د امارت د راتګ نه وروسته، د ګمرک په ټولو بنادرو کې د پام وړ اصلاحات راغلي
د تحقیق یوې نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې د امارت د راتګ نه وروسته، د ګمرک په ټولو بنادرو کې د پام وړ اصلاحات راغلي. ۱.۴ میلیارده ډالر چې د جمهوریت مرکزي حکومت نشو راټولولی، هغه عواید اوس د مالیې وزارت مرکزي سیستم ته تادیه کیږي. پخوا به محلي زورواکو د تجارت د اموالو څخه رشوت او باج اخیسته او لسګونه چیک پواینټونه جوړ شوي ول، اوس هغه ټول د منځه تللي.
د جمهوریت په وخت کې، د حیرتان څخه تر کابل پورې ۳۲ چیک پواینټونه ول او محلي زوراکي پرې واکمن ول، امارت هغه ټول دمنځه یوړل. اوس یوازې د ولایاتو په مراکزو کې (چاریکار، پلخمري او ایبک) کې ۳ چیک پواینټه دي.
د جمهوریت پرمهال، په چیک پواینټونو کې ۶۵۰ میلیونه ډالر د سوداګرو څخه غیر قانوني پیسې اخیستل کیدې.
اوس مهال د ترافیکو او لویو موټرو کنټرول په ګمرکي بنادرو کې منظم شوی او ټول ګمرکات د اسیکوډا د لارې د مرکزي سیستم سره وصل شوي.
د بشپړ راپور لینک:
https://xcept-research.org/.../20220713-XCEPT-Afghanistan...
