یو ویشل شوی قوم مسلکي او متحدو خلکو ته اړتیا لري
قومي جوړښت په نمایشي حرکتونو او خپل مینځي رقابتونه په لړ کې نا ممکنه ده چې یووالی رامینځ ته شي. بلکې په دغسې شرائطو کې ولسونه مو نور هم له ناخوالو او بدبختیو سره مخ کیږي. په قوم کې
هوښیار، پوه او مسلکي مشران په هغه څه تمرکز کوي چې قومونه سره متحد کړي، نه هغه څه چې قومونه سره وپاشي او مشران د ناخوالو لامل شي، زما په اند دا به یوازنۍ معقوله او عالي لاره وي چې مسلکي، پوه او اشخاص د قوم په جوړجاړي کې په ګډه حرکت وکړي، څو د قوم د يووالي او سوکالۍ لپاره یوه جامع طرحه جوړه کړي، داسې چې ټولو ته د منلو وړ وي.
د رهبرۍ یوه مهمه وظیفه او مسؤلیت دا دی چې خلک د یو عام مقصد په شاوخوا کې سره متحد کړي. دا هغه څه دي چې بااحساسه خواخوژي پاک مشران یې کولای شي.
د قوم جوړجاړي او یووالي لپاره ۹ يا ۱۱ مسلکي اشخاصو، منظم پلان او عملي طرحې ته اړتیا ده.
