نعم البدعة هذه - د عمر رض ښه بدعت
کله چې عمر رض ولیدل چې په نبوي جومات کې ګڼ شمیر خلک هرې خوا ځانته د تراویح (قیام اللیل) لمونځ کوي، نو ويې ویلي چې ایا دا به ښه نه وي چې دا ټول د یو امام شاته راټول شي او په ګډه لمونځ وکړي.
ابي بن کعب رض یې د خلکو امام وټاکه او ویې ویلي چې دا ښه ده چې خلک په ګډه قیام اللیل وکړي، خو هغه خلک چې اوس ویده دي د دغو نه چې جومات کې راټول شوي، غوره دي، ځکه هغوي د شپې په اخره برخه کې راپاڅیږي او لمونځ کوي. علماء وایې چې عمر رض خپله هم کور کې د تهجدو په وخت کې تراویح کولي.
د عمر رض د خلافت په وروستیو کلونو ډیر خلک تراویح ته راتلل چې ډیر شمیر کې یې ښځې وي. عمر رض یو امام سړیو ته وټاکه او یو یې ښځو ته او د تراویح شمیر یې د اتو رکعاتو څخه شلو ته لوړ کړ تر څو خلکو ته اساني رامنځته شي.
علماء وایې د دې کار څخه د عمر رض هدف دا وو چې خلکو ته لمونځ اسانه شي او هر څومره یې چې زړه غواړي همغومره رکعته تراویح په جمعه وکړي، ځکه په شل رکعاتونو کې سلام اړول زیاتیږي او خلک د خپل حالت او طبیعت مطابق تراویح کولای شي.
ټولو مذاهبو پدې اتفاق کړی چې د تراویحو لمونځ مؤکد سنت دي او شمیر یې مستحب دی، ځکه تراویح نفلي لمونځ دی او شمیر یې فرض یا واجب کیدلای نشي.
