No-IMG

فلسطین د مسلمانانو لپاره د عقیدې موضوع ده

فلسطین د مسلمانانو لپاره د عقیدې موضوع ده. په قران کریم کې بار بار راغلي چې الله تعالی دغه ځمکه مبارکه ګرځولي. الله تعالی ورته الارض المقدسة ویلي، یعني دا ځمکه سپیڅلې ځمکه ده. د څلور زره کالو راهیسې دا ځمکه د پیغمبرانو او وحي سره تړلي ده. داسې یو لویشت خاوره به القدس کې نه وي چې هلته کوم پیغمبر ناسته نه وي کړي یا پرې ګرځیدلی نه وي. زموږ پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم په اقصی کې ګرځیدلی، هلته یې لمونځ کړی. په احادیثو کې راغلي چې مسلمانان د تبرّک او ثواب لپاره القدس ته تللی شي. په یو بل حدیث کې راغلي که څوک القدس ته لاړ او مسجد الاقصی کې یې دوه رکعته لمونځ وکړ، الله تعالی به یې ګناهونه داسې معاف کړي لکه تازه چې د مور نه زیږدلی وي.

مسجد الاقصی د مسلمانانو لومړنۍ قبله وه، څه باندې ۱۳ کاله رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو القدس خپله قبله ګرځولي وه. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل لومړنی لمونځ کوه نو جبرائیل علیه السلام ورته وویلي چې الاقصی خواته لمونځ وکړه.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د الاقصی څخه اسمان ته خیژول شوی.

د مسلمانانو لپاره دا سپیڅلې او مقدسة ځمکه ده. ۱۳۰۰ کاله مسلمانان دلته اوسیدلي، د هغه ځاي محلي خلک چې د ۵۰۰۰ کالو څخه هلته میشت ول، اسلام قبول کړ او تراوسه هلته اوسیږي. د فلسطین مسلمانان او عیسویان هلته زر کاله یا دوه زره کاله مخکې ندي تللي، بلکې د ۵۰۰۰ کالو راهیسې هلته میشت ول. اوس په زوره ویستل کیږي.

سل کاله مخکې فلسطین د عثماني خلافت تر واکمنۍ لاندې وو، عیسویان، یهودان او مسلمانانو پکې یو ځای په ارامه ژوند کوه او هر کس خپلو عبادتځاینو ته تللی شو.

د لومړۍ نړیوالې جګړي په ترڅ کې، کله چې انګریزانو فلسطین د عثماني خلافت څخه ونیوه، نو د فلسطین ځمکه یې د بالفور د اعلامیې په اساس زاینستانو ته ورکړه. انګریزانو د هنري مکماهن د لارې عربانو سره هم وعده کړي وه چې فلسطین به بیرته عربانو ته ورکوي، خو انګریزانو وعده خلافي وکړه. زاینستانو په انګریزانو فشار راوړ چې د یهودو د اوسیدو لپاره فلسطین ورکړي. انګریز چارواکي خبر ول چې دا به د مسلمانانو او یهودو ترمنځ ستر او دایمي جنجال جوړ کړي. انګریزانو زاینستانو ته وړاندیز وکړ چې په افریقا کې یوګانډا یا ګانا کې پراخه ځمکې ورکړي او هلته د اسرائیلو هیواد تاسیس کړي. زاینستانو وویلي چې د فلسطین څخه پرته موږ بله ځمکه نه غواړو.

دا پوښتنه چې انګریزانو ولي د زاینستانو خبره ومنله یا یې څه مجبوریت درلود، پدې اړه مختلف نظرونه راغلي چې یوې بلې لیکنې کې به پرې بحث وکړو.

خو په اخر کې انګریزانو د بالفور د اعلامیې له مخې په ۱۹۱۷ کال کې زاینستانو ته اجازه ورکړه چې یهودان د فلسطین په خاوره کې میشت کړي. د زاینستانو لخوا روزچایلډ او کیم وایزمین دا مذاکرات مخې ته وړل او په انګریز چارواکو یې فشار راوړی وو چې ارومرو دا کار وکړي.

د ۱۹۲۰ څخه نیولي تر ۱۹۴۸ پورې د زاینستانو په مرسته د نړۍ د ګوډ ګوډ څخه یهودان راوړل کیدل او فلسطین کې په زور او تاوتریخوالي سره یې ځمکې غصبولي. په ۱۸۹۷ کال کې چې د زاینزم د تاسیس کال وو، په فلسطین کې یوازې ۳٪ یهودان اوسیدل، ۸۵٪ مسلمانان ول او پاتي نور عیسویان. خو زاینستانو په تیزۍ سره دا ډیموګرافیک تغیر کړل. په ۱۹۳۳ کال کې د یهودانو فیصدي ۱۵٪ ته لوړه شوه، چې شمیر  یې ۱۳۰ زره وو. د ۱۹۳۳ کال نه وروسته په اوروپا کې د هټلر د را پیدا کیدو سره زاینستانو د یهودانو راتګ فلسطین ته چټک کړ. په لس کالو کې ۵ لکه یهودان فلسطین ته لاړل. دې یهودانو به په زور او تاوتریخوالي سره د فلسطینیانو ځمکې نیولي. د پیل څخه یهودانو د انتهاهي وحشت څخه کار اخیست. د فلسطینیانو کلي او باغونه به یې ویجاړ کړل، قتل عامونه به یې کول، د شپې به بریدونه کول, د ورځې لخوا به چې نارینه خپلو پټیو ته د کرنې لپاره لاړل، یهودانو به په کلي یرغل یوړ او ښځې او ماشومان به ټول ووژل. یوه ډیره زړه بوږنونکي پیښه چې په تاریخ کې ثبت شوي هغه د دیر یاسین فاجعه او قتل عام دی. دا قتل عام د زاینستانو لخوا د اپریل میاشتې په نهمه په ۱۹۴۸ کال ترسره شوه. تقریباً ۱۲۰ فلسطیني کلیوال سړي، ښځې او ماشومان یې قتل عام کړل او دیر یاسین کلی یې تخلیه کړ. داسې په لسګونو قتل عامونه ترسره شوي. د دې قتل عام نه یوه میاشت وروسته لومړۍ النکبة ترسره شوه. النکبة د فلسطین په تاریخ کې توره ورځ ده. ۸ لکه فلسطینیان د خپلو کورونو څخه وویستل شول او د خپلو کلیو نه وشړل شول. په زرګونو فلسطینیان ووژل شول. دا کار زاینستانو ځکه کوه چې د فلسطین د خلکو په زړونو کې ویره خپره کړي او خپله خاوره پریږدي او وتښتي.

لیکنه رانه اوږده شوه، ان شاء الله راتلونکې لیکنه کې به د اسرائیلو رامنځته کیدل، د انګریزانو منافقت، د عربي هیوادونو په بیغیرتۍ او خیانت په اړه بحث وکړو او ولي تراوسه د دې کشالې حل ندی رامنځته شوی.

یوه اساسي خبره چې مسلمانانو سره مطرح ده هغه د اسرائیلو د هیواد نامشروعیت دی. مسلمانان، په ځانګړي ډول فلسطینیان د اسرائیلو د هیواد رامنځته کیدل غیر مشروع ګڼي او دې کار ته د اشغال او استعمار په سترګه ګوري. مسلمانان دا وایې چې دا خاوره د فلسطینیانو ده او زاینستانو ترې غصب کړي. فلسطینیان یې په زوره د خپلو کورونو او باغونو څخه ویستلي او دوي پرې قبضه کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک