په افغانستان کې ټول ولسونه د بین الافغاني جګړې په سبب یرغمل دي
ډیر په تأسف سره باید ووایو چې افغانانو سخت طلايي فرصتونه له لاسه ورکړل، او تراوسه پورې له خپلو بدرنکو تیروتنو عبرت نه اخلي.
د حکومت د پردي سیاست او غلطو پالیسیو له امله نن په افغانستان کې ټول ولسونه له یو بل بحران او بین الافغاني جګړې په سبب یرغمل دي، او د دوی له لاسه بیګناه افغانان په اور کې سوزي.
دا هغه څه دي چی موږ تل ورسره لاس او ګریوان یو.
حاکم نظام، سیاسي جهتونه، او بې کفایته مادیت پرسته، خودغرضه، د قدرت وږي، په نوم سياسي او قومي مشران، او مدني ځوانان کې دومره فهم بصیرت جرائت او شجاعت نه شته چې په دې شرایطو کې د خپلو ولایتونو ولسوالیو به رابطه یوه معقوله د حل لار ولټوي، څو دواړه لوري خپل ځوانان د مرګ ژوبلې او بدبختیو نه وژغوري. حکومتونه او پردیپال اشخاص خو هسې مؤقتي وي، یو ځي بل راځي خو د دوی لپاره څوک خپل قوم ولس نه پلوري او نه د خپلو خلکو په سرنوشت ملنډې او معاملې کوي. د مشرانو مکلفیت او مسؤلیت دا دی چې د خپل مینځي جګړو نه خلک وژغورې.
متاسفانه په دې شلو کلونو کې ځايي تش په نامه مشرانو خپلو ولایتونو او ولسوالیو کې د پردیو په لمسون او د دوی په وساطت دومره وحشتونه او بېګناه خلک ووژل شول چې اوس کور په کور، کلي په کلي دښمنۍ او بدۍ دي. په داسې حال چې له یو بل نه خپل غچ اخلي عُقده يي جکړه نسلونه تباهۍ سره مخ کوي.
مونږ په دې ښه پوهیږو چې دا جګړې، ظلم او وحشت هسې تصادف نه و، له بده مرغه د دې افغان وژنې لړۍ به تر یو وخت پورې دوام کوي. دا هغه څه دي چې د قوم ټیکدران باید خپلې غلطۍ جبران کړي او د دې ټولو بدبختیو غرامت په ځان ومني، ګنې دا جګړه به کور کلي ته غځیږي.
الله دې په افغانانو رحم وکړي.
