No-IMG

علماء وايي په یو ورځ اختر کول مسلمانانو کي يووالی راولي

تیر کال روژه کې چې ما د شوال د میاشتې په اړه د اسټرونومۍ یا د ستورپوهنې ویبسایټونو کې معلومات لیدل نو ورسره مې د راتلونکې کال د اختر د میاشتې د زیږیدو په اړه هم ولوستل.

همدارنګه، نن چې روژه اعلان شوه، نو په ویب سایټونو کې راغلل چې سږ کال اختر به کله وي. د ستورو ریاضیکي محاسباتو دا ښودلي چې کوچنی اختر به د دوشنبې په ورځ د می میاشت په دوهمه نیټه وي، او دا ناممکنه ده چې د شوال میاشت د شنبې په ماښام ولیدل شي.

همدارنګه، راتلونکې کال روژه د پنجشنبې په ورځ د مارچ ۲۳ نیټه ده، او راتلونکې کال کوچنی اختر د جمعې په ورځ د اپریل په ۲۱ تاریخ دی.

د ډیر پخوا څخه علماوو ویلي چې د ستورو ریاضیکي محاسبه د یقین تر کچې رسیدلي او باید باور پرې وشي. د مثال په ډول، السبکي، مشهور عالم اوه سوه کاله مخکې ویلي ول چې د ستورو محاسبه یقیني علم دی چې اشتباه پکې نشې کیدلای، خو د میاشت لیدل ځینې وخت محدودیتونه لري او خلک پکې اشتباه کولای شي.

دا دریځ په تیرو سلو کالو کې ډیر مشهور او ومنل شو، ډیری ستر علماء لکه شیخ رشید رضا، د ازهر شیخ محمد مصطفی المراغي، مشهور سلفي عالم احمد شاکر، شیخ محمود شاکر، شیخ علي الطنطاوي، مصطفی زرقة، یوسف القرضاوي، علي قرة داغي، او لسګونه نور علماء دا وایې چې ریاضیکي محاسبه باید د میاشت د لیدلو پر ځای رسمي دریځ شي، ځکه ریاضیکي محاسبه کې یقین او دقت نسبت لیدلو ته ډیر دی

دا علماء وایې چې دې سره په مسلمانانو کې یووالی راځي، په یوې ورځ به اختر کوي. یو کال مخکې به پوهیږي چې راتلونکی کال روژه او اختر کله دی، مخکې له مخکې به کارونه تنظیموي، مسلمانانو منځ کې نزاع او جنجال به ختم شي او داسې نور.

دا دریځ ورو ورو په مشهوریدو دی او شاید څو کاله وروسته د نړۍ په کچه عام او ومنل شي. دغو علماوو پدې اړه تفصیلي کتابونه او مقالي لیکلي او ټول نصوص او دلایل یې پکې بحث کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک