No-IMG

لومړي درې ترهګر

عثمان رضی الله عنه یې شهید کړ، خلک علي کرم الله وجهه ته راټول شول، بیعت یې ورسره وکړ، خلیفه یې وټاکه، خو علي کرم الله وجهه دا بیعت ونه مانه، ویې ویل، تر هغې چې د مدینې استوګنو راسره بیعت نه وي کړی، ماته ستاسې بیعت قبول نه دی.

مدینه میشتو صحابو کرامو ورسره بیعت وکړ، علی رض خلیفه شو، معاویه رضی الله عنه له شام نه لشکر کشي وکړه چې د عثمان قاتلان قصاص کړي، دواړه لښکرې یو بل ته مخامخ شول، یوې سلا ته سره ورسیدل، خو د شپې له دواړو عسکر کوټونو منافقانو او فرصت طلبو یو بل باندې دې په پټه برید وکړ جګړه توده شوه، معاویه په شا شو.

د دواړو خواو نه یوه ډله راووتله، دوی وویل، باید علي، معاویه او عمروبن العاص ووژل شي څو دا فتنه ارامه شي.

درې ترهګر د دې کار لپار موظف شول، البرک باید عمروبن العاص ووژني، عمروبن ابی بکر دې معاویه ووژني، او ابن ملجم د علي کرم الله وجهه په ترور وټاکل شو.

لومړني دوه کسان هدف ته له رسیدو مخکې ونیول شو او ووژل شول.

ابن ملجم په یوه کلي تېریده، په یوه نجلۍ یې نظر ولګیده، په زړه یې خنجر وخوړ، دا نجلۍ قطام نومېده، دا هم خوارجۍ وه، پلار یې د نهرین په جګړه کې علي کرم الله وجهه له خوا وژل شوی و، ابن ملجم پرې جرګه وکړه، قطام په مهر کې، یوه وینځه، یو غلام، درې زره درهم او د علي رض مرګ وغوښت.

ابن ملجم موافقه وکړه، څلویښت ورزې ورسره پاتې شو، قطام ورته وویل، ته بې زړه یې باید زما مهر پوره کړې، ابن ملجم توره په زهرو ولړله، له قطام نه یې مخه ښه واخیسته او د د مسلمانانو د خلیفه په ترور پسې ووت، سهار راوخوت، اذان وشو، علي کرم الله وجهه، مسجد ته ننوت، عبدالرحمن بن ملجم پرې برید وکړ، په سر یې وواهه، په مخ او ږیره یې وینې راوبهیدې ابن ملجم چېغه کړه( علي، پریکړې د الله دې، نه ستا او نه ستا د ملګرو) علي غږ وکړ،( د کعبې په رب مې دې سوګند وي کامیاب شوم)

دا يې ځکه وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ویلي و چې تا به د نړۍ بدبخته انسان وژني، مخ او ږیره به دې په وینو لړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک