د افغانستان د اصلاح او تعلیمي پرمختګ لپاره د سيد جمال الدين افغان نسخه ډیره اغیزمنه وه
کله چې علامه سید جمال الدین افغان وفات شو، شاګرد یې شیخ محمد عبده خپل شاګرد شیخ رشید رضا ته یو لیک ولیږه. پدې لیک یې د سید جمال الدین افغان په اړه دا جملې ولیکلي:
“هغه زما د پلار په څیر وو، پلار مې راته یو داسې ژوند راکړ چې زه یې د خپلو وروڼو او خویندو سره ونښلولم، خو استاذ مې راته داسې ژوند راکړ چې زه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم، نورو پیغمبرانو، اولیاء او صالحینو سره ونښلولم.”
علامه افغان سید د ریفورم، اصلاح او د مسلمانانو د ویښتابه سرلاری او په معاصر وخت کې د اکثره مسلمان مفکرینو لپاره الهام بښونکی او لوری ټاکوونکی کس وو.
ډیرو هیوادونو ته لاړ، په هر هیواد کې یې داسې کار وکړ چې د هیواد لوری یې پرې تغیر کړ او د خلکو په افکارو کې ژور بدلون راوست.
هغه نه یوازې په مسلمانانو اغیز درلود، بلکې د ټول ختیځ په اوسیدونکو یې تاثیر درلود. د غرب د استعمار په مقابل کې یې ټول ختیځوال له خوبه را ویښ کړل. هغه که د هند د ازادۍ غورځنګ دی، هغه که د سني او شیعه یووالی دی، هغه که د مصر ازادي ده، هغه که د عثماني خلافت اصلاح او ترمیم دی، په ټولو برخو کې یې د پام وړ کارونه وکړل.
د افغانستان د اصلاح او تعلیمي پرمختګ لپاره یې نسخه ډیره اغیزمنه وه.
تر ټولو مهمه, هغه په ډیر تیاره او مایوسه وخت کې د ویښتابه غږ را پورته کړ. د ویښتابه غږ یې ډیرې هیلې له ځان سره لرلي. د ازادۍ او خپلواکۍ هیلې. په ځان باندې د بسیا کیدو هیلې. د ذلت او بیوسۍ د ژوند څخه د خلاصون هیلې.
د همدغو هلو ځلو پایله وه چې د محمد عبده، رشید رضا، مولانا حسین مدني، محمد اقبال، مولانا ابو الکلام ازاد، شهید حسن البناء او مولانا مودودي په څیر شخصیتونه یې را پورته کړل او د ویښتابه او اصلاح کاروان یې پراخه او دوامداره وساته.
