افغانستان کنګل شوي ۹.۵ میلیارده ډالر بیرته مرکزي بانک ته وسپارل شي
د افغانستان د بانکي سیستم د ژغورنې لپاره دا اړینه ده چې د افغانستان کنګل شوي ۹.۵ میلیارده ډالر بیرته مرکزي بانک ته وسپارل شي.
ځینې ملګري د دولت د مصارفو او د بانکونو د لیکویډیټي د ستونزې ترمنځ تفکیک نشي کولای. هغوي دا استدلال کوي چې که چیرې دا زیرمې خوشي شوي، نو د ملي بودیجې د لارې به مصرف شي.
دا دوه جدا پروسې دي او مغالطه پکې نده پکار. د لیکویډیټي د بحران د مدیریت یا د تجارتي بانکونو د نقدو پیسو د ستونزې حل یوازې پدې کیږي چې مرکزي بانک خپلو زیرمو ته لاسرسی پیدا کړي او بانکونو ته ډالر او افغانۍ د پخوا په څیر عرضه کړي.
هغه دوستان چې دا وایې چې کنګل شوي زیرمې دي نه را خوشي کیږي، هغوي په هغو منفي عواقبو ندي خبر چې دا بحران یې پر مالي او د بانکدارۍ پر سیستم لري.
مستقیم اغیز یې پر عامو خلکو دی، ځکه سوداګر نقدو پیسو ته لاسرسی نلري، واردات نشي کولای، مارکیټ کې خوراکي توکې کمیږي او قیمتونه یې لوړیږي او په اخر کې شدید انفلاسیون او قحطي رامنځته کیږي.
ملګري ملتونه، د مرکزي بانک پخواني چارواکي او نړیوال متخصصین ټول دا وایې چې د افغانستان کنګل شوي زیرمې باید را خوشي شي تر څو د انساني ناورین مخه ونیول شي، خو دا ښاغلي وایې چې نه، ندي را خوشي کیږي.
