No-IMG

د حکومت د غلطو سیاستونو له کبله هره ورځ سلګونو تنکي ځوانان وژل کېږي

په جګړه او سیاست کې معمول دادی، هغه چې ځان په کې کټونکې احساسوي، ګمان يې دا وي، چې ګواکې د ګټونکي هره خبره به اوریدل او منل کیږي. له بده مرغه خبر نه وي چې د جګړې ترشا د نړیوالو خپل شوم اهداف او پټ رازونه وي.

بل لور ته بيا د پرديپالو، ناکامو او بې ثابته دولتونو تمرکز یوازې په خپلو بادارانو او پر هغه اشخاصو وي، چې د پردیو په لاس روزل شوي وي. د ملت، هیواد او هېوادنيو ګټو په ارزښت نه پوهیږي او یوازې د خپلو شخصي ګټو او موقف ساتلو په فکر کې وي.

فکر نه کوم چې کرزی، غني، عبدالله او یونس قانوني په ملت کې د سولې، ثبات او د ملي یووالي ښه سابقه ولري، او باوري نه يم چې د دوی په شتون کې به افغانان د يوې پايدارې سولې شاهدان واوسي.

متأسفانه د دوی د غلطو پالیسیو، سیاستونو او جنګي شعارونو له امله نن په ټول افغانستان کې درګرده ولسوالۍ د مخالفينو په لاس سقوط کیږي. هره ورځ په سلګونو تنکي ځوانان وژل کېږي، او تاندې ځوانۍ رېبل کېږي. په زرګونو خلک د جګړې له وجې بې کوره او بې ځایه شوي. له لوږې، فقر او ناروغیو سره لاس او ګریوان دي.

ایا په داسې یو بدمرغه جنګي وضعیت کې به د ارګ دغه بې صلاحیته نمایشي پلاوی څنګه وتوانیږي چې روان ناورين ته د پای ټکی کېږدي او د دغې خونړۍ خپلمنځي جګړې د پای لپاره ټولو خواوو ته د منلو وړ یو سولييز بدیل منځ ته راوړي؟ په داسې حال کې چې نه د ملت غوڅ اکثریت په دې هیئت کې ونډه لري او نه هم داسې ټولشموله او جامع طرحه لري، چې ټولو ته د منلو او قناعت وړ وي. نو بناءً موږ مینحث د درېيمګړي او ولسي جهت په توګه له دواړو لوريو هیله کوو، چې د سولې روانه پروسه بې پرې، زړه سواند، منطقي او مسلکي مشرانو ته وسپارل شي، څو د افغانستان د اوسني وضعیت په رابطه يو سم او سنجيده تصميم ونيسي. مدعي په خپله نه جرګه کولای شي او نه پرته له درېيمګړي جهت او مرکچيانو موافقې ته رسېدلی شي. نو اړتيا ده چې د سولې په روانه پروسه کې هر افغان قسماً دخيل شي او نظر يې واورېدل شي، څو د ټول ملت په خوښه یوه معقوله او ټولمنلې تګلاره منځ ته راشي. نور بايد د قدرت د تصاحب لپاره د هېڅ یو افغان وينه تويه نه شي او ټول افغانان په ګډ کور افغانستان کې د ورونو په څېر يو سولیيز ژوند وکړي.

 موږ سوله غواړو. سوله د ټولو افغانانو هيله او آرزو ده. موږ د سولې حمايت کوو او له جګړې کرکه لرو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک