No-IMG

د افغانستان سوکالي امن د منطقې هيوادونو لپاره یو ښه فرصت دی

په افغانستان کې د امریکا او د ناټو شل کلنې جګړې په تناسب هیچا دومره تشویش او ویره نه درلوده او نه يې څوک په کیسه کې و، د افغانستان په جګړه کې هر چا خپل امتياز $ او شخصي ګټو په خاطر هر څه کول، خو له بدمرغه لکه څنګه چې اوس نړیوال او ګاونډي هیوادونه همدا راز داخل کې بعضې سیاسیون او د ارګ لوړپوړي چارواکي د افغانستان اوسني وضعیت په اړه تشویش لري او وایي: که چیرې سیاسي جوړجاړی رامینځ ته نه شي ممکن په افغانستان کې وضعیت نور هم کړکیجن او نظام له سقوط سره مخ شي. د ۱۹۹۰م کال د سناریو په اړه مختلف نظریات خپریږي او دغې موضوع ته له هر ځایه خورا زیاته هوا ورکول کیږي،  داسې احساس کوي چی ګویا د دې جګړې نه د منطقې ټولو ګاونډي هیوادونه متضرره او بحران سره مخ کیږي.!

حقیقت دا دی چې د افغانستان په جګړه کې ټولو ګاونډي هیوادونه شریک دي، د دې جګړې بد اغیز او اثر ورته ښکاره معلومیږي ورځ تر بلې اقتصادي ستونزو سره مخ کیږي، لومړې خو د دې جګړې اصلي عاملین او د دوی متحدین همکاران واضح معلوم دي، هر څه چې پيښیږي مسؤلیت به همدغو جنګ غوښتونکو ته راجع کیږي.

هغه څوک چې د افغانانو خواخوږي دي او د دې جګړې نه ویره او تشویش لري لکه څنګه چې امریکا ناټو سره د افغانستان په جګړه کې همکار او متحدین و، اوس هم کولای شي چې د خپل ځان د بقا په خاطر د افغانستان اوسني وضعیت په رابطه نړیوالو او خپلو بادارانو ته قناعت ورکړي، څو په افغانستان کې امن او سوله تأمین شي.

د افغانستان سوله د ټولو هیوادونو په خیر ده، ګنې احتمال د دې شته چې د افغانستان جګړه به د منطقې  هیوادونو دروازو ته غځیږي، د نړیوالو اصلي هدف همدا دی چې جګړه ګرمه وساتي ترڅو چې مسلمانان خپلو کې په جنګ مصرف وي،تر هغه به نړیوال په امن او ارامه خپل ژوند کوي، او بل د افغانستان اوسنی وضعیت دې هیڅوک له ۱۹۹۰م کال سره نه مقایسه کوي، دغه اوسني حالات یو څه متفاوت دی، په داسې حال کې چې بعضې پوه او ځیرک افغانان د نړيوالو او د ګاونډیانو په سیاسي توطيئو په اړه ښه پوهیږي چې دوی د چا لخوا تمویل کیږي او د چا په اشاره پیغامونه او خبرونه خپروي.

افغانان باید کوشش وکړي چې د هر چا خبرو نظرونو ته متوجې واوسو څو د خبرو اصلي مقصد په سمه توګه وځیړي، له بده مرغه د افغانستان پر ضد د پرديو لوډ سپیکرانو په واسطه هر ډول خبرونه خپریږي .!

زمونږ هیله او غوښتنه دا ده چې د افغانستان سوکالي امن د منطقې هيوادونو لپاره یو ښه فرصت دی، ټول کولای شوو چې د دې فرصت نه ښه استفاده وکړو څو ټول په یوه ارامه فضاء کې او د يو او بل په متقابل احترام سره خپل ګاونډیتوب ژوندی ولرو، ولسونه مو همدې ته خورا زیاته اړتیا او انتظار لري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک