دين د دين پخپله تجويزي طریقه پلی کيږي نه په بله
ترکيه ممکن د اسلامي هيوادونو له ډلې لومړنی هېواد وو چې د سيکولاريزم نسخه پکې په بشپړه توګه تطبیق شوې وه. ترکي ملت تقريباً يوه پيړۍ د سکولار نظام په غيږه کې تير کړي وو، هلته له دين څخه لريتوب پوره يقيني شوی وو داسې چې اخيرني نسلونه يې له پخوانيو هغو او په دې توګه له ټولو معنوي ارزښتونو څخه قطعي طور شلیدلي وو اما...
هلته دين او خپل اصالت ته د بيرته ورګرځيدلو بهير که څه هم يوازي څو کاله وړاندي راپيل شو او ایله يوه لسیزه به کيږي چې له څنډو متن ته شامل شوی اما په دې لنډه موده کې يې يو بنسټيز او عمومي سمون ،تحول او اصل ته بيرته ور ستنيدل یقیني کړل، تر دې چې د اروپا او آمريکا له ټول ملاتړ سره - سره دا څووم ځل دی چې اسلام پلوه ډلې او اشخاص په پارلماني او رياستي ټاکنو کې اکثريت ترلاسه کوي او د بی دینۍ پر سل کلن ډګر دين ستيزانو او پردي پالو ته ماته ورکوي.
دا هرڅه ځکه ممکن شول چې هلته دين د دين پخپله طريقه تبليغ او تطبیق شو نه په زور، وهلو، ټکولو، بندولو او ....
اسلام د عقل، منطق، فطرت او طبيعت دين دی او تطبیق يې هم صرف له همدې لارې شونی دی او له دې پرته يې بله هره تطبیقي لاره ترکستان ته تللې.
