د بنين سیوان له خیانت او منافقت نه باید افغانان عبرت واخلي!
د الله تعالی په مرسته د افغانانو په لاس د روسانو شکست په نړۍ کې یوه تاریخي بریا وه، خو له بده مرغه ډیرو هیوادونو ته د افغانانو دغه د بریا سعادت د زغملو نه وه ویره او حراس يې دا وو چې که افغانان همداسې یو واحد متحد او قوي ملت پاتي شي، ممکن نړۍ ته او د منطقې هیوادونو ته خطر او د ازادۍ او استقلالیت لامل شي.
نړیوالو د افغانانو یووالي او دغه لوی افتخار پرضد توطيئو او دسيسو باندې لاس پورې کړو.
د حزب ا ا مشر، او د ډاکتر نجیب، تر مینځ چې کومه د سولې او نوي حکومت په اړه توافقنامه امضاء شوې وه، البته ټول جهادي مشران په کې دخيل وو، حال دا چې د ملل متحد له ادرسه بنین سیوان د دې پروسې لپاره ګمارل شوی و، حتی د امریکا، روس، او د ګاونډي هیوادونو په مصليحت یو منظم پلان ورکړی شوی و چې د حزب ا ا مشر، او د ډاکتر نجیب تر مینځ د سولې او د نوي حکومت د جوړولو پر ضد څنګه ګودتا ډيزاین کړي او او په ضمن کې د سولې پروسه سبوتاژ کړي، څو د حزب ا ا مشر، او ډاکتر نجیب دواړه په یو لوی بحران او توطئې کې ښکیل کړي او په خپل هدف کې بریالي نه شي؛ بنین سيوان له افغان ولس سره دوه لوی خیانتونه کړي، لومړې د سولې پر ضد ګودتا کې همکار و او ډاکتر نجیب يې سمدلاسه دیته مجبور کړو چې له خپل وخت نه مخکي استعفاء ورکړي چې کله يې استعفاء ورکړه په لوی لاس يې پرچمي جنرالانو او د احمد شاه مسعود ملیشو ته تسلیم کړ، د نجیب په وژلو کی بنین سیوان لاس و.
دوهم د حزب ا ا مشر پر ضد ټول متحد شول یو بلاک يې رامینځ ته کړو، له هماغه ځایه د دوی ټولو په خوښه د داخلي جګړې پیل شوې چې په نتیجه کې نه یوازې د سولې پروسه سبوتاژ شوه بلکی په زرګونه افغانان په شهادت ورسیدل.د دې ټولو بدبختیو لامل بنین سیوان و، دده په مرسته دا هر څه شوي دي.
افغانان دې داسې فکر نه کوي چې ګویا دا یو تصادف و، د نړیوالو دا یو منظم او ډیزاین شوی پلان و چې په نتیجه کې ډاکتر نجیب يې په خپله شورانظار او پرچمي جنرالانو په لاس ووژلوو او یوازې د نجیب مړی يې طالبانو ته په لاس ورکړ.
او بل د حزب ا ا پر ضد يې جګړه پیل کړه، د دې تر شا همدغه نړیوال او د منطقي ګاوڼډي هیوادونو لاس وو، بنین سیوان د نړیوالو په مصليحت د ډاکتر نجیب حکومت يې احمدشاه مسعود او پرچمي جنرالانو ته وسپارلوو.!
عجیبه خو دا ده چې بنین سیوان افغان ولس ته ۲۵ کاله وروسته ښکاره کیږي او د ډاکتر نجیب په غیاب کې څرګندونې کوي او اشرف غني ته اخطاریه ورکوي چې ګویا کټ مټ به د ډاکتر نجیب سناریو سره مخ کیږي، د جنايي ملیشو په رابطه هیځه نه وایی زما په اند بنین سیوان د خپلو بادارانو په امر باندې دغه څرګندونې کوي، جاسوس او غلام هر وخت د خپل بادار له ادرسه پیغامونه خپور وي او دا په خپله د جګړې شعارونه دي چې د نړیوالو په خوښه زمزمه کیږي.
اوس وخت د دې نه دی چې مونږ د چا يوې خبرو باندې وخت ضایع کړو.
دښمن کوشش کوي چې افغانان ځنګه په خپل مینځ کې سره مصروف وساتي او په مونږ باندې خپل شوم اهداف تطبیق کړي.
د افغانستان لپاره سوله او یووالی زموږ لومړیتوب دی
