افغانستان د نړیوالو د جنګ او د پرمختللو اسلحو د استعمال میدان جوړ شوی
متاسفانه افغانستان د نړیوالو د جنګ او د پرمختللو اسلحو د استعمال میدان جوړ شوی.
هغه ورځ د امریکا لوړپوړي چارواکي کانګریس ته وویل: مونږ د تیرې شوې شل کلنې جګړې په رابطه بحث نه کوو او نه خپل وخت ضایع کوو، غواړو چې راتلونکې شل کلنې جګړې ته خپل چمتوالی ونیسو، په داسې حال کې چې مونږ له ډیرو ننګونو سره مخ یوو.
د امریکا ولسمشر جو باېډن اداره د چین، روس، شمالي کوریا، ایران، د اوږده واټن د توغندیو په رابطه خورا ډیر د خواشينۍ او د ګواښونو احساس کړی، دوی اوس په نويو ستراتیژيو باندې بوخت دي.
له بلې خوا د امریکا دفاع وزارت پلان لري چې په راتلونکو څو میاشتو کې د خپلو توغندیو دفاعي پالیسیو ، ستراتیژیو او وړتیاو ته له سره بیا کتنه پیل کړي. د اټومي، توغندیو او د دفاعي سیستم په نوې تګلاره باندې کار کوي. د امریکا دفاع وزیر آسټین کانګریس ته وویل چې د دفاع وزارت هڅو ته پاملرنه وکړي ترڅو چین د هیواد لومړی نمبر ننګونې په توګه وپیژني.
له بده مرغه دوی خپل اقتصادي نظامي رقابتونه په غريبو بې وسو هیوادونو کې کوي.
