د خلکو څخه داسې پوښتنې وکړئ چې په نیک کارونو کې یو بل سره سیالي وکړي
ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې یو مازیګر رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ نه پوښتنه وکړه چې تاسو کې نن څوک روژه وو؟ ابو بکر رضي الله عنه ځواب ورکړ چې یا رسول الله، زه روژه یم.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چې تاسو کې نن چا د جنازې لمونځ کړی؟ ابو بکر رضي الله عنه ځواب ورکړ چې یا رسول الله، ما کړی.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چې تاسو کې نن چا یو غریب او بیوزله ته ډوډۍ ورکړي؟ ابو بکر رضي الله عنه ځواب ورکړ چې یا رسول الله، ما نن یو بیوزله ته ډوډۍ ورکړي.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چې تاسو کې نن څوک د یو مریض (ناروغ) پوښتنې ته ورغلی؟ ابو بکر رضي الله عنه ځواب ورکړ چې یا رسول الله، زه نن د یو ناروغ پوښتنې ته ورغلی وم. دې سره رسول الله صلی الله علیه وسلم وویلي چې هر هغه چا کې چې دغه نیک کارونه راټول شول، هغه به ارومرو جنت ته ننوځي. (صحیح مسلم)
د حدیث شریف مهم ټکې:
۱. ابو بکر رضي الله عنه چې تر ټولو غوره صحابي دی، په یوه ورځ کې دغه ټول نیک کارونه کول. هو، هغه سره یوه ورځ کې د دې ټولو کارونو لپاره وخت وو!
۲. نفلي روژه نیول، د جنازې لمونځ کول، بیوزلو ته ډوډۍ ورکول او د مریضانو پوښتنه کول عادي کارونه مه ګڼئ، بلکې د جنت د ننوتلو لامل ګرځي.
۳. د یو ښه کس معیار دا ندی چې څومره علم لري، څومره شتمن دی، څومره بانفوذه دی، مګر د ښه والي معیار دا دی چې څومره نیک کارونه کوي او څومره د ټولنې خدمت کوي.
۴. د خلکو څخه داسې پوښتنې وکړئ چې په نیک کارونو کې یو بل سره سیالي وکړي، یوازې د علم او معلوماتو د ټسټ کولو لپاره پوښتنې مه کوئ.
