No-IMG

حکومتداري باید په ډیر حکمت سره وشي

کله چې د عمر رضي الله عنه د خلافت په وخت کې د فارس او د روم د امپراطوریو ډیرې برخې فتحه شوې، نو مسلمانانو ته په لنډ وخت کې ستره جغرافیه د موجوده بیروکراسۍ، اقتصادي او کلتوري نظامونو سره لاس ته ورغله.

عمر رضي الله عنه او مشرانو صحابه کرامو دلته د ډیر نبوغ او ځرکتیا څخه کار واخیست. هغوي پوهیدل چې نه مسلمانانو سره دومره بشري قوه شته چې دا بیروکراسي وچلوي او نه ورسره تخنیکي پوهه او امکانات شته چې اداري او مالي سیستمونه په خپله مدیریت کړي.

هغوي د دواړو امپراطوریو بیروکراسي په خپل حال پریښوده، مامورین، مسلکي خلک او هر څه یې خپل کار ته پریښودل، دوي یوازې عمومي لارښوونې ورته وکړي چې خپل کار د اسلام د غوښتنو سره برابر کړي.

په لومړیو کې د صحابه کرامو ټول تمرکز پدې باندې وو چې څه ډول د خلکو زړونه وګټي، او د اسلام د پیغام څخه یې خبر کړي.

د فارس او روم خلکو چې کلونه کلونه یې د ظلم او تیري لاندې ژوند کړی وو، او واکمنانو یې شپیلولي ول، نو د مسلمانانو چلند حیران کړل. د خلکو تجارت، زراعت او بازار کې راکړه ور کړه هر څه نورمال شول، زورواکو په بیوزله باندې تیری نشو کولای. خلکو ولیدل چې مسلمانان یې په کلتور، لباس، رواجونو او خوراک او څښاک سره هیڅ کار نلري. خلکو ولیدل چې د دوي په سر باندې مقرر شوي والیان د ښار تر ټولو غریب او بیوزله خلک دي، یوازې یو جوړ جامي لري، او کور کې غله او دانه نلري، نه غلا کوي او نه نور خلک غلا ته پریږدي. د سعید بن عامر، ابو عبیدة عامر بن الجراح، او د نورو والیانو د خاکسارۍ او بیوزلۍ کیسې تراوسه خلک ژړوي.

همدا علت وو چې خلک د اسلام په حقانیت پوه شول او ډلې ډلې په خپله خوښه مسلمانان شول.

د عمر رضي الله عنه د وخت نه نیولې تر عبدالملک بن مروان تر وخته پورې (تقریباً ۵۰ کاله) د اداري نظام یا د بیروکراسۍ رسمي ژبه فارسي وه. د فارس او د بیزنطین د امپراطوریو سکې چلیدلي، د ټول مالي سیستم حساب کتاب غیر عربو سره وو او په فارسي باندې لیکل کیده. اداري او مالي کارمندان اکثره د فارس او روم خلک وو. مسلمان واکمنانو د سیستم په بدلون کې د بیړي څخه کار وانخیست، بلکې کوښښ یې وکړ چې سیستم جاري وساتي او ترڅنګ یې مسلکي زده کړي پکې وکړي.

عبدالملک بن مروان ۵۰ کاله وروسته اداري او اقتصادي سیستم عربي ژبې ته واړوه، او د لومړي ځل لپاره یې د مسلمانانو خپله سکه جوړه کړه.

که چیرته عمر رض یا عثمان رض یا علي رض او یا نورو اموي واکمنانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې پدې تمرکز کړی واي چې بیروکراسي یا اداري سیستم او دیوانونه تغیر کړي، او د اقتصادي نظام ټول سجل او حساب کتاب عربي ته راوړه وي او یا د کافرانو پر ځای مسلمانان مقرر کړي، نو شاید سیستم ترینه شړیدلی واي، ځکه یې هر څه پخپل حال پریښودل، دوي یوازې د نظارت او کنټرول سیستم جوړ کړ چې څوک په چا زیاتی ونه کړي.

۵۰ کاله وروسته چې کله مسلمانان پوه شول چې اوس یې بیروکراسي او مالي سیستم زده کړی، بیا یې هر څه د فارسي نه عربي ته را بدل کړل او خپله سکه یې چاپ کړه.

حکومتداري ډیره حوصله غواړي، او باید په ډیر حکمت سره وشي. په لومړیو کې د بیروکراسۍ بدلول، یا د خلکو په لباس او کلتور کې تغیر راوړل به خلک د چارواکو څخه لیري کړي. لومړی هدف باید دا وي چې د خلکو زړونه څنګه لاس ته راوړل شي تر څو هغوي د زړه نه د نظام ملاتړي شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک