دا منافقه او شیطانه رسنۍ د ټولې نړۍ په مهمو مسايلو کې ښکیله ده
دا منافقه او شیطانه رسنۍ د ټولې نړۍ په مهمو مسايلو کې ښکیله ده، د نړۍ په هر کونج او کنار کې فعاليت او کارکونکي لري، چيرته چې جګړه وي، مظاهرات وي، کړکيچونه او بحرانونه وي دوی او د دوی ګمارلي ټيمونه پکې يا د اصلي او يا هم مداخله ګر عامل په توګه حضور لري؛ اما اوس په دې توګه غواړي د قطر خلاف کومه لوبه ولوبوي او تر شا يې خپلې موخې و پالي.
که څه هم فوټبال په هغه پيمانه لويه او مهمه ښکارنده نه ده څومره چې دې وزګارې نړۍ ورته اهميت ورکړی ولې د يو اسلامي هيواد په کوربه توب ددې لوبي سږنی نړيوال جام جالب او د پام وړ دی کوم چې ډير يې د زغملو تاب نلري.
قطر ددې جام په اوږدو کې د شااوخوا دوه ميليونه ميلمنو لپاره د اسلامي تمدن د ښه معرفي کولو، دعوت او ارشاد ډير ښکلي ترتيبات نيولي کوم چې يوه اړينه او ارزښتمنه چاره ده.
موږ به د قطر له لوري نړۍ ته د ختيځ او اسلامي تمدن د ښه تصوير ليږل مد نظر نيسو او د فوټبال شایقین دي پخپل توپ او د نظر وړ لوبغاړي پسې نظر ساتي.
