د ممتاز جهانگير لیکنی

د بُن تيروتنه يو ځل بيا په اسټانبول کي تکرار نه شي!!

د سولې دوهم پړاو په اسټانبول کې پیل کیږي د دې ناستې نه د افغانانو طمع او توقع به څه وي؟ شل کاله وړاندې همدغو نړیوالو د بُن په تړون کې یو قومي مافیایی سیستم را مینځ ته کړو او په افغانانو باندې يې وتپلو، له بده مرغه دوی قصداً د افغانانو سرنوشت په لوی لاس مجرمینو جنګ غوښتونو وطن پلورونکو خاینانو ته ېې په اختیار کې ورکړ، امریکایانو به یوه اصطلاح کاروله چې “we have to use bad guys for our enemies” د قوم مجرمین نااهله اشخاص د قومونو پر ضد ېې استعمال کړل، په نتیجه کې یې د هیواد ملي شتمنۍ  لوټ کړې بیګناه افغانان ېې ووژل، شخصي بندیخانې یې ترې ډکې کړې، د خلکو حق او حقونه ېې پیمال کړل او ملت مو له هر څه نه محروم پاتې شوو،  سره له دې ټولو بدبختیو ملت ېې له ی...
نور ولوله

د آزادۍ دا زرغون او اصلاحي انقلاب د بريا تر درشله رسوو

په هېواد کې روان سياسي او امنيتي وضعيت قابل تحمل نه دی. هره ورځ مو لسګونه بېګناه هېوادوال په شهادت رسېږي. دولت د وضعيت له مهارولو کاملاً عاجز دی او يا هم نه غواړي، روان وضعیت بدلون وکړي او مثبتې خواته لاړ شي. د دولت اډانه له داسې خلکو تشکيل شوې، چې د هغوی نامشروع ګټې په جنګ کې خوندي کېږي. د ملت تر ټولو سپکه ډلګۍ او ارذال د حکومت په رأس کې واقع دي. دوی هېڅکله نه غواړي، چې جګړه دې بنده شي او دا ملت دې د آرام ساه واخلي. په داسې يو وضعيت کې ملت مکلف دی، چې د دې ارذالو پر وړاندې احتجاج وکړي. دوی سم لور ته را وبولي او ور ياده کړي، چې که اصلاح نه شئ، نو ستاسې برخليک به هم ستاسې د تېرو اسلافو په شان وي. يا به تېښته کوئ او يا به د ملت د محاسبې او عدالت مېز ته ټيټې سترګې او ذليل ول...
نور ولوله

د ترکيې د ناستې لپاره د حزب اسلامي د سولييزې طرحې ملاتړ پکار دی

د سولې لپاره داسې یوه میکانیزم ته ضرورت دی؛ چې د هغه په نتیجه کې د وسله والو مخالفينو او ټولو ذيدخله خواوو تر منځ يو بشپړ اعتماد رامنځ ته کړي. همداراز د افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او د سیمې د هېوادونو تر منځ د افغانستان د سولې په قضيه کې د باور رامنځته کول هم يوه شديده اړتيا ده. کله که همداسې د باور يوه ټولمنلې فضا رامنځته شوه، له هغه وروسته به بيا بې له شکه د سولې هڅې يو مثبته نتيجه ورکړي. متأسفانه؛ له حزب اسلامي پرته بل هېڅ لوري د سولې لپاره تر اوسه داسې يوه جامع طرحه او ميکانيزم نه دی وړاندې کړی، چې د يوې ټولمنلي سولې د راتګ لپاره د مذاکرې پر مېز حساب پرې وشي. ښه داده، چې ټول لوري خپلمنځي مسايل او اختلافات شاته کړي او په ټول قوت او تاييد د حزب د سولييزې طرحې ملاتړ وکړي، څو د ترکيې ناست...
نور ولوله

د آسیا زړه نهم کنفرانس؛ متأسفانه تر اوسه پورې مثبته نتيجه يې ورنه کړه!

په تاجکستان کی د آسیا زړه د استانبول د پروسې نهمه ناسته د منطقوي او نړیوالو هیوادونو په  ګډون ترسره شوه، په داسې حال چې د ۲۰۱۱ م کال نه را په دې خوا د آسیا زړه د استانبول پروسې په نوم د افغانستان او د سيمې هیوادونو په رابطه د سولې او امنیت تاامینولو او د اقتصادي پروژو د پرمختک په لړ کی خورا زیاتې غونډې او کنفرانسونه پیل او ترسره شول،  له بده مرغه تر اوسه پوری ېې کومه مثبته نتیجه ېې ورنه کړه او تر دې مهاله داسې کومه لاسته راوړنې هم په نظر نه راځي چې دوی تر اوسه کوم پر مختک کړی اوسي، دوی ټول په یو اواز سره داسې نمایشي شعارونه زمزمه کوي چې ګواکې د افغانستان جګړه ناامني زمونږ ټولو په ضرر او تاوان ده، د دې جګړې له لاسه مونږ ټول متضرر یوو، په اقتصادي او اجتماعي نظامي لحاظ مونږ ټول له یو لوی سیاسي اقتصادي بحران سره مخ...
نور ولوله

د امريکايانو پاتې کيدل او راتلونکی سیاسي، نظامي او اقتصادي پروژې

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، راتلونکې د می په مياشت کې له افغانستان نه د امريکايي ځواکونو وتل ګران کار دي، خو په دې اعتراف او ټینګار کوي چې ګواکې د امریکا ولسونه يې نه غواړي تر ډېره دغه هېواد کې پاتې شي او دا اوږد مهاله جګړه د هیچا په ګټه نه ده. ولسمشر بايډن د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه داسې دلایل وړاندی کړي "د تکتيکي دلايلو له مخې د می لومړنۍ نېټې ضرب الاجل عملي کول به ګران وي" خو نوموړي زياته کړه چې له خپلو ملګرو او متحدينو هیوادونو سره مشورې کوو چې څرنګه دغه جګړه ختمه کړو. خو له بلې خوا د جرمني پارلمان په افغانستان کې سم دلاسه خپل پوځي ماموریت د یو کال لپاره تمدید کړ. په ...
نور ولوله

د افغانستان ټول ملت ته د کمال خان بند مبارکي وایم

د افغانستان ملي شتمنيو، ارزښتونو او عام المنفعه پروژو لکه بندرونو، بندونو او ترانزیتي لارو ساتنه او ښه مدیریت د هیواد د اقتصادي او اجتماعي پرمختګ تضمین کوي، څو د هیواد وګړي مو په صحیح توګه ترې مستفید شي دا ځکه چې ملي پروژې د ملت نماینده ګي کوي او د خلکو د پرمختګ او بهبودۍ په خاطر رامینځ ته کیږي. بالاخره د الله تعالی په مرسته د افغانستان ملي پروژې د حامد کرزي په ولسمشرۍ کې د سلما او د کمال خان بندونو باندې عملي کارونه پیل شوو، له نیکه مرغه دواړه ملي پروژې اوس مهال د ولسمشر اشرف غني په دوره کې په بشپړ ډول تکمیل او مکمل شوي دي. خو له بده مرغه په شلو کالونو کې چې څومره نړیوالو له افغانستان سره مرستې کړې هومره د هیواد په ملي پروژو باندې مصرف شوي نه دي، د ملت سر...
نور ولوله

د افغانستان شل کلنه جګړه او پردي سیاستونه

د افغانستان شل کلنه جګړه او پردي سیاستونو له وجې زمونږ قومونه او په ټولنیز ژوند کې خورا زیات له کرکو ستونزو او شخصي دښمنيو سره لاس او ګریوان دي، ډیر په تأسف سره باید ووایم چې زمونږ بعضې افغانان په خپل قوم او ټولنه کې سیاسي او قومي ښه تعامل او تعادل صفتونه ېې له لاسه ورکړي دي، د دوی له غلطو او بې ځایه سیاستونو او نامشروع فیصلو له لاسه په قوم او ولسونو کې قومي مشران، ځوانان، علماء او د قوم کدرونه هر ورځ ترور او وژل کیږي، دا خلک د دوی د غلطو پالیسیو، سیاستونو او شخصي خصومتونو ښکار کیږي، دا ځکه چې په قوم ولس کې غیر مسلکي او نااهله اشخاص واکمن دي؛ سیاست دیته نه ویل کیږي چې د قوم او ولس حقوق او امتیازات خپله شخصي او یا ميراثي وګڼي او هر څه په خپله انحصار کړي، سیاست دیته هم نه ویل کیږي چې په قوم کې نفاق، کرکه او ...
نور ولوله

د ۱۴۰۰ م پیړۍ په اړه

د ۱۴۰۰ م پیړۍ په رابطه به دومره ووایم؛ پرته له الله نه نور هرڅه کُن فیکُون دي،  خالق له ازله شته او تر ابده به قايم او دايم وي، څوک او یا هیڅ شی له الله سره مه شریکوه. مونږ د [كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ] څخه بله چاره نه لرو، ښه به دا وي چې د الله په نظام  باور او عقیده ولرو څو د دنیا او اخیرت بریا مو په نصیب شي؛ لکه څنګه چې د نوې پیړۍ پیل شروع کیږي، همداسې د انسانانو د ژوند حالات او د هیوادونو سیاسي، اجتماعي، فکري او عقیدوي همدا راز د زبرځواکونو نظامي او اقتصادي وضعیت کې هم خورا زیات بدلون او تحوالات رامینځ ته کیږي. که چیری د نړۍ او اسلامي تاریخ ته په غور سره متوجه شو هرې پیړۍ له ځان سره تاریخي تغییرات او بدلونونه رامینځ ته کړي دي...
نور ولوله

په دوحه کې د سولې موضوع ولې د بن بست خواته لاړه؟

په دوحه کې د سولې موضوع ولې د بن بست خواته لاړه؟ عامل  یی څه وو؟ دوه ډیر مهم علتونه ېې درلودل؛ د اشرف غني حکومت په نړۍ کې یو ناکام بې ثباته او مفسد حکومت پیږندل شوی دی، بلکې خپل سیاسي ارزښت او باور ېې هم په داخل کې او هم د نړۍ  په کچه له لاسه ورکړی. لومړی لامل د بن بست؛ سوله او د جنګ توقف دا یوه ډیره مهمه او ملي معضيله ده، د هیچا شخصي موضوع نه ده، او نه په شخصي توګه څوک کولای شي ملي مسایلو په اړه غیر مسؤلانه او جذباتي  فيصلې وکړي، ملي مسایل په ملت کې مسلکي او د ملت با صلاحیته استازو پورې تړاو  لري. ملي مسایلو کې د ملت مؤثر، بانفوسه او مسلکي با صلاحیته اشخاص باید دخیل واوسي، البته د دوی مسؤلیت هم دا دی چې د یوې ملي اسلامي اجماع په...
نور ولوله

د اشغال آمرانه ظلم او افغان وژنه منم، اما امرانه سوله نه منم

عجیبه نه ده؟ د اشغال آمرانه ظلم او افغان وژنه منم، ملاتړ، همکاري او غلامي یې کوم، اما امرانه سوله نه منم بلکې پر وړاندې یې مخالفت کوم او موانع رامینځ ته کوم! ایاً دا څرګندونې په رښتیا سره د ولسونه په خیر دي؟ هیڅکله نه.  پرون د همدغه اشغال په څنګ کې ولاړ وو، د افغانستان ملي اسلامي ارزښتونه یې په پردیو وپلورل، پر افغان وژنې باندې يې افتخار کاوه، د طالب مجاهد او پښتون په نوم مو څومره افغانان بمبار کړل، افغانان يې ونیول، په شخصي زندانونو کې يې په شهادت ورسول، حتی په رسنیو کې يې په خپلو جنایتونو اعتراف وکړ چې ګویا ۵۰ شخصي زندانونه يې لرل او په زرګونه خلک يې وژلي دي، د شخصي زندانونو د جنایتونو  دوسیه تر اوسه پورې په حقوق بشر که موجوده ده چې ټ...
نور ولوله

بالاخره به مونږ ته يو پوروړی افغانستان په ميراث پریږدي!

ممتاز جهانگير   د ارګ ناکامو او بې ثباته مفسدو واکمنانو د ضعیف مديریت له وجې افغانستان له نړیوالو په ملیاردونو ډالر پوروړی دی، ارګ مېشت د دې توان نه لري چې خپل قرض نړیوالو ته بیرته ورکړي او نه يې په قصه کې دي، له بده مرغه دا هر څه دوی د مرستو په نامه راوړي او خپله یې حيف او ميل کړي دي. د نړۍ اقتصاد پوهان وایي چې افغانستان به په راتلونکي وخت کې د قرض نه ورکولو په خاطر د افلاس (Bankruptcy) په نوملړ کې شامل شي؛ د IMF او د اسيايي پراختیايي بانک په شمول د نړۍ ټولو بانکونو او هیوادونو نه قرضداري دي. د نړۍ اقتصادي او نظامي زبرځواکونه کوشش کوي چې په غریبو او جنګځپلو هیوادونه کې خپل لاسپوځي حکومتونو رامینځ ته ک...
نور ولوله

د حزب اسلامي سیاسي مبارزه د ولس په خیر دي

حزب اسلامي نه یوازې یو نظامي قوت دی، بلکې نړۍ یې اوس په یو فعاله منظم سیاسي قوت باندې پیژني، د حزب اسلامي سیاسي مبارزه او په څنګ کې فرهنګي او اجتماعي فعالیتونه د ولس په خیر دي؛ حزب اسلامي د اکثرو افغانانو په نماینده ګۍ د راتلونکې جمعې په ورځ سوله ييز لاریون ته چمتوالی نیولی دی، لکه څنګه چې ولسونه د دې حق لري چې په سوله ييزه توګه لاریون وکړي او د حکومتونو مسؤلیت  دا دی چې د قانون مطابق لاریون کوونکو ته درناوی وکړي او د لاریون لپاره امنیت تامین کړي. نو هیڅوک د لاریون کوونکو په مقابل کې د تهدید او یا د تحقیر حق نه لري، ولسونه هر وخت د دې توانايي لري چې خپل سوله يیز قوت وکاروي، دا ځکه چې دا حق ورته قانون ورکړی دی. څو ولسونه د لاریون له لارې خپ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک