شرر ساپی
د شرر ساپی لیکنی
غزل
چې پېڅکه د ټیکري ځان پسې بیا راټولوي
نو زړونه د میینو خامخا راټولوي
مچۍ د شوخ نظر مې په ګلمخو باندې ګرځي
خواږه له دې ګلونو نه په غلا راټولوي
په یوه وړوکي سوال یې د مخ رنګ وتښتبده
په څومره نزاکت د زړه درزا راټولوي
لګیا ده په خواره اوربل کې لاس وهی توبه
د چا لپاره دا خوره بلا را راټولوي
کوم ښکلی چې یې سیوری د سر هم ولي په کاڼو
شرر ورته په لپو کې دعا راټولوي
...
نور ولوله
ریښتني خوشالۍ
په یوه ټلویزیوني مرکه کې انانسر له خپل میلونر مېلمه وپوښتل، په ژوند کې څه شي ډېر خوشاله کړی یې؟
سړي وویل: یوه ورځ یو نږدې ملګري له ما څخه وغوښتل چې د معیوبو ماشومانو یوې ډلې لپاره د ویلچیرونو په اخیستلو کې مرسته وکړم، مرسته مې وکړه، خو زما ملګري ټینګار وکړ چې زه ورسره لاړ شم چې پخپله معیوبو ماشومانو ته خپله ډالۍ ورکړم، نو ورسره لاړم.
ما د دوی په څېرو کې لویه خوښي ولیدله، دوی په خپلو چوکیو کې هر لوري ته حرکت کاوه، داسې د خوشالۍ خنداګانې یې کولې لکه دوی چې کوم تفریحی پارک کې وي.
مګر زما زړه ته ریښتینې خوښي یوې کوچنۍ معیوبې او یتیمې نجلۍ راوړه.
کله چې زه له تالار څخه وت...
نور ولوله
د خوشالۍ راز
د یو سوداګر زوی به تل له بدبختۍ نه شکایت کاوه، پلار یې د سیمې یو حکیم ته ولیږه چې د سعادت او نیکبختۍ په معنی یې وپوهوي.
کله چې د حکیم ماڼۍته ورسید، د ماڼۍ ښکلا ته ګوته په غاښ شو.
ماڼۍ ته ورننوت، حکیم ته یې وویل: ما د نېکبختۍ په راز پوهولی شې؟
حکیم ځواب ورکړ: دومره وخت نه لرم چې په دې راز دې پوهه کړم، خو ته په دې ماڼۍ کې وګرځه او یو ساعت وروسته راشه.
په کاشوغه کې یې ورته د زیتونو تېل واچول او ورته یې وویل:ماته دا کاشوغه بېرته راوړه.. خو پام دې وي چې څاڅکی ترې توی نه شي.
ځوان ووت، د ماڼۍ په هره برخه کې وګرځېد، بیا بېرته حکیم ته راستون شو.
حکیم ورته وو...
نور ولوله
ای لورې ماسره مینه لرې
رسول الله_ﷺ_د ماښام او ماسخوتن لمونځ وکړ، بیا د خپلو مېرمنو په کورونو راستون شو، د سوده بنت زمعې کور ته ورننوت، له کومې ورځې نه چې ورسره رسول الله_ﷺ_واده کړی دی، یوازې هیله يې دا ده چې د قیامت په ورځ د رسول الله_ﷺ_په بیبیانو کې راپورته شي.
رسول الله_ﷺ_ورسره د تعزیت د ورکولو په موخه وروسته له هغې واده وکړ چې میړه يې او د تره زوی یې السکران بن عمرو په حبشه کې مړ شو، ښایسته نه وه، نه پېغله وه، فقط یوازې وه، مسلمانانو هیڅکله یوه مومنه مېرمن تنها نه پرېښوده، ډېرې میرمنې اصحابو کرامو د هغوی د صیانت، حفاظت او ساتنې په خاطر وکړې.
زمعې به هڅه کوله چې رسول الله_ﷺ_خوشاله وساتي، هغه وخت به يې له خوښۍ وزرې وکړې چې د رسول الله_ﷺ_په شونډو به يې موسکا ولیده. تل به يې هغه ...
نور ولوله
زه وږی یم خواړه راکړه!!!
لیکوال عبدالحمید جوده السحار
ژباړن شرر ساپی
په السنح کې د کور دروازه خلاصه شوه، اته پنځوس کلن سپين ږیری ترې راووت، نرۍ ونه يې لرله، په ملا لږ کړوپ شوی و، د روغ زړه او ضمیر څښتن و، نرم مزاجه او خاکساره و، خلکو ورسره مینه کوله، د خلاص ذهن څښتن و، له حماست نه ډک و، په کې يې اصلاح او ښېګڼه لیدله، په شنه سهار يې پراخه ګامونه اخیستل چې خپل هغه ملګري پسې لمونځ وکړي، له کوم څخه چې له ماشومتوبه نه دی بېل شوی. په ټولو غزاګانو او پيښو کې ورسره و، دا ابوبکر صدیق دی.
له ماشومتوبه له خپل ملګري څخه اغیزمن و، له هغه نه يې مخکې له دې چې پېغمبر شي زده کړي و چې بتان تشې ډبرې دي او قومیان يې د ډبرو عبادت کوي، کله چې زلمی شو، ابوقحاف...
نور ولوله
څنګه له هغه چا نه حیا ونه کړم چې ملایکې ترې حیا کوي
لیکوال عبدالحمید جوده السحار
ژباړن شرر ساپی
د رسول الله_ﷺ_مسجد ته عثمان ذی النورین له وقاره ډک ورننوت، دی خو داسې څوک دی چې ملایکې ترې حیاء کوي، ذالنورین هغه پل و چې د هاشمیانو او امیانو ترمنځ يې اړیکه ټينګه کړې وه، مور يې اروی بنت عامر بن کریز وه، د هغې مور ام حکیم البیضاء بنت عبدالمطلب وه، بیضاء او د رسول الله_ﷺ_پلار عبدالله غبرګوني وو، پلار يې ابوالعاص بن امیه و چې د مور له پلوه هاشمي او د پلار له پلوه اموي و.
- عثمان له ابوبکر سره ملګرتیا وه، کله چې ابوبکر مسلمان شو، نو عثمان بن عفان ته يې د اسلام دعوت ورکړ، عثمان څلوردیرش کلن و چې د اسلام په سپيڅلي دین مشرف شو، د رسول الله_ﷺ_له لور رقیه سره ...
نور ولوله
له خپلو ملګرو او اهل بیت سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم مینه
لیکوال عبدالحمید جوده السحار
شرر ساپی
ابوبکر د مازیګر لمونځ وکړ، له مسجده راووت، روان شو او علي يې په څنګ کې روان و، حسن له ماشومانو سره لوبې کولې، په غیږه کې يې راواخیست، بیا يې وویل:
- پلار مې ترې ځار شه، رسول الله_ﷺ_ته ورته دی، نه علي ته.
علي خندل، هر چا چې به حسن ولید، نو ویل به یې، حسن خپل نیکه ته شوی دی، حسن چې به خپل پلار ته غږ کاوه، نو ويل به يې:
- ای ابوالحسنه (د حسن پلاره).
حسین به هم خپل پلار ته غږ کاوه چې:
- ا...
نور ولوله
رسول الله ﷺ ته د مسیلمه د پلاوي د راتګ تصویر
لیکوال عبدالحمید جوده السحار
ژباړن شرر ساپی
څو د پاسه لس کسان په خپلو سپرلیو د رسول اللهﷺله مسجد راروان دي، په سر کې یې سلمی بن حنظله دی، مسیلمه بن حبیب هم ورسره دی، دا هغه دروغژن و، د مدینې یو تن هم نه پيژنده، وارخطا دی، داسې خلک ګوري چې نیږدې ده له وجودونو يې نور ځلا وکړي، یو عجیبه سکون یې احساس کړ، ګوندې له اوږو يې ټول پيټي کوز شوي وي، د دغه سړي په اړه په فکر کې شول چې په خپل رسالت يې د دوی ژوند ته پرمختګ ورکړی دی، د ننګ او غیرت لړمان يې په زړه راخواره شول، هیله یې څرګنده کړه چې د دې رسالت د خاوند پر ځای دی وای.
په حافظه باندې يې فکرونو هجوم راوړه، ټول شرارتي فکرونه وو، شیطاني فکرونه وو، په زړه کې يې دا پوښتنه راپید...
نور ولوله
محمد رسول الله او ملګري یې
لیکوال: عبدالحمید جودة السحار
ژباړن: شرر ساپی
د قیله بنت مخرمه التمیمیه زړه په اسلام ډک شوی و، راووته چې د رسول الله_ﷺ_سره وګوري، لیور يې اثوب بن ازهر ترې لورګانې اخیستې وې، یوه لور يې حدیباء په ژړا شوه، وړین کمیس يې اغوستی و، زړه يې پرې وخوږېده، ترې ویې وړه، په اوښ سپره شوه او اوښ يې تیز کړ، اثواب پسې شاته منډې کړې، توره يې راویستلې وه، نیږدې کوډلو ته يې ځان ورساوه، یوه کور ته ورننوتله چې په کې پټه شي، خو اثوب ورپسې ورورسېده، توره يې وکښلې ده، ورته په ډېر جدیت وویل:
- زما ورېره راکړه.
هغې ورکړه، په اوږو يې کینوله او لاړ....
نور ولوله
تر ټولو ښایسته وطن د ازادۍ وطن دی، هغه وطن چې جاهلان یې په کې راج نه شي چلولی
یو پاچاه واورېدل چې په ښار کې یوه وینځه ده چې قیمت یې له سلو وینځو زیات دی، پاچا پسې خلک ولېږل چې له نېږدې یې وګوري، کله چې راغله د پاچا مخې ته لوړ سر ودرېده.
پاچا ترې پوښتنه وکړه چې ستا قیمت ولې لوړ دی؟ پېغلې وویل: ځکه چې زه هوښیاره یم.
پاچا ورته وویل، زه درنه پوښتنه کوم، که دې ځواب راکړ، له مریتابه به دې ازاده کړم، خو که دې ځواب را نه کړ، نو بیا دې وژنم.
هغې ورسره ومنله
پاچا وویل: کومه جوړه ښکلې ده، کوم بوی خوږ دی، کوم خواړه خوندور دي، کومه بستره نرمه ده او کوم هیواد ښکلی دی؟
وینځې خلکو ته مخ راوګرځاوه او ویې ویل:
ماته توښه او اس راولئ، زه له دې ماڼۍ نه ازاده وځم، د پاچا سوالونو ته یې په ځواب...
نور ولوله
د رحمة اللعالمين د رحلت دردونكی انځور
ليکوال: عبدالحمید جودة السحار
ژباړن: شرر ساپی
رسول الله_ﷺ_ته يې د تره عباس زوی فضل راغی، رسول الله_ﷺ_وروواته، رسول الله ناروغ و، سر يې تړلی و، ورته يې وویل:
فضله، له لاسه مې ونیسه.
له لاسه یې ونیوه. تر هغې چې په منبر کښېناست، بیا یې وویل:
خلکو ته غږ کړه.
خلک ورته راټول شول، ويې ویل:
اما بعد، ای خلکو ، زه تاسې ته د هغه الله ستاینه کوم چې له هغه پرته بل معبود نشته، ستاسې حقونه زما پر غاړه دي، که مې څوک په قمچینه وهلي وي، نو دا زما ملا ده، راشې ومې وهئ. که مې د چا ناموس...
نور ولوله
زموږ چارې همداسې روانې دي، یوه صدمه بله زېږوي
فکر وکړه چې تاسې د کوڅې په منځ کې یوه بېهوشه نجلۍ ومونده
ژر دې شفاخانې ته ورسوله، له تشخیص وروسته درته داکتر مبارکي درکړه، ویې ویل:
راتلونکی ماشوم دې مبارک شه!
ته ورته وایي: زه خو د ماشوم پلار نه یم!!
نجلۍ درباندې چیغه کوي، همدا ته یې پلار یې! او په دې ټینګار کوي
له جنجال وروسته، د DNA تشخیص کیږي
له تشخیص وروسته دې ډاکټر خبروي چې ته یې پلار نه یې ځکه چې ته عقیم(شنډ) یې
له روغتون نه راوځې خوشاله یې چې له توره خلاص شوې، خو خفه یې ځکه چې ته شنډ یې
ناڅاپه دریادیږي چې ته خو متاهل یې درې بچي هم لرې
له ځان سره وایي دا چې زه شنډ یم نو بچي له کومه شول...
نور ولوله
