No-IMG

د ايران اصلي ستونزه د هلمند اوبه نه دي، بلکه د خپل ملي یووالي د شړيدلې شیرازې د رغولو لپاره د سوژې موندل دي

په دې مقطع کې د ايران اصلي ستونزه د هلمند اوبه نه دي، بلکه د خپل ملي یووالي د شړيدلې شیرازې د رغولو لپاره د سوژې موندل دي.

ټول وينو چې ايرانی ملت د آخندي رژيم مخالفت ته دريدلی او دغه مخالفت ورځ تر بلې ژوريږي او پراخيږي، حکومت ټولې هڅې کوي او له هرې آلې او وسيلې کار اخلي چې مخالفتونه کابو کړي.

د هلمند د اوبو مسئله د دواړو هيوادونو د ملتونو لپاره مهمه او حساسه موضوع ده، لکه څرنګه چې د افغانستان اړخ ته دې مسئلې ته د يوې اهمې ملي موضوع په سترګه کتل کيږي او په اړه يې ټول ملت حساس دی، دغسي ايرانی ولس هم دی.

په سياست او حکومتولۍ کې تل د ملتونو له تمايلاتو، احساساتو او ارزښتونو څخه ګټه اخيستل کيږي، حاکمان د خپلو سياستونو د ملاتړ لپاره سوژې جوړوي، سناریوګانې په لاره اچوي او ملتونه پکې د خپل ملاتړ او تقويت پر مسير سوق کوي.

د هلمند  اوبه او کمال خان بند لکه څرنګه چې پرون د اشرف غني لپاره يوه ګټمنه پوپوليسته حربه وه نن رئیسي ورته کار ويلی.

نن د ايران حکومت په دوه دليله، لومړی داچې د هلمند د اوبو په اړه ايرانيان حساس دي، د ټولو د وحدت او اشتراک نقطه ده، ټول ورته د يوې ملي او حيثيتي موضوع په سترګه ګوري او په دې اړه تل د ټولو شته مخالفتونو او تقسیماتو څخه په انصراف د حکومتي سياستونو ننګه کوي او دوهم داچې: ايرانيان په ځانګړې توګه د آخندي رژيم مخالف ډموکراټ عناصر چې اوس د نظام د مخالفت په ميدانونو کې ولاړ دي، د افغانستان د موجوده حکومت يا ا.ا.ا په وړاندي منفي او حتی دښمانه فکر او دريځ لري او د آخندانو خلاف يې يو عمده اعتراض د ا.ا.ا سره نرم تعامل او د هغوی په وينا فکري او د حکومتولۍ په برخه کې عملي مشابهتونه دي.

د رئیسي دغسي غير سياسي او ظاهراً پر احساساتو او وطنۍ مينې ولاړې لافې پټاقې صرف ددې لپاره وي چې د ايرانيانو افکار دې لورې ته معطوف کړي، د ملي يووالي انګيزه خپره کړي، حکومت د ملت حامي او مدافع معرفي کړي، د ملي غرور حس عام کړي، مخالفتونه راکم کړي او د مخالفتونو او پرخاشگرۍ موجوده انرژي د افغانستان په مقابل کې وکاروي.

ددې باوجود د هلمند اوبه او څه نورې موخې به هم وي ولي اصل مسئله همدا ده او ددې کار لپاره دتخنيکي او ډپلوماټيکي بنسټونو او اشخاصو په نسبت رئیسي مناسب وو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک