No-IMG

د نړۍ هيڅ ځواک به د فلسطيني خطې په توګه دغه هويت او شناخت محوه نشي کړای

د اشغالګر دولت له منځته راتګ وروسته هيڅ آمريکايي ولسمشر او ټاپ آرډر سیاستوالو د اسرائیلو خلاف اقدام څه چې فکر هم نه دی لرلی او ددې ټولو ترشا د اسرائیلو پياوړې لابي کار کوي. اشغالګر د دوه دولتونو طرحه نه منې په ځانګړې توګه داچې غزه هم د فلسطیني دولت برخه وي.

په هغه صورت کې چې غزه د اشغالي ځمکې برخه وي؛ نو له ختيځې غاړې سره د يو ډول نا انډوله جوړجاړي شونتيا لوړه خيژي.

بل اړخ ته ح.م.اس هم د دوه دولتونو طرحه نه مني او د يو مستقل فلسطيني دولت لپاره خپل تعريف، نقشه او طرحه لري.

اوسمهال نتنياهو فکر کوي چې د آمريکا په مرسته ویرانه غزه تر ولکې لاندي راوستلی شې او دا يې ځکه مناسب وخت دی چې تر دې وړاندي په غزه کې اشغالګرو په داسي ويرانوونکې کچه دخالت نه درلود.

اما واقعيت څه دی؟

دلته له واقعيت څخه مطلب دادی چې څه ممکن دي او څه کېدونکې دي؟

له شک پرته ټرمپ او د هغه جمهوري غوښتونکي اسرائیلی پلوه مشاورين به د غزې د تصفيې او په تدريج اشغالګرو ته د حواله کولو پر طرحه حتماً کار کوي ولې د حماس پنځلس مياشتني مقاومت، د غزې مقاومت او له اوربند وروسته بیرته خپلو ويرانو ته د ولسونو راستنيدلو تر بل هر وخت زيات د غزې د بقا او تداوم فرضیه پياوړي او آن یقیني کړه. غزه به پاتيږي، پايښت به مومي او د نړۍ هيڅ ځواک به يې د يوې اسلامي، عربي او فلسطيني خطې په توګه دغه هويت او شناخت محوه نشي کړای.

په ياد يې لري او د ټرمپ دې جفت او خيز ته اصلا تشویش مکوئ!

 

و للحرية الحمراء باب

 بكل يد مضرجة يدق

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک