No-IMG

موږ پر خليلزاد، اشرف غني او .... بد وایو اما لګيا يو له پوره نسل نه خليلزادخيل او غني خيل جوړوو

عصري زده کړې د ننني انساني ژوند داسې ملازمه او اړتيا ده لکه آکسیجن، اوبه او غذا، بلکې د ځينو وجوهاتو له مخې تر اوبو او خوړو هم اهمه او ضروري اړتيا او له همدې امله ده چې په نننۍ نړۍ کې هیڅوک له دغې اړتيا او غريزې څخه تجاهل نشي کولای او له هرې ممکنه لارې يې د تحقق او اشباع هڅه کوي.

که د افغان ځوانانو پرمخ کور دننه د زده کړو ورونه تړل شوي، له هېواده بهر يې د زده کړو پر مخ سلګونه دروازې پرانيستل شوې او له آسیا نيولې تر اروپا او آمريکا پورې، اکثر هېوادونو د افغانانو په ځانګړې توګه نجونو لپاره په آسانه شرايطو او له غوره امتيازاتو سره د زده کړو فرصتونه برابر کړي او لسګونه زره افغان ځوانان ئې جذب کړي.

هغه ځوان چې د زده کړو له حق څخه د محروميت له وجې هېواد پريږدي، د محروميت له دې روحيې او يو عالم عقدې سره بيرون ته ځي او هلته د بيلابيلو فرهنګي، سیاسي او استخباراتي تاثراتو لاندي زده کړې او ژوند کوي، هغه به په راتلونکې کې د دين، وطن ، ديني او وطني ارزښتونو په وړاندي د کوم موقف لرونکی وي؟

موږ پر خليلزاد، اشرف غني او .... بد وایو اما لګيا يو له پوره نسل نه خليلزادخيل او غني خيل جوړوو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک