د طوفان الاقصي له يو کلن کېدلو سره د غزې د جګړې او د غاصب صهیونی دولت د فعلي صورت حال لنډه او موردي شننه
د طوفان الاق.صي له يو کلن کېدلو سره د غزې د جګړې او د غاصب ص.هی.ونی دولت د فعلي صورت حال لنډه او موردي شننه:
۱- جګړه له غزې څخه د فلس.طین نورو برخو ته هم غځېدلې او له فلس.طين سربیره د لبنان، يمن، عراق او ايران هېوادونه په مستقیمه توکه په جکړه کې ښکيل شوي او ځيني نور يې هم په غير مستقيمه توګه دخالت لري، اشغالګرو ته د جګړې دغسي اوږدیدلو او پراخيدلو سختې اندیښنې زیږولي په ځانګړې توګه داچې اشغالګر تر اوسه خپل يوه هدف ته هم نه دي رسيدلي هغه چې د جګړې په پيل کې يې اعلان کړي وو.
۲- اشغالګر په لبنان کې د ځمکنيو عملياتو له پيله تر اوسه له پيوسته او سختو ماتو او تلفاتو سره مخ دي.
۳- د يمن او لبنان څخه پرلپسي وارېدونکو مزايلو ترې خوب تښتولی او اکثر يې په رواني ناروغيو اخته کړي.
۴- د ايران وروستۍ حمله بالکل کارنده واقع شوې او د اشغالګرو دفاعي محاسبات يې غلط ثابت کړي.
۵- د ايران څخه يې ويره نوره هم زیاته شوې.
۶- کور دننه سخت مخالفتونه او بغاوتونه راپورته شوي، په رسنيز کېدلو يې بنديزونه لګيدلي ولې دا مخالفتونه به هرو مرو طغياني کيږي.
۷- په ملعون نتن.ياhoo تيره ورځ سهار وختي د زړه حمله راغلې، څو ساعتونه تر جدي مراقبت لاندي وو، اوس يې هم د روغتيا ډاډ نشته.
۸- فرانسه يې له ملاتړه په شا شوې، په آمريکا او په نورو اروپايي هېوادونو يې هم ږغ کړی چې نور ورته وسلې ونه ليږي.
۹- يو شمير نور اروپايي ممالک هم د اسرائیلو د محدودولو پر ستراتيژيو غور کوي.
۱۰- د نړۍ بيلابيلو هيوادونو فلس.طین د يو خپلواک هيواد په توګه په رسميت پيژندلی او ډير نور هېوادونه هم له دغې طرحې سره موافق دي.
۱۱- د ملګرو ملتونو سازمان له فلس.طين نه ننګه کوي ولې دغه ملاتړ زيات تر دې چې رسمي وي اخلاقي بڼه لري.
۱۲- آمريکا او اروپايي ممالکو کې د غزې د نسل وژنې خلاف د آمريکا د حکومت او اشغال.ګرو خلاف سخت او توند خوځښتونه راپورته شوي او د پراخيدو په حال کې دي، دې خودجوشه حرکتونو آمريکايي او اروپايي سياستوال سخت انديښمن کړي.
۱۳- په غزه کې د حم.اس د نظامي ډلې الق.سام عملياتو نوی روح اخيستی او د محاسباتو خلاف د ورکېدو پر ځای د غوړيدا په حال کې دي او هره ورځ پر دښمن پيچلي او کارنده وارونه کوي.
۱۵- د حم.اس د نظامي شاخې،القس.ام سربیره «سرايا القدس» داسلامي جه.اد ډلې نظامي څانګه، د «اقصی شهيدان» د الفتح ډلې نظامي څانګه او ورته نورې نظامي جبهې پرانيستل شوې او د غزې او لویدیځې غاړې/ کرانه باختري/ ويسټ بنک په ټولو اراضيو کې د دښمن خلاف مبارزه کوي.
۱۵ـ له ايران پرته ټول اسلامي هېوادونه د فلس.طين او غزې په قضیه کې غلي پاتي دي او حتی د سعودي عرب، اردن، عراق په ګډون د ځينو اسلامي ممالکو حکومات د اشغالګرو په خلاف د هر ډول ټولنيزو، سياسي او نظامي خوځښتونو سره مخالفت کړی او د فلسطين ملاتړي ځپي حتی تر دې چې د حرمينو په ګډون د سعودي په ټولو مساجدو کې فلسطينيانو ته پر دعاګانو هم بنديز لګيدلی.
۱۶ - او بالاخره نړۍ د فلس.طين په قضيه کې په دوه برخو ويشل شوې، اما دغه دوه برخې له شکه پرته اسلامي او غير اسلامي هېوادونو نه دي بلکې انساني او وحشي يا متمدن او متوحش هېوادونه دي.
اکثر متمدن هيوادونه غير اسلامي هيوادونه دي چې د فلسطين په قضيه کې يې د اشغال او د هغوی د ملاتړو پریکنده مخالفت کړی او برعکس په وحشي بلاک کې اکثر اسلامي هيوادونه دي چې د غزې په محاصره کې مستقیم دخالت لري او د اشغالګرو د بې معاشه نوکرانو او خوش خدمتيانو په توګه عمل کوي.
تاريخ دا هرڅه ساتي
