د شرر ساپی لیکنی

عجیبه قوانین

 د قطار قانون : که ته په یو قطار کې ولاړ یې او دا قطار  ورو روان وي، دوهم قطار تر دې ګړندی وي، ته دوهم قطار ته اوړې،  وبه ګورې چې لومړی قطار له دوهم څخه ګړندی کیږي. -  د تلیفون ـ قانون : په ټول عمر کې به غلط نمبر مصروف رانه شي! -  د جوړولو ـ قانون_ : وروسته له هغې چې لاسونه دې غوړ شي سر به دې خارښ شروع کړي. -  د تجهيزاتوـ قانون : كه كوم شي درنه وغورځيږي تر هغې به رغړي، څو داسې ځای ته ورسیږي چې راخستل یې نه کیږي! -  الکترونکی_ قانون : کله چې ناسم شی میکانیک ته یوس...
نور ولوله

د حماسي، حماسي خبرې ـ شک د څېړنې په لور لومړۍ کړکۍ ده

افغانستان د اسیا په زړه کې پروت هیواد دی، د بشریت په تاریخ کې دا د وریښمو د لارې او د پخوانیو بشري هجرتونو لرغونې نکته ده، دا هیواد جیوستراتيژیک موقعت لري، نو ځکه خو د بشریت په تاریخ کې د تجاوزګرو د سترګو قبله وه، د مقدوني سکندر څخه نیولې تر امریکايي ښکیلاګرو پرې ټولو د خپلې بخت اس ځلغولی دی، په دې هیواد کې په لسګونو داسې پوهاند تېر شوي چې ټوله نړۍ پرې ویاړ کوي، دې عظیمې خاورې به ډېر پېغمبران هم لیدلي وي،او د ځینو محققانو او څېړونکي په نظر زدرشت هم د دغه لړۍ یوه کړۍ وه. په دومره تاریخي سیمه کې به هرومرو ډېرې داسې فلکوریکې کیسې او اسطوري وبدل شوي وي چې له حقیقت نه به یې سرچینه نیولي وي. له دې مقدمې څخه مې مطلب دا و چې د حماسي په نامه د یو ځوان د حماسي وینا ...
نور ولوله

ټول چینایي وګړي په عاطفوي ډول له روسیې سره ولاړ دي

ټول چینایي وګړي په عاطفوي ډول له روسیې سره ولاړ دي، خو په دې یې سر نه دی خلاص چې دا څه کیسه روانه ده. نو حکومت ورته په عامه ژبه يوه سمبوليكه كيسه كوي. شل کاله مخکې اوکرانیه له روسي خاوند نه طلاق واخیست. له دې مېړه نه یې بچي درلودل. مېړه(روسیه) سخي و، خپلې مېرمنې ته یې ډېره شتمني پرېښوده، د مېرمنې - 200 ملیارده ډالر پور هم پرې کړ. له تفریق وروسته، مېرمنې د کلي یو ځوان ( امریکا) او د یوې ډلې غلو(لویدیځ) سره د عشق تار وغځاوه. مېرمنې د دوی شیطاني مشورو ته غوږ کېښوده او په پخواني مېړه لفظی بریدونه پیل کړل مېړه په غوسه ش...
نور ولوله

ولې د شرقي انسان وینه د شرقي په لاس تویږي؟

له کومې ورځې نه چې په اوکراین برید شوی، عربي نړۍ په دوه برخو ویشل شوې، یوه برخه یې دغه جګړه نه یوازې تایدوي، بلکې د روسانو سره څنګ په څنګ د اوکراین پر وړاندې جنګیږي، دا هغه ډله ده چې په تېرو څو لسیزو کې د امریکا د ناسمو پالیسیو او ظالمانه بریدونو څخه تر پوزې رسیدلي وو، په تېره سوریایان او عراقیان چې د امریکا او غرب لخوا په بې رحمانه ډول ووژل شول. په 2003 کال په عراق باندې د امریکا په برید کې اوکراین برخه اخیستې وه او په عراق کې یې فیزیکي حضور درلود. دوهمه ډله هغه عربان دي چې په سوریه کې یې د روسي ځواکونو په وړاندې جګړه کوله. څرګنده ده چې نړۍ به دغه جنګیالیو ته زمینه برابروي، څو د روسانو په وړاندې وجنګیږي. ...
نور ولوله

مینه څه شی دی؟

له يوې سپين سرې مېرمنې نه پوښتنه وشوه؛چې (مينه) څه شی دی؟!  هغې وويل: —  د لومړي ځل لپاره مې دا کليمه له خپل پلار نه هغه وخت واورېده چې زه ماشومه وم، خپلې غېږې ته يې راجوخته کړم، ښکل يې کړم او راته يې وويل:  زه درسره(مينه) لرم.....  نو ومې ويل: — مينه توده غېږه او سکون دی...  کله چې پېغلوټې شوم، د ګاونډي د زوی ليک راته راغی، زما نوم پرې کښل شوی و، په کې يې ليکلي و (مينه درسره لرم)...  نو ومې ويل: — مينه جرات او ليو...
نور ولوله

د مینې پيغمبر

خوږه مور یې سر ته ناسته ګلابي ماشوم یې غیږ کې د ښکلا سیند یې لیمو کې ثوابي ماشوم یې غیږ کې په لیمو کې الله لولي کتابي ماشوم یې غیږ کې *** نه زیارت ترې پاتې شوې نه ترې پاتې کوم ملا دی مخ یې ژیړ لکه د زرو زړه یې داغ لکه لاله دی بس سلګې دي او زګیروي دی یو یې ځوی دی بل الله دی *** هر طبیب وایې مورجانې دا ماشوم ورسو کور ته څو دانې رزق یې پاتې زر دی وبې سپارې ګور ته مور یې سوړ اسویلی وکړ ماشوم سترګې کړې راپورته *** بیا یې تړمې اوښکې توی کړي ...
نور ولوله

د مور او پلار وروسته دې ورور ډېر حقدار دی

د یوه غره په لمنه کې وړوکی کلی ودان و، او د کلي په څنګ کې کوهی و، کله چې به هم خلکو کوهي ته بوکه کوزه کړه، بوکه به ورکه شوه او تش پړی به راوخوت، خلک تنګ شول، ګومان یې وکړ چې په کوهي کې پیریان دي، یو تنور ځوان ته یې وویل چې کوهي ته ورکوز شه او دا راز افشاء کړه، ځوان وویل، په یو شرط کوزیږم چې ورور مې هم راشي. ورور یې راغی، پړي کې یې ځان وتړه، کوهي ته کوز شو، ګوري چې په کوهي کې بیزو ناسته ده او له بوکې نه پړی وباسي، بیزو چې په کوهي کې ډېره تنګه شوې وه، ژر د سړي په سر کیناسته، سړي خلک خبر نه کړل چې په کوهي کې څه روان دي، خو چې د کوهي سر ته رانیږدې شو، د خلکو په بیزو سترګې ولګېدلې، فکر یې وکړ چې پیری دی، له ویرې یې پړی پریښود او ټول وتښتیدل، خو ورور یې پړی کلک نیولی و چې ورور یې مړ نه شي...
نور ولوله

او ډېر ځله به تاسې یو شی بد ګڼئ، خو هغه به ستاسې لپاره غوره وي

(وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ)     ﴾۲۱۶﴿ او ډېر ځله به تاسې یو شی بد ګڼئ، خو هغه به ستاسې لپاره غوره وي. نفيس يعقوب تایلندي زلمی دی، مالیزیا ته په ناقانونه توګه ورننوت، یوه شپه له خوب ځای نه بهر راووت...په لاره کې له مالیزیایي پولیس سره مخ شو، هغه ترې تذکره وغوښته،  ده ورته وویل نه یې لرم، پولیس اړ شول چې توقیف یې کړي، زندان ته یې ولیږه چې بېرته یې خپل هېواد ته ستون کړي. زندان ډېر ګرم و، نفیس اړ شو چې خپل کمیس وباسي، د کمیس د پاسه کیناست،  د خوړو انتظار یې کاوه او د قران کریم تلاوت یې هم کاوه، الله پاک ښکلی غږ ورکړی و. ...
نور ولوله

هغه صحابي چې سروکال یې رسول الله علیه وسلم وخندوه

لیکوال: عبدالحمید جودة السحار ژباړه: شرر ساپی   دا صحابي نعیمان ﺑﻦ ﻋﻤﺮﻭ رفاعه نومېده، انصاري و، د جګړې پر مهال ډېر زړور و، بدر، احد او خندق کې یې برخه اخیستې وه، ډېر ټوکي و، ام سلمه رضی الله عنها وایي: خنده رویه او ټوکي و. یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم له عایشې رضی الله عنها سره ناست و، دا هغه وخت و چې د حجاب ایاتونه لا نه و نازل شوي، نعیمان ورغی، نعیمان له څېرې ډېر بدرنګ و، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې غږ کړه، ای د الله رسوله،  هغه د ابوبکر لور عایشه همدا ده؟! رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل، هو نعیمان وویل: طلاقه یې کړه ، زه به خپله خور درکړم. عایشې ر...
نور ولوله

د سقراط او او د يو زده کوونکي نادره کيسه

سقراط ته یو څوک راغی او په ډیره لیوالتیا یې ورته وویل ایا تاسو پوهیږئ چې ما پدې وروستیو کې ستاسې له یو زده کونکي څخه ستاسې په اړه څه اوریدلي؟! سقراط ځواب ورکړ: مخکې له دې چې تاسو خبرې وکړئ، غواړم تاسو نه یو ساده ازموینه واخلم، کوم چې د "مثلث سټرینر" ازموینه ده. سړي په حیرانتیا وپوښتل: دا څه عجیبه ازموینه ده؟ سقراط ځواب ورکړ: دا یو امتحان دی ستاسې له خبرو نه مخکې یې باید فلټر وکړو. لومړی فلټر چې (حقیقت) نومیږي ایا تاسو ډاډه یاست چې هغه څه چې تاسو ما ته وایاست هغه ریښتیا دي؟ سړي وویل نه، زه ډاډه نه یم، ما دا اوریدلی ... ښه، سقراط وویل، نو تاسو ډاډه نه یا...
نور ولوله

جاپان کي د ماشومانو روزنه؛ زه د بل له مرستې پرته نه بریالی کېږم

په غور یې ولولئ لسو ماشومانو ته نهه چوکۍ راوړي، ماشومانو ته وایي، هغه بریالی دی چې چوکۍ تر لاسه کړي، که څوک بې چوکۍ پاتې شي، له لوبې نه به وځي. بیا هر ځل چوکۍ کموي، او په دې سره یو ماشوم بهر کیږي، تر څو یو تن ګټونکی پاتې شي. ماشوم دا زده کوي چې " میم زور ما، ټوله زما،  که وغواړم چې بریالی شم باید نور له صحنې وباسم" د جاپان په وړکتونونو کې هم د چوکۍ لوبه کیږي، خو په توپیر سره، نه چوکۍ لسو ماشومانو ته کیښودل کیږي، ورته وایي ستاسې شمېر له چوکیو زیات دی، خو که یو تن هم بې چوکۍ پاتې شي، نو ټول به لوبه وبایلی، ټول ماشومان هڅه کوي چې یو بل په غیږ کې ونیسي، څو لس واړه په چوکیو کیني، بیا چوکۍکموي، څومره چې ...
نور ولوله

هغه صدقه چې لاس ته له رسېدلو مخکې له زړه ور رسیږي

په یوه بیروني تلویزیوني چینل کې ویاند د یو بېوسه ناروغ حالت وړاندې کړ، په جراحي عملیاتو یې  ١٥٠ زره ډالر لګېدل... خلکو له بېلابېلو ځینو اړیکه ونیوه.... په دوی کې د (احمد) په نامه یو تن هم و، ...(دوه ډالر) یې د ناروغ لپاره اعلان کړل.... ویاند ورته وویل، ولې (دوه ډالر)...؟ ده ځواب ورکړ:څلور ډالر مې لرل، دوه مې ده ته اعلان کړ، موده کیږی چې بې دندې یم .. خو د نه خيرات نه لږ غوره دی" ... ورپسې اړیکه نیونکي ۸ زره ډالر اعلان کړل، ۴زره یې ناروغ او څلور زره یې د دوه ډالر ورکونکي ته اعلان کړې... ! پرلپسې اړیکې ونیول...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک