No-IMG

د بې کیفیته خوراکي توکو او احتکار مخنیوی هم په امر بالمعروف او نهي عن المنکر کې راځي

شیخ الاسلام ابن تیمیة رح په خپل کتاب (الحسبة في الاسلام) کې وایې چې د امر بالمعروف و النهي عن المنکر مقصود او اطلاق د ژوند په ټولو برخو کې دی، نه یوازې په عباداتو کې.

هغه وایې په بازار کې د بې کیفیته خوراکي توکو او احتکار مخنیوی هم په امر بالمعروف او نهي عن المنکر کې راځي. د اجناسو د نرخ کنټرول هم پکې شامل دي. شیخ الاسلام وایې چې د حکومت په مالي سیستم کې د دوکې مخه نیول او خلک خپلو مالي مسوولیتونو ته متوجه کول په امر بالمعروف او نهي عن المنکر کې راځي، او داسې نور ډیر مثالونه یې وړاندې کړي، لکه د درمل او کیمیاوي توکو د کیفیت څارنه او وغیره.

طالبانو دا وزارت رامنځته کړ، خو تراوسه یې کومه لائحه وظایف یا مقررة خلکو سره نده شریکه کړي چې محتسبین به څه کوي او خلکو سره به څه ډول چلند کوي، او تر ټولو مهمه، دوي د ژوند کومې برخې څاري او ولي یې باید وڅاري؟

ډیرو علماوو ویلي چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مسوولیت ټولو حکومتي ادارو او وزارتونو ته راجع دی نه یوازې یوې مشخصې ادارې ته. د روغتیا وزارت باید د روغتونونو د کیفیت څارنه وکړي، د بې کیفیته درملو واردولو مخنیوی هم نهي عن المنکر دی.

خلک هڅول چې په وخت باندې خپله مالیه یا د برښنا بیل تادیه کړي، امر بالمعروف دی، خلکو ته ویل چې د ترافیکو قوانین مراعات کړي، امر بالمعروف دی. د ځمکو د غصب څخه مخنیوی نهي عن المنکر دی او داسې نور.

تر هغه وخت چې بې کیفیته او مهلکه درمل افغانستان ته واردیږي، په بازار کې احتکار کیږي، دوکانداران اجناس په لوړ قیمت پلوري، خلک بیوزله وي، د بیګا ډوډۍ ونلري، ماشومان او میندې روغتون ته لاسرسی ونلري، نو ږیره او موسیقي چې د علماوو منځ کې اختلافي موضوعات دي، اصلاً لومړیتوب نلري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک