No-IMG

افغانان په خپلو کې له سولې پرته بل بدیل نه لري

افغانان باید تر هر چا وړاندې د سولې او یووالي د ژمنتیا او لوالتیا روحیه باور په ځان کې ولري، ولس مو د هر څه نه سولې ته اړتیا لري، په خپلو کې پرته له سولې مونږ بل بدیل نه لرو؛ که د جنګ لپاره قرباني ورکولی شو بیا ولې د سولې په خاطر قرباني ته چمتوالی نه لرو؟

که هدف مو قدرت او اقتدار وي بیا نو ستاسو ټول شعارونه کړنې ژمنې دروغ دي دا ډول کړنې له ولس سره خیانت او دوښمنۍ په معنا دي.

ډیر په تأسف سره باید ووایم چې زمونږ بعضې پردیپاله تحملي اشخاص هسې په نوم افغانان په هیواد کې له سیاسې تقابل او بدرنګو معاملو څخه نه مړیږي، هر وخت د خپلو شعارونو او په افراطي مبالغو څخه کار اخلي، د دوی غلطو پالیسیو سیاستونو له امله ولسونه د جنګ په اور کې وسوزېدل، بې احساسه او وطن پلورونکي د جنګ لمبو ته نور هم لمن وهي او د افغانانو له وژلو خوند اخلي.

کاش چې دوی د جنګي شعارونو پر ځای د سولې په رابطه یوه پراخه ولسي طرحه او برنامه خلکو سره شریکه کړې وای، او بل ولسونه سره چې کومې ژمنې کړي د عملي کولو په اړه يې لږ څه اطمينان ورکړی وای، حال دا چې ولسونه تر ډیر وخت راهیسې د دوی کړو ژمنو عملي کیدو ته انتظار کوي.

په افغانستان کې نړیوالو او ګاونډي هیوادونو استخباراتي پروژې مشترکې دي، له بده مرغه  هغه څوک تحریک او مشهوروي او پانګونه پرې کوي چې هغه په نظام کې لوړپوړي چارواکي او د حلقې یو ځانګړې او مهمه کړۍ وي، څو په راتلونکي کې خپل کس په افغانانو باندې وتپي نوموړي ته لابي کوي د شهرت او مشهورتیا لپاره مواد او داسې شعارونه او تکتیکونه ترتیبوي چې د ولایتونو او ولسوالیو خلکو احساسات او جذبات پرې را وپاروي، دې ته يې مجبور کړي چې ډیر په اسانۍ سره پردي ډول ته ګډا وکړي، څو د غریب او جنګځپلي ولس په پاکو احساساتو په سر خپل هدف ته ځان ورسوي.!

بس یو طرف فقر شي بل طرف دې واکمنان ظالم او د اقتدار وژي شي.

الله دې په افغانانو باندې رحم وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک