د افغانستان د ایرو کال – عمر رض، نیکسن او کارټر څه ډول بحرانونه مدیریت کړل؟
اتلسم هجري کال د لوږې، قحطۍ، وباء، مرضونو او د وچکالۍ له امله د ایرو په کال نومول شوی. دا د عمر رضي الله عنه د خلافت پنځم کال ؤ.
تاریخ لیکونکي وایې چې د وچکالۍ له امله د ځمکې مخ د ایرو په څیر شوی ؤ. تیز بادونو به د ایرو په څیر ریګونه د خلکو کورونو ته راوړل. د خلکو مخونه تور او سپیره شوي ول. د عمر رضي الله عنه مخ د لوږې او کمزورۍ نه بدل شوی ؤ.
د حجاز د مختلفو سیمو نه خلک د مدینې پر لور وکوچیدل، تر څو د خپلې بیوزلۍ کیسې عمر رض ته ور ورسوي. ناهیلې او بیوسې پر مسلمانانو خوره وه. ویل کیږي چې په زرګونو کورنیو د مدینې شاخوا خیمې وهلي وي تر څو د مدینې خلک ورسره مرسته وکړي، خپله د مدینې ښار قحطۍ او وچکالۍ ځپلی ؤ. څاروي داسې کمزوري شوې ول چې د حلالولو نه وروسته هم چا د بد رنګ او طعم له امله نشو خوړلای.
عمر رضي الله عنه پداسې سختو حالاتو کې د کومو پالیسیو څخه کار واخیست؟
عمر رض عنه په بیساري توګه په خلکو مهربانه شو. پریکړه یې وکړه چې د بیت المال توکې به په مساويانه توګه په ټولو خلکو ویشل کیږي. هوډ یې وکړ چې د سپورې کلکې ډوډۍ نه پرته به نور څه نه خوري، تر څو د ټولو مسلمانانو لوږه نه وي ختمه شوې. په یو روایت کې راځي چې ۶۰ زره بیوزله خلک د مدینې شاخوا راټول شوي ول او لوږې ځپلې ول. عمر رض به د شپې لخوا ګزمه کوله او په خلکو به ګرځیده. عبدالله بن عمر رض وایې چې کله به مې پلار نیمه شپه کور ته راستون شو، نو په لمانځه به ودرید او الله تعالی ته به یې زارۍ کولې چې د مسلمان ولس پاي زما په لاسو مه لیکه.
هغه په عمل کې ثابته کړه چې د نورو عامو خلکو په څیر به په ځان سختې تیروي. خلکو به ورته کوچ او غوښه راوړه، خو ده به د سپورې ډوډۍ نه پرته بل څه نه خوړل. خلک یې وهڅول چې د استسقاء لمونځونه وکړي او خپلې هیلې لوړې وساتي. د غلا حد یې د قحطۍ تر پایه عملي نه کړ، د زکات راټولول یې وځنډول.
تر ټولو مهم کار یې دا ؤ چې خپلو والیانو ته یې خطونه ولیږل چې د فارس، عراق، شام او مصر ولسونه ورسره مرسته وکړي.
عمر رض د خپل ولس نه د مرستې غوښتنه وکړه. عمر رض خپل ولس ته لاس ور اوږد کړ چې پدې سختو او دردونکو حالاتو کې ورسره لاسنیوی وکړي. پدې کې یې د شرم احساس ونه کړ چې د یوې سترې امپراطورۍ واکمن خپل ولس باندې غږ کوي چې مرسته ورسره وکړي، ځکه دی وږی، تږی او بیوسه دی.
د فارس نه سعد بن ابي وقاص، د عراق نه ابو موسی الاشعري، د شام نه ابو عبیدة بن الجراح او د مصر نه عمرو بن العاص د ولسونو نه مرستې را ټولې کړي او ستر کاروانونه یې مدینې ته را ولیږل.
په معاصره اصطلاح، د هغه وخت د زبرځواک یا سوپر پاور مشر او د پلازمینې اوسیدونکي د لوږې او قحطۍ نه کمزوري کیږي، رنګونه یې بدلیږي، مشر یې د بیوسۍ نه د نورو ښارونو پر ولسونو غږ کوي چې مرسته ورسره وکړي. د سختۍ په وخت کې په ولس باندې غږ کول د کمزورۍ نښه نه ګڼل کیږي، بلکې د واکمن او ولس ترمنځ اعتماد پیاوړی کوي. ولس بیا تر مرګه د خپل مشر تر شا ودریږي او ځان یو تن احساسوي.
دا د ۱۴۰۰ کاله پخوا روایت او تاریخ ؤ. په اوس وخت کې نور هم ډیر مثالونه شته، خو د یو بل زبرځواک مثال به راوړم.
په ۱۹۷۳ کال کې عربي هیوادونو په امریکا باندې د تیلو صادرات بند کړل. ځکه امریکا د اسرائیلو او عربو په څلورمه جګړه کې د اسرائیلو مخامخ مرسته کوله. عربي هیوادونو د دغه تیري په وړاندې پریکړه وکړه چې پر امریکا به تیل نه پلوري.
امریکا کې د تیلو کمښت او په پایله کې یې بحران رامنځته شو. خلک ورخطا شول، د تیلو پر بمپونو باندې اوږده قطارونه جوړ شول، خلکو له ویرې د خپلو موټرو د تیلو ذخیرې په قلفونو وتړلې، تر څو تیل غلا نه شي. دغه مهال، ریچارډ نیکسن د امریکا ولسمشر ؤ. هغه د تلویزیون د لارې نه د امریکې پر ولس غږ وکړ چې د تیلو په مصرف کې د احتیاط څخه کار واخلي. موټران په کم سرعت سره وچلوي او تیل کم مصرف کړي. نیکسن د نورو تدابیرو تر څنګ یوه پالیسي دا غوره کړي وه چې ولس ته به پيغام رسوي چې د تیلو د بحران په مخنیوي کې ورسره همکاري وکړي. څو میاشتې وروسته، عربي هیوادونو د تیلو پر صادراتو بندیز لیري کړ او امریکا ته یې تیل استول پیل کړل.
په ۱۹۷۷ کال کې یو ځل بیا په امریکا کې د انرژۍ بحران رامنځته شو. دا ځل د ګازو د کمښت ستونزه رامنځته شوه او د نورو ژمیو په پرتله، دا ژمی ډیر سوړ ؤ. د طبیعي ګاز زیرمې کمې شوې، د ګاز تر څنګ، د تیلو د کمښت او د کورونو د ګرم ساتلو ستونزه وه. دا ځل جیمي کارټر د امریکا ولسمشر ؤ. هغه د ماښام په وخت کې د خپل کور څخه چې ډبل کالي یې اغوستي ول، د تلویزیون پر پرده را ښکاره شو، او د امریکایې ولس څخه یې غوښتنه وکړه چې د انرژۍ په سپما کې ورسره همکاري وکړي. اشاره یې دیته وه چې د بخارۍ درجه راکمه کړي او کور کې ډبل او ګرم کالي واغوندي.
پوښتنه دا ده چې امریکا چې په ټوله نړۍ کې شتمن او ځواکمن هیواد دی، ولي یې ولسمشران د بحران او سختۍ په وخت کې خپل ولس ته رجوع کوي؟ ولي په ولس غږ کوي چې د بحران په مخنیوي کې ورسره همکاري وکړي؟
طا. لبا. ن د عمر رض، نیکسن او کارټر د بحران د مدیریت څخه څه زده کولای شي؟
د طا. لبا. نو د بیا واکمنیدو تقریباً څلور نیمې میاشتې پوره کیږي. زما په اند، پدې څلورو میاشتو کې د اسلامي ا. ما. رت تر ټولو ستره نیمګړتیا دا وه چې دوي د دې اړتیا احساس نه کړه چې افغان ولس باندې د مرستې غږ وکړي، داسې صریحه غږ که تاسې موږ سره مرسته ونه کړئ موږ په یوازې ځان د افغانستان اوسنی بشري ناورین نشو مدیریت کولای او پر افغانستان حکومتولي نشو کولای.
طا. لبا. نو خپله بریا داسې وانګیرله چې د افغانستان ټول ولس زموږ تر شا ولاړ دی، او موږ که هره پریکړه کوو، د افغانستان خلک به یې په سر او سترګو مني، او یا د دې اړتیا نشته چې موږ د خپل نظام جوړښت، د حکومتدارۍ او حساب ورکولو چوکاټ ولس ته معرفي کړو، ځکه هغوي زموږ تر شا ولاړ دي. زه فکر کوم چې دا د افغانستان د بیا جوړلو د یو مهم فرصت ضایع کول دي.
د افغانستان اوسیدونکي د راتلونکي په اړه اندیښمن دي، پدې نه پوهیږي چې اسلامي ا ما.رت به په هغوي څه ډول حکومتولي کوي. دا نامعلومه برخلیک او د قحطۍ، وچکالۍ او د لوږې شته ستونزو د خلکو په منځ کې ناهیلي خپره کړي، چارواکي باید د بحران دا شدت درک کړي. د وخت زبرځواکونو چې د سختۍ پر وخت ولس ته د لاسنیوي لپاره مخ اړولی، نو طا. لبا. ن ولي پدې کې تردد کوي؟ عمر رض چې په خلکو غږ کړی چې مرستې راولیږئ، طا. لبا. ن ولي ولس سره د راتلونکي پلان نه شریکوي او د ولس څخه د مرستې غوښتنه نه کوي؟
د داخلي مشروعیت موضوع اکثره طا. لب چارواکو سمه نده درک کړي، هغوي فکر کوي چې موږ پر افغانستان واکمن یو، نو همدا داخلي مشروعیت دی. نه، داخلي مشروعیت دا دی چې د واکمن او د ولس ترمنځ اړیکه تعریف شي، ولس پدې وپوهیږي چې واکمن پرې څه ډول حکومتولي کوي او څه ډول ترینه حساب غوښتلی شي، دا ډول شفافیت رامنځته کول، داخلي مشروعیت رامنځته کوي.
طا. لبا. نو ته د افغانستان د بیا جوړلو یو ښه فرصت په لاس ورغلی، ولس په تیاره کې پریښودل او د هیواد لومړیتوبونه نه درک کول به دا چانس هم د لاسه ورکړي او د افغانانو د ۴۲ کلن ناورین د دوام لامل به شي.
