No-IMG

بس موږ نه پوهیږو او تاسي تر ټولو غوره پوهیدونکي یاست

زموږ یو استاد چې د مصر له ازهر پوهنتون نه یې په اسلامي علومو کې ماسټري لرله، په عربي ژبه باندي یې تخصصي حاکمیت درلود، د قرآنکریم مجود قاري او مفسر وو، د کابل پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې د پوهاند  علمي رتبې په لرلو سره د علمي کادر غړی وو، په عقایدو، فقه، کلام، فنونو او ... کې د لسګونو علمي او څیړنیزو آثارو څښتن وو، هغه قصه کوله چې:

د ااا د لومړۍ دورې حاکمیت پر مهال مازدیګر له پوهنتون نه د کور په نیت روان شوم، په لاره کې د جماعت وخت شو او د لارې پر سر یو مسجد ته د جماعت لپاره ور وګرزیدم، له لمانځه وروسته یو څو تنه ځوانان چې احتمالاً د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې پورې تړلي وو، د مسجد په دروازه کې و دریدل او ویې ویل چې څوک  به نه وزي، موږ غواړو  څه پوښتنې وکړو.

استاد ویل چې کله زما نوبت راغی؛ نو یو په عمر خام، نوی ځوان طالب/ د مدرسې چړي رانه پوښتنه وکړه چې د فاتحې سورت تلاوت کړم. استاد وایي چې ماهم تلاوت پیل کړ، د دوه دریو آیاتونو له تلاوت وروسته یې ډير په خشم راباندي ناري کړې، ویل دا څه ډول تلاوت دی؟

وایې ما ورته کړل چې: ببخشید، مشکل در کجا بوده، کدام اشتباه ره من مرتکب شدم؟ وایې ځوانکی چې خپله په څه نه وو خبر او ممکن زما فني تلاوت د هغه د رواجي او محلي تلاوت په معیارونو نه وو برابر شوی او علاوتاً یې غوښتل چې خپل سیاست هم وکړي، پرته له کوم دلیل نه یې راته وویل: لوی سړی یې او تر اوسه دې لمونځ نه دی زده، لمونځ زده کړه کنه بل ځل دې بندي کوو.

استاد وایې بس وضعیت ته په کتو مې ډیر په عجز ورته وویل چې بسیار ببخشید قاري صاحب، این بار معاف کنید، ان شاء الله که یاد میګیرم.

نوټ: دغه قصه کلونه وړاندي استاد موږ ته په ټولګي کې کړې وه او زما تر اوسه هم هو به هو په یاد ده، البته د یادونې وړ ده چې استاد د اشغال خلاف او د جهادي فکر څښتن او د ط.ا.نو پلوی هم وو او موږ هم چې ورته فکر مو لاره او په پوهنتون کې مو د اشغال او د هغوی د جنایاتو خلاف منظم کار کاوه او د امریکا د دایمي نظامي اډو سره د مخالفت د ملي جبهې سره مو سیاسي او فرهنګي مبارزه کوله، کله ناکله به چې سره یوازي شوو؛ نو د زړه خواله به مو هم سره کول.

درس: د استاد قصه ماته د ژوند یو درس دی، زه ډير کله له داسې کسانو سره مخ شوی یم چې زما په تخصص کې یې داسي غیر مسلکي، بې منطقه او ... مداخله کړې چې نه ورسره د استدلال ځای پاتي شوی او نه یې هم د قناعت شونتیا په نظر راځي.  بس ایسته مې له ناچارۍ ورته خندلې دي او ورته ویلي مې دي چې وبښئ، بس موږ نه پوهیږو او تاسي تر ټولو غوره پوهیدونکي یاست

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک