No-IMG

اوس وخت کي تمرکز بايد د ادارو په ساختار او د پروسو په شفافیت باندې وي

زما د تیرو شلو کالو ارزونه دا وایې چې تر هغه وخته چې د نهادونو ساختار او پروسې درستې شوې نه وي، په شفافیت او حسابدهۍ ولاړې نه وي، د اداري په راس کې چې هر څومره مسلکي کس ناست وي، هیڅ ګټه نه کوي.

پداسې نهادونو کې هغه خلک هیواد ته ډیر زیان رسولی شي چې د دوکتورا او ماسترۍ په لرلو سره افغانستان ته ژمنتیا ونلري او نیت یې د غلا او فساد وي. د مسلکي غل څخه چې د نهاد مشري وکړي، په اوسنیو شرایطو کې غیر مسلکي صادق او امانت داره کس ډیر ځله غوره دی.

له بده مرغه، ډیری ځوانان چې په غرب کې یې ماسترۍ وکړي، د پراشوټي افغان ډایسپورا د ځینو مغرضو اشخاصو سره یې لاسونه یو کړل او په فساد او چور روږدي شول. دا ناکامه تجربه بیا تکرارول به یو خیانت وي.

په اوس وخت کې ژمن او رښتیني خلک په کار دي چې د نهادونو مشري وکړي، کله چې پروسې شفافه شوي، د حسابدهۍ میکانیزم معلوم شو، بیا دي په تدریجي توګه مسلکي خلک د رهبرۍ پوستونو ته راوړي. په اوس وخت کې تمرکز باید د ادارو په ساختار او د پروسو په شفافیت باندې وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک