د آمريکا او ناټو په مشرۍ د نړيوال مرکب استعمار او استکبار څخه د ازادۍ ورځ دې ټولو ته مبارک وي
د يو ملت په توګه موږ ته دا وياړ نه دی چې پخپل تقويم کې د خپلواکۍ څو ورځې او څو جشنونه لرو، ځکه د خپلواکۍ د هرې ورځې تر شا د استعمار، اشغال، جنګ جګړو، وژنو، ربړونو، اور او وينو اوږده - اوږده داستانونه پراته دي.
د ازادۍ هره ورځ په دې معنی ده چې تر هغې وړاندي موږ آزاد نه وو، اشغال وو، مستعمره وو او ...
د ملتونو لپاره وياړ دادۍ چې هيڅ غلام شوی نه وي، د بريتانيا په څير هيڅ د ازادۍ ورځ ونلري او يا د ازادۍ له اخيستلو وروسته يې صعودي يون پيل کړی وي او لکه د آمريکا د متحده ايالاتو په څير له ازادۍ تر جديد التشکيله دولته، پراختيا ، لوړتيا او بالاخره نړيوال کيدلو او تک هژمون کيدلو پورې پرلپسې مخ په بره تللي وي، دا هرڅه تر يوې پيړۍ په کمه موده کې شوي وي او له غلامۍ څخه د خلاصون او پر نړۍ د بادارۍ او واکوالۍ ترمنځ يې د تاريخ په اعتبار د يوې ورځې فاصله هم نه وي پريښی.
موږ څو ورځې وړاندي د غويي ۸مه له روسانو د آزادۍ اخيستلو ورځ و نمانځله، سبا د زمري ۲۴ مه له آمريکا د آزادۍ اخيستلو ورځ نمانځو او ايله څلور ورځې وروسته د همدې زمري مياشتې په ۲۸مه به يوه بله آزادي(!) ونمانځو.
الله دې وکړي چې دا يې اخيره وي او دغه له استعماره تر استعماره د لاس په لاس کېدلو تاريخي لړۍ نور پای ومومي.
د آمريکا او ناټو په مشرۍ د نړيوال مرکب استعمار او استکبار څخه د ازادۍ ورځ دې ټولو ته مبارک وي.
آزادي_آبادي_ترقي
