بيا نبي _صلی الله عليه وسلم_ محمد بن مسلمه ته وويل:
- سبا به بېرغ داسې چاته ورکوم چې الله او د هغه رسول سره مينه لري او الله او د هغه رسول ورسره مينه لري، ماتې به نه خوري د هغه په لاس به الله خيبر فتح کړي او ستا د ورور قاتل به ووژني.
په دغه وخت کې هر هغه صحابي چې د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ سره يې ځانګړی مقام لره هيله وکړه چې دغه بېرغ وروسپاري. عمربن الخطاب هيله څرګنده کړه چې کاش دغه سړی دا وي، هغه مشري يواځې د دغې ورځې لپاره غوره کړه، خلک ويده شول، ټوله شپه يې فکر کاوه چې چاته به بېرغ ورکوي، کله چې سهار شو، ټول رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته راټول شول، هر يو هيله لرله چې بېرغ ورکړي، نبي _صلی الله عليه وسلم_ وويل:
- علي بن ابي طالب چېرته دی؟
- ای د الله رسوله هغه له سترګو په عذاب دی.
- څوک به يې راولي؟
سلمه بن الاکوع ورپسې ورغی راويې غوښت، په خپل اوښ راغی له اوښ نه کوز شو د هغه سترګې خوږيږدې سترګې يې په يوه ټوټه تړلې وې، سلمه د لاسه نېولی و رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته يې روان کړ، نبي _صلی الله عليه وسلم_ ورته وويل:
- ولې؟
- سترګې مې خوږې شوي.
- ماته رانژدې شه.
خپل سر يې د نبي _صلی الله عليه وسلم_ په غېږه کې کېښود سترګې يې ورخلاصې کړې ويې سولولې داسې روغ شو چې ته واه هيڅ ناروغي يې نه لرله، نبي _صلی الله عليه وسلم_ ورته خپله زغره ور واغوسته خپله توره ذوالفقار يې تر شا ور وتړله، بېرغ يې ورکړ او ورته يې وويل:
- روان شه او شاته مه ګوره.
لږ چې مخکې لاړ، ودريد خو شاته يې مخ راونه ګرځاوه، بيا يې چېغه کړه :
- ای د الله رسوله دې خلکو سره په څه جګړه وکړم؟
- تر هغې ورسره جګړه وکړه څو چې په دې ګواهي ورکړي چې له يوه الله پرته بل څوک د عبادت وړ نه دی او محمد د الله رسول دی، که يې داسې وکړل نو بيا يې وينې او مال ته په ناحقه ګوتې مه وروړه او د هغوی حساب په الله تعالی دی: او په دې يې پوه کړه چې د الله حق وپيژني په الله سوګند که يو تن ته الله ستا په لاس هدايت وکړي نو ستا لپاره د سرو اوښانو نه هم غوره دی.
علي بېرغ واخيست سره ارغواني چپن پرې پرته وه منډې يې وهلې د کلا لاندې يې ولګاوه،د کلا له سره يو تن يهودي راښکارشو او ويې ويل:
- ته څوک يې ؟
- علي بن ابي طالب يم.
د کلا جنګيالي ورته راووتل په دوی کې د مرحب ورور حارث هم و، په زړورتيا او قوت مشهور و، دواړه خواوې سره مخ شوې سخته جګړه ونخښته، سړي سړو ته ورلاندې وتل، خو مسلمانان په شا شول او علي کرم الله وجهه په خپل ځای لکه د غره ولاړ دی، په حارث يې بريد وکړه په يوه شېبه کې يې وواژ، کله چې مسلمانانو د علي ميړانه او مقاومت ولېده، نو په دښمنانو لکه بازان راغوټه شول. د يهودانو زړونه د حارث په مرګ وښويدل، مات شول او خپلو کلاګانو ته په شا شول او د مسلمانانو غږونو خيبر خوځاوه:
- يا منصور امت .. يا منصور امت.
د کلا څښتن مرحب راووت اوسپنيز خول يې په سر کړی و، د خول د پاسه يې ډبره پرته وه او دغه بيتونه يې زمزمه کول:
خيبر پوهيږي
چې زه مرحب يم
وسله پرغاړه
ښه مجرب يم
چې جګړه راشې
لکه د اور شم
نيزې منډمه
تورې وهمه
زما ناموس
لکه سور اور دی
ورلنډېدلی
ورته څوک نه شي
علي يې مبارزې ته ورووت او دغه بيتونه يې زمزمه کول.
زه هغه څوک يم
چې نوم مې ايښی
مور ازمری دی
د ځنګلونو
په څېر زمری يم
په خپله توره
به مو تلمه
مرحب ورباندې بريد وکړ علي کرم الله وجهه په ډال واخيست، بيا پرې علي ګوزار وکړ، په سر يې ډبره ورماته کړه او اوسپنيز خول يې ورڅېرې کړ، سر يې دوه ځايه شو او غاښونو ته يې توره ورسېدله .
عامربن الاکوع غوښتل چې يهودي په پښه باندې په توره ووهي، هغه خطا شو د تورې څوکه راغله او په خپل زنګون يې ولګېد، په خپلو وينو کې راوغورځيد، مسلمانانو د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ عسکر کوټ ته انتقال کړ.
له مرحب وروسته د هغه ورور ياسر راووت او دغه بيتونه يې زمزمه کول:
خيبرپوهيږي
چې زه ياسر يم
وسله پرغاړه
تورزن باتور يم
چې مخامخ شي
زمري جګړې ته
زما ناموس کې
مرګي حاضر وي
بيا يې غږ کړې:
ـ څوک جنګيالی شته؟
زبير بن العوام ورووت مور يې صفيه بنت عبد المطلب د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ترور ورته ګوري سختې وېرې راخيستې، هغه پوهيږي چې ياسر د يهودانو له زړورو اسپورانو او اتلانو څخه دی، نه يې شو کولی چې په خلاصو سترګو وروګوري وراخطا شوه نو ويې ويل:
- ای د الله رسوله دا خو مې زوی وژني.
- بلکې ستا زوی به يې وژني انشاء الله.
زبير له ځان سره دغه بيتونه زمزمه کول :
خيبر خبر دی
چې زه زمری يم
مشر د مشرو
يم، توريالی يم
کمزوری نه يم
ها د وياړنو
ساتونکي څه شول؟
هغه په دوی کې
مننونکي څه شول؟
ياسره پام چې
ته غره نه شي
په دې کافرو
راټوليدنه د دوی ده
داسې
لکه سراب چې
سترګې تېر باسي
زبير او ياسر سره يو پر بل د تورو ګوزارونه کوي خو زبير پرې داسې ګزار وکړ چې ځاي پرځای يې کړ، مسلمانانو د تکبير چېغه پورته کړه د صفيې په شونډو د ډاډ مسکا خپره شوه که څه هم سترګې يې له اوښکو ډکې شوې، رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ورته وويل:
- کاکا او ماما دې درنه قربان شه،هرنبي مرستندويان لري او زما مرستندوی زبير دی.
يو حبشي مريه چې يسار نوميده رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته راغی دغه سړی د يوه يهودي نوکر و، مېږې به يې ورته څرولې نو ويې ويل:
- که مسلمان شم نو څه به وشي؟
- جنت به دې په برخه شي.
مسلمان شو، کله چې مسلمان شو نو ويې ويل:
- ای د الله رسوله زه خو د دغه سړي د رمې شپون وم اوس پرې څه وکړم؟
- هغه ګوره امانت دی د خلکو دی د چا يوه او د چا دوه ګډې او تر چا له دې ډېرې دي.
رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ له يهودانو سره په جګړه بوخت دی رمه هم د يهودانو ده خو، امر کوي چې خپلو څښتانانو ته دغه امانت وسپاري، نبي _صلی الله عليه وسلم_ ورته وويل:
- ويې شړه خپل خاوند ته ځانونه رسوي.
يسار پورته شو کاڼي يې ورګزار کړل او ويې ويل:
- خپل خاوند ته وګرځئ په خدای که مو زه نوره ملګرتيا وکړم.
ټوله رمه ګډه روانه شوه، ته وا چې شپون په مخه کړې ده، تر دې چې کلا ته ننوتله،بيا يسار کلا ته په ډاډه زړه ورننوت، ډېر خوشاله دی، الله يې تلپاتې خوښي ورپه برخه کړې ده،د مسلمانانو په څنګ د يهودانو پر وړاندې جګړه کوي، ډبره پرې ولګېده او په داسې حال کې مړ شو چې خپل رب ته يې يوه سجده هم نه وه کړې،نبي _صلی الله عليه وسلم_ ته يې راوړه يو څه ملګري ورسره هم راغلل نبي _صلی الله عليه وسلم_ وويل:
- الله د دې مريې درناوی وکړ او نيکۍ ته يې راکش کړ، او په رښتيا چې مسلمان و.
عامربن سلمه له درده رغړي عمربن الخطاب ورته ګوري او په دې ښه پوهيږي چې مري،عامر چې رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته شعر وايه هغه ورته وويل: ستا رب دې په تا ورحميږي. عمر ورته وويل: ای د الله رسوله ورته وليکل شو ای کاش لږ پرې سودمن شوی وای. نبي _صلی الله عليه وسلم_ دغه کلېمه په داسې مواردو کې چې هر چاته ويلې ده هغه شهيد شوی دی.
عامربن سلمه مړ شو خو خلکو يې د مرګ په اړه خبرې شروع کړې څوک وايې: خپلې وسلې وواژه، څوک وايې: خپل ځان يې وواژه شهيد نه دی.سلمه بن الاکوع نېغ رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته ورغی يو ډول زړه سوی ورسره دی ګوندې ورور به يې شهيد نه وي نو ويې ويل:
- اسيد بن حضير او د هغه ډله وايې که عامر په خپله توره مړ وي نو خپل عمل يې په اور وسوځاوه.
نبي _صلی الله عليه وسلم_ وويل:
- هغه هرومرو شهيد دي.
نبي _صلی الله عليه وسلم_ او مسلمانانو پرې لمونځ ادا کړ
