د قومي ملیشو جوړول بلکې د خپلمنځي نابودۍ، تباهۍ او ورور وژنې لامل کیږي
په افغانستان کې د پردیو پر مټ او وساطت د قومي ملیشو جوړول هېڅ د افغانستان او افغانانو په خیر نه دي، بلکې د خپلمنځي نابودۍ، تباهۍ او ورور وژنې لامل کیږي.
کله چې پردیپاله حکومتونه له خپلو بادارانو نهيلي شي. د هغوی حمایت له لاسه ورکړي او د جګړې په ډګر یواځې پاتې شي، بیا نو له مجبورۍ نورو ته د مرستې لاس غځوي، او د غلامۍ سر ورته خم کړي، څو د خپل ناوړه اقتدار د بقا او نامشروع سرمایې د تحفظ لپاره په هېواد کې اله ګوله او هرج مرج رامنځ ته کړي، او د خپل ناوړه اقتدار د دوام لپاره ټول ملت په ستونزو کې راګېر کړي.
روسانو عیناً ډاکتر نجیب سره همداسې چلند وکړ، او په نیمه لاره کې يې یواځې پرېښود. هغه هم د خپل نامشروع اقتدار د بقا لپاره د افغانستان په هر ولایت کې قومي ملیشې جوړې کړې. او هغوی ته يې نظامي غونډونه، اسلحې او امکانات په واک کې ورکړل. چې د بېلګې په توګه يې د دوستم ګلم جم ملیشه، د عصمت مسلم ملیشه، د جبار قهرمان ملیشه او د مجاهدینو په جامه کې د شورا نظار او پرچم ګډه ملیشه او همدا راز په پکتیا، ننګرهار، پکتیکا، لوګر او میدان وردګو کې له هر قوم نه د قومي ملیشو په نوم نظامي غونډونه او تشکيلات جوړ کړي وو. دا ټولې ملیشې د پښتنو په ولایتونو او ولسوالیو کې له خپلو مجاهدینو ورونو او قوميانو سره جنګیدل. ډاکتر نجیب به ورته ویل: چې، “سر يې زما او مال يې د تاسو” د دغو ملیشو له وجې په کابل کې د ډاکتر نجیب په اقتدار کې چور، چپاول او بربریت وو. د خلکو ناموس عزت په کې خوندي او مصؤن نه وو. دا هغه تريخ واقعيت وو، چې زما په شان ډېری هېوادوالو د سر په سترګو لیدلی. چې په نتیجه کې يې کابل لوټ شو او د همدې لوټ تالان بنياد د همدې قومي او سمتي مليشو پر مټ کېښودل شو او تر ننه يې افغانان د جنګ لمبو کې سوځي.
دا ځل په ارګ کی بعضې مغرضې کړۍ غواړي چې ورته حالت بيا تکرار شي او له دې لارې غواړي چې ورور وژنې ته دوام ورکړي. د ملیشو جوړولو تجربه ناکامه ده او بياځل په تکرار نه ارزي. د قومي ملیشو له لاسه افغانان له يو تور او تياره برخليک سره مخ دي، او نه بايد چې دا کار دوام پيدا کړي. له الله وویریږئ او نور پردي بچيان د خپل اقتدار له پاره مه وژنئ. که ډېر د جنګ شوقيان ياست، خپله د جګړې ميدان ته لاړ شئ او خپل بچيان هم درسره بوځئ.
زه د ټول افغانستان په ورونو قومونو او په ځانګړي ډول د پکتیا پر مشرانو، علماوو او ځوانانو غږ کوم چې نور د پرديپالو پر وعدو او خبرو فريب ونخورئ او داسې څه ونکړئ چې سبا ټول ملت او راتلونکي نسلونو ته مختوري وئ. او اجازه ورنکړئ چې ستاسې په قوم او ولس کې څوک د ورونو قومونو پر ضد مليشې جوړې کړي.
موږ په خپل درانه قوم کې نیک او پوه مشران لرو چې کولای شي له مليشو او ورور وژنې پرته يوه معقوله لاره انتخاب کړي او يو ټولمنلي جوړ جاړي ته ورسېږي.
