د محسن امين لیکنی
بابا مې (قاضي محمد امین وقاد) څه را زده کړل؟
تقریباً د څلور یا پنځو کالو به وم، کله به بابا ځان سره موټر ته وخیژولم او په پیښور کې به د افغان مهاجرینو د کمپونو لیدلو ته ورته، بابا غوښتل ځان ډاډمن کړي چې د مهاجرینو اولادونه ښوونځیو ته ځي او تعلیم ترلاسه کوي. د مهاجرینو هر ځای کې یې ځان مطمئن کوه چې مکتب فعال دی، ښوونکي لري، کتابونه او قرطاسیه ور رسیږي او ماشومان د ستونزې څخه پرته خپل درسونه تعقیبوي.
د بابا او د نورو مشرانو له برکته د افغان مهاجرینو په لکونو ماشومان تعلیم یافته شول، د هجرت په سختو شیبو کې چې د بیوزلۍ او بیوسۍ اوج وو، خلک د لیک او لوست څخه برخمن شول. که چیرته زما د بابا او د نورو مشرانو هلې ځلې نه واي، خدای مه کړه، د افغانانو یو لوی نسل به نن بې تعلیمه وو. د افغان مهاجرینو د زده کوونکو لپاره چې د لیسو څخه فارغیدل، د فا...
نور ولوله
د غرب چپګرايي
په ۲۰۱۸ کال کې چې د لومړي ځل لپاره الهان عمر، رشیدة طلیب او الیکسنډریا اوکازیو کورټیس د امریکا کانګریس ته بریالۍ شوې، نو ما د الهان عمر او رشیدة طلیب د لومړنۍ مسلمانو میرمنو په توګه چې د امریکا کانګریس ته یې لاره پیدا کړه خوښې څرګنده کړه.
ځینو مسلمانانو راته وویلي چې الهان او رشیدة یوازې تش په نوم مسلمانې دي او د هغوي ځینې دریځونه د اسلام د ډیرو اصولو او اساساتو سره ټکر کې دي، او ملاتړ یې ندی پکار دی. ما به ورته ویلي چې دا درسته ده، او زه یې هم د ډیرو دریځونو سره موافق نه یم، خو د ځینو نورو دریځونو ستاینه او ملاتړ یې کوم.
دا دري ځوانې استازې د امریکا د ځوان نسل استازیتوب کوي، هغه ځوانان چې په چپګرایۍ او سوشلیزم باور لري. ما به خپلو ملګرو ته ویلي چې هغه د خ...
نور ولوله
فلسطین د مسلمانانو لپاره د عقیدې موضوع ده
فلسطین د مسلمانانو لپاره د عقیدې موضوع ده. په قران کریم کې بار بار راغلي چې الله تعالی دغه ځمکه مبارکه ګرځولي. الله تعالی ورته الارض المقدسة ویلي، یعني دا ځمکه سپیڅلې ځمکه ده. د څلور زره کالو راهیسې دا ځمکه د پیغمبرانو او وحي سره تړلي ده. داسې یو لویشت خاوره به القدس کې نه وي چې هلته کوم پیغمبر ناسته نه وي کړي یا پرې ګرځیدلی نه وي. زموږ پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم په اقصی کې ګرځیدلی، هلته یې لمونځ کړی. په احادیثو کې راغلي چې مسلمانان د تبرّک او ثواب لپاره القدس ته تللی شي. په یو بل حدیث کې راغلي که څوک القدس ته لاړ او مسجد الاقصی کې یې دوه رکعته لمونځ وکړ، الله تعالی به یې ګناهونه داسې معاف کړي لکه تازه چې د مور نه زیږدلی وي.
مسجد الاقصی د مسلمانانو لومړنۍ قبله وه، څه باندې ۱۳ کال...
نور ولوله
ټرمپ د هر ډول مخالفت او ممانعت سره د بایډن د راتګ مخه نشي نیولی
همدا د ډیموکراسۍ ګټه ده چې ټرمپ د هر ډول مخالفت او ممانعت سره د بایډن د راتګ مخه نشي نیولی.
په ولسواکۍ کې مهم او اغیزمن رول د اجرائیه قوې پر ځای د مقننة او قضائیه څانګو دی.
په امریکا کې ټوله اجرائیه قوه د ټرمپ تر تاثیر لاندې وه او د خپل ځواک څخه یې سوء استفاده کوله، خو په مقابل کې قضائیه او مقننة قوې را پورته شوي او د خپلې ۲۰۰ کلنې ډیموکراسۍ څخه یې دفاع وکړه.
سترې محکمې د انتخاباتو نتایج جنجال ته پرینښودل، کانګریس د انتخاباتو نتیجه تصدیق کړه. هغه قاضیان چې ټرمپ مقرر کړي ول، په خپلو ارزښتونو معامله ونه کړه. د کانګریس هغه غړي چې د ریبپلکن د ګوند غړي ول، د جوبایډن بریا تائید کړه، مایک پینس چې د ټرمپ معاون وو، خپلې شخصي ګټې یې...
نور ولوله
يو نړيوال کنفرانس کې ډیر افسوس راغی او په خپل هیواد او خلکو مې زړه وسوځید
څو کاله مخکې یو بهرني هیواد ته د یو کنفرانس لپاره تللي وو. کنفرانس کې ډونران او پانګوال را غونډ شوي ول او د افغانستان پر انرژۍ سکتور یې خبرې کولي.
د یوې مهمې ادارې مشر د خپل ځان پر ځای خپله سکرتره لیږلې وه چې د هغې ادارې استازیتوب وکړي او پانګوال وهڅوي چې افغانستان کې پانګونه وکړي.
چون دا مهمه اداره وه او مشر یې نه وو راغلی، نو دا کم عمره سکرتره یې یو مهم پینل ته را وغوښته تر څو خلکو ته معلومات ورکړي او نورو کارپوهانو او مسوولینو سره بحث وکړي.
نوموړي سکرترې داسې خبرې وکړي چې موږ افغانانو سرونه ټیټ کړي وو او چاته مو د شرم څخه نشوای کتلی.
هلته راته ډیر افسوس راغی او په خپل هیواد او خلکو مې زړه...
نور ولوله
لويه جرگه؛ ولي د بین الافغاني مذاکراتو پیل او د سولې لپاره ګامونه په خپله سختوو؟
د افغانستان اساسي قانون وایې چې لویه جرګه د ملي شورای (ولسي او مشرانو جرګو) له غړو او د ولایاتو او ولسوالیو شوراګانو د رئیسانو څخه جوړه ده.
چون حکومت او انتخاباتي کمیسیونونو په ۸ کالو کې د ولایتي او ولسوالۍ شوراګانو انتخابات ونه کړل، نو د لویې جرګې نصاب په ملي شورای او موجوده ولایاتي شوراګانو په رئیسانو باندې تکمیلیږي. د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ګډ مجلس او ولایاتي شوراګانو رئیسان تقریباً د لویې جرګې نصاب پوره کوي، او د ولسوالۍ شوراګانو په نه شتون کې همدا لویه جرګه بلل کیدای شي.
په اوس وخت کې د لویې جرګې نصاب (۲۵۰+۱۰۲+۳۴) ۳۸۶ دی، نه ۳۲۰۰. همدا لویه جرګه د رئیس جمهور د محاکمې او د افغانستان په اړه د هر لوړ تصمیم صلاحیت لري.
...
نور ولوله
د سوشانت سینګ راچپوت او اسد الله هارون ژور خفګان او د ځانوژنې فکر یوه پرتله
نن ورځ مې په خبرونو کې د سوشانت سینګ راچپوت د هندي سینما ځوان او مشهور لوبغاړي د ځانوژنې خبر واورید. یو څو شیبې چورت یو وړم چې ولي؟ د ماده پرستانو په اصطلاح، دا خو یو بریالی او شتمن انسان ؤ، خپلو ارمانونو ته رسیدلی، نو ولي ځانوژنه. دا پدې معنی نده چې د سوشانت درد او غم ته په کمه سترګه وکتل شي او یا د هغه خفګان تقلیل شي، بلکې د انسان په توګه ورسره خواخوږي لرو.
همدې فکر کوم چې په ګوانتنامو زندان کې مې افغان بندي، اسد الله هارون ذهن ته راغی چې د ۱۳ کالو راهیسې هلته بندي دی، کله پنجره کې او کله کوټه قلفي کې. د دي دوو انسانانو یوه پرتله مې مخې ته ودریده. دواړه د ژور خفګان ښکار ول. راپورونه وایې چې سوشانت د تیرو ۶ میاشتو راهیسې ډیپریشن او یوازیتوب ته تللی وو، اسدالله هارون د ۱۳ کالو راهیسې په ګ...
نور ولوله
د سليمان لايق د فکر او مبارزې پاراډکسونه
د سلیمان لایق د فکر او مبارزې په اړه ډیر پارډاکسونه شته. پدې مسایلو د بحث یوازینی هدف دا دی چې د افغانستان په ځوان قشر کې د قطبیت او ترپګنیتوب ذهنیت ختم شي او یا د زغم او تسامح تر کچې را ورسیږي، او کوم فکر چې ځانته غوره کوي، هغه شعوري او اګاهانه وي.
مثلاً، افغان کمونستان (خلقیان، پرچمیان، شلعه یان یا ماویستان) د مارکسیزم پر ځای ډیر تمایل لینینزم ته ؤ.
لینین د مارکسیزم نه داسې قرائت درلود چې باید د کمونستي رژیم په تاسیس کې د زور او استبداد څخه کار واخیستل شي. ځکه د کارل مارکس او فردریک د کتاب (د کومنست منیفسټو یا منشور) څخه اویا کاله تیر شوي ول، خو هیڅ ځای کې کمونیستي نظام رامنځته نه شو. د بولشویک یا اکتوبر انقلاب دا زمینه برابره کړه چې مارکسیزم په اصلي کمو...
نور ولوله
