د محسن امين لیکنی

د امارت د راتګ نه وروسته، د ګمرک په ټولو بنادرو کې د پام وړ اصلاحات راغلي

د تحقیق یوې نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې د امارت د راتګ نه وروسته، د ګمرک په ټولو بنادرو کې د پام وړ اصلاحات راغلي. ۱.۴ میلیارده ډالر چې د جمهوریت مرکزي حکومت نشو راټولولی، هغه عواید اوس د مالیې وزارت مرکزي سیستم ته تادیه کیږي. پخوا به محلي زورواکو د تجارت د اموالو څخه رشوت او باج اخیسته او لسګونه چیک پواینټونه جوړ شوي ول، اوس هغه ټول د منځه تللي. د جمهوریت په وخت کې، د حیرتان څخه تر کابل پورې ۳۲ چیک پواینټونه ول او محلي زوراکي پرې واکمن ول، امارت هغه ټول دمنځه یوړل. اوس یوازې د ولایاتو په مراکزو کې (چاریکار، پلخمري او ایبک) کې ۳ چیک پواینټه دي. د جمهوریت پرمهال، په چیک پواینټونو کې ۶۵۰ میلیونه ډالر د سوداګرو څخه غیر قانوني پیسې اخیستل کیدې...
نور ولوله

فلسطین د مسلمانانو لپاره د عقیدې موضوع ده

فلسطین د مسلمانانو لپاره د عقیدې موضوع ده. په قران کریم کې بار بار راغلي چې الله تعالی دغه ځمکه مبارکه ګرځولي. الله تعالی ورته الارض المقدسة ویلي، یعني دا ځمکه سپیڅلې ځمکه ده. د څلور زره کالو راهیسې دا ځمکه د پیغمبرانو او وحي سره تړلي ده. داسې یو لویشت خاوره به القدس کې نه وي چې هلته کوم پیغمبر ناسته نه وي کړي یا پرې ګرځیدلی نه وي. زموږ پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم په اقصی کې ګرځیدلی، هلته یې لمونځ کړی. په احادیثو کې راغلي چې مسلمانان د تبرّک او ثواب لپاره القدس ته تللی شي. په یو بل حدیث کې راغلي که څوک القدس ته لاړ او مسجد الاقصی کې یې دوه رکعته لمونځ وکړ، الله تعالی به یې ګناهونه داسې معاف کړي لکه تازه چې د مور نه زیږدلی وي. مسجد الاقصی د مسلمانانو لومړنۍ قبله وه، څه باندې ۱۳ کال...
نور ولوله

د بې کیفیته خوراکي توکو او احتکار مخنیوی هم په امر بالمعروف او نهي عن المنکر کې راځي

شیخ الاسلام ابن تیمیة رح په خپل کتاب (الحسبة في الاسلام) کې وایې چې د امر بالمعروف و النهي عن المنکر مقصود او اطلاق د ژوند په ټولو برخو کې دی، نه یوازې په عباداتو کې. هغه وایې په بازار کې د بې کیفیته خوراکي توکو او احتکار مخنیوی هم په امر بالمعروف او نهي عن المنکر کې راځي. د اجناسو د نرخ کنټرول هم پکې شامل دي. شیخ الاسلام وایې چې د حکومت په مالي سیستم کې د دوکې مخه نیول او خلک خپلو مالي مسوولیتونو ته متوجه کول په امر بالمعروف او نهي عن المنکر کې راځي، او داسې نور ډیر مثالونه یې وړاندې کړي، لکه د درمل او کیمیاوي توکو د کیفیت څارنه او وغیره. طالبانو دا وزارت رامنځته کړ، خو تراوسه یې کومه لائحه وظایف یا مقررة خلکو سره نده شریکه کړي چې محتسبین به څه کوي او خلک...
نور ولوله

نعم البدعة هذه - د عمر رض ښه بدعت

کله چې عمر رض ولیدل چې په نبوي جومات کې ګڼ شمیر خلک هرې خوا ځانته د تراویح (قیام اللیل) لمونځ کوي، نو ويې ویلي چې ایا دا به ښه نه وي چې دا ټول د یو امام شاته راټول شي او په ګډه لمونځ وکړي. ابي بن کعب رض یې د خلکو امام وټاکه او ویې ویلي چې دا ښه ده چې خلک په ګډه قیام اللیل وکړي، خو هغه خلک چې اوس ویده دي د دغو نه چې جومات کې راټول شوي، غوره دي، ځکه هغوي د شپې په اخره برخه کې راپاڅیږي او لمونځ کوي. علماء وایې چې عمر رض خپله هم کور کې د تهجدو په وخت کې تراویح کولي. د عمر رض د خلافت په وروستیو کلونو ډیر خلک تراویح ته راتلل چې ډیر شمیر کې یې ښځې وي. عمر رض یو امام سړیو ته وټاکه او یو یې ښځو ته او د تراویح شمیر یې د اتو رکعاتو څخه شلو ته لوړ کړ تر څو خلکو ته اسا...
نور ولوله

علماء وايي په یو ورځ اختر کول مسلمانانو کي يووالی راولي

تیر کال روژه کې چې ما د شوال د میاشتې په اړه د اسټرونومۍ یا د ستورپوهنې ویبسایټونو کې معلومات لیدل نو ورسره مې د راتلونکې کال د اختر د میاشتې د زیږیدو په اړه هم ولوستل. همدارنګه، نن چې روژه اعلان شوه، نو په ویب سایټونو کې راغلل چې سږ کال اختر به کله وي. د ستورو ریاضیکي محاسباتو دا ښودلي چې کوچنی اختر به د دوشنبې په ورځ د می میاشت په دوهمه نیټه وي، او دا ناممکنه ده چې د شوال میاشت د شنبې په ماښام ولیدل شي. همدارنګه، راتلونکې کال روژه د پنجشنبې په ورځ د مارچ ۲۳ نیټه ده، او راتلونکې کال کوچنی اختر د جمعې په ورځ د اپریل په ۲۱ تاریخ دی. د ډیر پخوا څخه علماوو ویلي چې د ستورو ریاضیکي محاسبه د یقین تر کچې رسیدلي او باید باور پرې و...
نور ولوله

د خلکو څخه داسې پوښتنې وکړئ چې په نیک کارونو کې یو بل سره سیالي وکړي

ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې یو مازیګر رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ نه پوښتنه وکړه چې تاسو کې نن څوک روژه وو؟ ابو بکر رضي الله عنه ځواب ورکړ چې یا رسول الله، زه روژه یم. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چې تاسو کې نن چا د جنازې لمونځ کړی؟ ابو بکر رضي الله عنه ځواب ورکړ چې یا رسول الله، ما کړی. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چې تاسو کې نن چا یو غریب او بیوزله ته ډوډۍ ورکړي؟ ابو بکر رضي الله عنه ځواب ورکړ چې یا رسول الله، ما نن یو بیوزله ته ډوډۍ ورکړي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چې تاسو کې نن څوک د یو مریض (ناروغ) پوښتنې ته ورغلی؟ ابو بکر رضي‌ الله عنه ځواب ورکړ چ...
نور ولوله

د افغانستان د اصلاح او تعلیمي پرمختګ لپاره د سيد جمال الدين افغان نسخه ډیره اغیزمنه وه

کله چې علامه سید جمال الدین افغان وفات شو، شاګرد یې شیخ محمد عبده خپل شاګرد شیخ رشید رضا ته یو لیک ولیږه. پدې لیک یې د سید جمال الدین افغان په اړه دا جملې ولیکلي: “هغه زما د پلار په څیر وو، پلار مې راته یو داسې ژوند راکړ چې زه یې د خپلو وروڼو او خویندو سره ونښلولم، خو استاذ مې راته داسې ژوند راکړ چې زه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم، نورو پیغمبرانو، اولیاء او صالحینو سره ونښلولم.” علامه افغان سید د ریفورم، اصلاح او د مسلمانانو د ویښتابه سرلاری او په معاصر وخت کې د اکثره مسلمان مفکرینو لپاره الهام بښونکی او لوری ټاکوونکی کس وو. ډیرو هیوادونو ته لاړ، په هر هیواد کې یې داسې کار وکړ چې د هی...
نور ولوله

د افغانستان د ایرو کال – عمر رض، نیکسن او کارټر څه ډول بحرانونه مدیریت کړل؟

اتلسم هجري کال د لوږې، قحطۍ، وباء، مرضونو او د وچکالۍ له امله د ایرو په کال نومول شوی. دا د عمر رضي الله عنه د خلافت پنځم کال ؤ. تاریخ لیکونکي وایې چې د وچکالۍ له امله د ځمکې مخ د ایرو په څیر شوی ؤ. تیز بادونو به د ایرو په څیر ریګونه د خلکو کورونو ته راوړل. د خلکو مخونه تور او سپیره شوي ول. د عمر رضي الله عنه مخ د لوږې او کمزورۍ نه بدل شوی ؤ. د حجاز د مختلفو سیمو نه خلک د مدینې پر لور وکوچیدل، تر څو د خپلې بیوزلۍ کیسې عمر رض ته ور ورسوي. ناهیلې او بیوسې پر مسلمانانو خوره وه. ویل کیږي چې په زرګونو کورنیو د مدینې شاخوا خیمې وهلي وي تر څو د مدینې خلک ورسره مرسته وکړي، خپله د مدینې ښار قحطۍ او وچکالۍ ځپلی ؤ. څاروي داسې کمزوري شوې ول چې د حلالولو نه وروسته هم چ...
نور ولوله

افغانستان کنګل شوي ۹.۵ میلیارده ډالر بیرته مرکزي بانک ته وسپارل شي

د افغانستان د بانکي سیستم د ژغورنې لپاره دا اړینه ده چې د افغانستان کنګل شوي ۹.۵ میلیارده ډالر بیرته مرکزي بانک ته وسپارل شي. ځینې ملګري د دولت د مصارفو او د بانکونو د لیکویډیټي د ستونزې ترمنځ تفکیک نشي کولای. هغوي دا استدلال کوي چې که چیرې دا زیرمې خوشي شوي، نو د ملي بودیجې د لارې به مصرف شي. دا دوه جدا پروسې دي او مغالطه پکې نده پکار. د لیکویډیټي د بحران د مدیریت یا د تجارتي بانکونو د نقدو پیسو د ستونزې حل یوازې پدې کیږي چې مرکزي بانک خپلو زیرمو ته لاسرسی پیدا کړي او بانکونو ته ډالر او افغانۍ د پخوا په څیر عرضه کړي. هغه دوستان چې دا وایې چې کنګل شوي زیرمې دي نه را خوشي کیږي، هغوي په هغو منفي عواقبو ندي خبر چې دا بحران یې ...
نور ولوله

جعلي خبرونه او زموږ ټولنه

د ۲۰۱۶ کال نیمایې وو، امریکا کې د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره مناظرې او بحثونه روان ول. ماته ځینې امریکایې ملګرو وویلي چې موږ په سوشل میډیا باندې د جعلي او کاذبو خبرونو نشر ډیر ورخطا کړي یو. د خلکو په منځ کې لکه د ځنګل د اور په څیر په تیزۍ سره خپریږي. نه پوهیږو څه ډول یې کنټرول کړو؟ هغوي وویلي چې شاید دا په امریکا کې د ملت سازۍ او د ولسواکۍ د پاي پیل وي. ما ډیر تعجب وکړ. ما ترینه پوښتنه وکړه چې ایا جعلي خبرونه او درواغ دومره اغیز درلودلی شي چې د خلکو فکر منحرف کړي، ولسواکي وګواښي او د هیواد په زیان تمام شي، هغه هم په سوشل میډیا باندې؟ هغوي وویلي، هو، د سوشل میډیا جعلي خبرونه او درواغ هر ډول فکرونه، انګیرنې او نهادونه نړولای شي. ما په ۲۰۱۶ کال کې دا موضوع دومره...
نور ولوله

حکومتداري باید په ډیر حکمت سره وشي

کله چې د عمر رضي الله عنه د خلافت په وخت کې د فارس او د روم د امپراطوریو ډیرې برخې فتحه شوې، نو مسلمانانو ته په لنډ وخت کې ستره جغرافیه د موجوده بیروکراسۍ، اقتصادي او کلتوري نظامونو سره لاس ته ورغله. عمر رضي الله عنه او مشرانو صحابه کرامو دلته د ډیر نبوغ او ځرکتیا څخه کار واخیست. هغوي پوهیدل چې نه مسلمانانو سره دومره بشري قوه شته چې دا بیروکراسي وچلوي او نه ورسره تخنیکي پوهه او امکانات شته چې اداري او مالي سیستمونه په خپله مدیریت کړي. هغوي د دواړو امپراطوریو بیروکراسي په خپل حال پریښوده، مامورین، مسلکي خلک او هر څه یې خپل کار ته پریښودل، دوي یوازې عمومي لارښوونې ورته وکړي چې خپل کار د اسلام د غوښتنو سره برابر کړي. په لومړیو...
نور ولوله

اوس وخت کي تمرکز بايد د ادارو په ساختار او د پروسو په شفافیت باندې وي

زما د تیرو شلو کالو ارزونه دا وایې چې تر هغه وخته چې د نهادونو ساختار او پروسې درستې شوې نه وي، په شفافیت او حسابدهۍ ولاړې نه وي، د اداري په راس کې چې هر څومره مسلکي کس ناست وي، هیڅ ګټه نه کوي. پداسې نهادونو کې هغه خلک هیواد ته ډیر زیان رسولی شي چې د دوکتورا او ماسترۍ په لرلو سره افغانستان ته ژمنتیا ونلري او نیت یې د غلا او فساد وي. د مسلکي غل څخه چې د نهاد مشري وکړي، په اوسنیو شرایطو کې غیر مسلکي صادق او امانت داره کس ډیر ځله غوره دی. له بده مرغه، ډیری ځوانان چې په غرب کې یې ماسترۍ وکړي، د پراشوټي افغان ډایسپورا د ځینو مغرضو اشخاصو سره یې لاسونه یو کړل او په فساد او چور روږدي شول. دا ناکامه تجربه بیا تکرارول به یو خیانت وي. ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک