No-IMG

دين او اخلاق د ژوند يوه ارزښتمنه بلکې ارزښت ټاکونکی برخه ده

له معنوياتو په شليدلي ژوند کې يو د پای ټکی حتمي دي، يعني کله چې انسان ټولو مادي او نفسي هېلو ته ورسيږي، نور د وړاندي تګ لپاره هيڅ نه وي، نور داپوښتنه چې اوس څه وکړم او اوس کومه هېله او کومه چاره پاتي ده چې بايد ترلاسه شي؟ بې ځوابه پاتي کيږي، همدغه حالت د مادي ژوند سره د مخه ښې مقدمه جوړوي، انسان د مړينې تجربه کولو ته ليواله کيږي، يا په بل عبارت کله چې د ژوند ژر تيريدنکي لذايذ خلاصيږي اما انسان پکې د معنوياتو د خلا او اړتيا له پوره کولو عاجزه پاتيږي؛ دلته ده چې د مرګ لوري ته ميلان زياتيږي او څيړنې ښيي چې د اکثره ځان وژنو تر شا عمده لامل د دايمي آرامۍ او راحت لټول ثابت شوي کوم چې په محض مادي او له معنوياتو خالي ژوند کې نه وي تر لاسه شوي.

دين او اخلاق د انساني ژوند دغه فطري غوښتنه ځوابوي او د آنسان او د انسان ژوند تکميلوي له همدې کبله ده چې که باورمن انسانان له يوه اړخه ژوند د معنوياتو او ارزښتونو څخه قربانولای شي بل اړخ ته د معنوياتو او معتقداتو پر مټ هيڅکله د انتحار هڅه نه کوي که څه هم د ژوند مادي اړخ يې له ستونزو مالامال وي.

ځکه خو دين او اخلاق د ژوند يوه ارزښتمنه بلکې ارزښت ټاکونکی برخه ده او پرته يې ژوند او د ژوند شئونات مانا نشي لرلای.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک