محسن امين

No-IMG

محسن امين

د محسن امين لیکنی

دا ستره جهانبیني په شګو ولاړه وه، خلکو فکر کوه چې پوخ او کلک بنیاد لري

ډیرو ته به دا یو عجیب احساس وي چې موږ خو داسې فکر نه کوه چې د مدرنیته نه را ټوکیدلی تمدن به داسې ړوند، دوه مخی او وحشي وي. دا ستره جهانبیني په شګو ولاړه وه، خلکو فکر کوه چې پوخ او کلک بنیاد لري. ډیرو فکر کوه چې ځینې شخصیتونه یې انسان دوسته دی، نړۍ سره مینه لري، د اقلیمي افتونو نه مو ژغوري. نن یې د څیرو نه نقابونه وغورځیدل. ډیری دوستانو د سیپنس د کتاب لیکوال خلکو ته معرفي کوه چې دا دی بشر دوسته مفکر، باید کتابونه یې تشهیر شي. نن شپه ورځ لګیا دی د فلسطیني ماشومانو او شفاخانو قتل عام توجیه کوي. ډیری ملګرو به ویلي چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس څومره ښه انسان دی، د اقلیمي بدلون سره مبارزه کوي، ښه افک...
نور ولوله

د غزې ولس په ډیر مظلومیت کې نړۍ ته د ایمان او شجاعت یو عجیب درس وړاندې کړ

دوه کلنه لور یې په بمباریو کې ټوټې ټوټې شي…الحمدلله وایې. ورور یې شهید شي…الحمدلله وایې. کور یې ړنګ شي…الحمدلله وایې. لوږه، تنده پرې راشي…الحمدلله وایې. ټوله شپه د بمبارۍ د لاسه خوب ونشي کولای…الحمدلله وایې. زندان ته لاړ شي…الحمدلله وایې. شفاخانه، مکتب، بازار یې لوټې لوټې شي…الحمدلله وایې. د غزې ولس په ډیر مظلومیت کې نړۍ ته د ایمان او شجاعت یو عجیب درس وړاندې کړ. د غزې ولس د ۱۶ کاله کلابندۍ سره چې خوراک، څښاک، تیل، درمل یې د اسرائیلي اشغال لخوا کنټرولیدل، د فقر او بیوزلۍ سره یې نړۍ ته د صبر او استقامت نه منونکی درس وړاندې کړ....
نور ولوله

د نړۍ دیموکراسۍ اجازه ورکوي چې د ماشومانو، ښځو، ناروغانو او سپین ږیرو قتل عام او جینوسایډ وکړي

مدرنیته علمبردارانو چې نورو ته یې نړیوال قانون سره کرښه ګرځولي، نن یې اسرائیلو ته اجازه ورکړي چې په روغتونونو او امبولاسونو باندې برید وکړي او که نوي زیږیدلي ماشومان پکې وژل کیږي د نړۍ سیکولار او لیبرال هیوادونه چې ځان تر نورو مهذب او متمدن ګڼي، او ځان د حقوق بشر او دیموکراسۍ مدافعین او مبلغین بولي، په رڼا ورځ یوې بلې په اصطلاح دیموکراسۍ ته اجازه ورکوي چې د ماشومانو، ښځو، ناروغانو او سپین ږیرو قتل عام او جینوسایډ وکړي. نه یوازې اجازه، بلکې بشپړ مالي او پوځي ملاتړ یې ورسره دی. د مدرنیته علمبردارانو چې نورو ته یې نړیوال قانون سره کرښه ګرځولي، نن یې اسرائیلو ته اجازه ورکړي چې په روغتونونو او امبولاسونو باندې برید وکړي او که نوي زیږیدلي ماشومان پکې وژل کیږي، نو څه لویه خبره ده. په ۲...
نور ولوله

انسان باید ګریوان کې د سر ښکته کولو، درون اندیشۍ او تأمل فرصتونه دلاسه ورنه کړي

نن موږ او تاسې د یو داسې شیبو څخه تیریږو چې باید په خپلې جهانبینۍ له سره غور وکړو. د مدرنیته علمبردارانو او مفکرینو دا داعیه غږوله چې د لیبرالیزم او سیکولاریزم په خپلولو سره به انسانیت د ځنګل د قانون څخه راووځي او د عدالت، برابرۍ، نړیوال قانون، او حقوق بشر قانونمند چوکاټ ته ننوځي. د ملت-دولت تر چتر لاندې یې د اجتماعي قرارداد، فردي ازادۍ او د دولتونو د واک داسې پدیدې رامنځته کړي چې ولسونه پرې کنټرول کړي او د ځنګل قانون پرې قانونمند کړي. نن یې په ژوندۍ بڼه ننداره کوو. غریب او بیوزله هیوادونو باندې هر ډول لوبې روانې دي، شتمن هیوادونه خپله بدماشي کوي، تیری او یرغل کوي، خو ځان د قانون مفسر او قاضي هم ګڼي. ایا عجیبه نده چې نن نړی...
نور ولوله

تېرو 300 کالو کې د اخلاقو او معنویاتو پرته پرمختګ، د انسانانو په ټولنو کې ویجاړونکی انحطاط رامنځته کړی

یو عالم ویلي وو چې مسلمانان په ساینس او ټیکنالوژۍ کې د وروسته پاتي والي له امله او د پیسو د اسانه پیدا کولو لپاره طبیعي علومو ته مخه کوي. تکړه او ذهین مغزونو طب، انجینرۍ او ټیکنالوژۍ ته مخه کړي. ښې زده کړي پکې وکړي، لویو غربي نړیوالو شرکتونو کې دنده واخلي او هلته بیا تر تقاعده ونښلي. د دوي وړتیا او خواري د هغو نړیوالو شرکتونو په خدمت کې منحصره شي. د دغه عالم استدلال دا وو چې د مسلمانو هیوادونو وروسته پاتي والی اصلاً دې پورې تړلی چې مسلمانان خپل تکړه او عبقري مغزونه میټافزیکي او ټولنیزو علومو ته نه تشویقوي. لکه فلسفه، تاریخ، جامعه شناسي، سیاست، اقتصاد، روان شناسي، انتروپولوژي، ادبیات او داسې نور. بیا هم که چیرې تکړه څوک پیدا شي چې پورته علومو کې زده کړي وک...
نور ولوله

ایران د اوبو د ناسم مدیریت له امله په ډیرو اوبو عادت شو او د اوبو ضایعات یې نادیده وګڼل

ایران په تیرو ۴۰ کالو کې تقریباً هر کال د ۳ څخه تر ۴ میلیارد متر مکعب اوبو پورې د افغانستان څخه ترلاسه کړي، چې تقریباً هر کال ۵۰۰٪ سلنه د ټاکلي کچې څخه زیاتې اوبه ورغلي. ایران د اوبو د ناسم مدیریت له امله په ډیرو اوبو عادت شو او د اوبو ضایعات یې نادیده وګڼل. اوس چې وچکالي راغله، د اقلیمي بدلون اغیزې را ښکاره شوې، او هامونونه وچ شول، نو ګوته افغانستان ته نیسې چې ولي اوبه کمې دي. ایران د سستان خلکو سره همیشه د مور میري چلند کړی او پایداره زیربنایې کارونه یې ندي کړي. اوس چې هلته د خلکو د پراخه غبرګونونو سره مخ دی نو غواړي ملامتیا د ځان څخه لیري کړي. ډیرې اوبه ترینه تبخیر کیږي، په ګرمو ځمکو کې ...
نور ولوله

د دلوې ۲۶ مه یا د فبرورۍ ۱۵ مه داسې ورځ وه چې د نړۍ لوری یې بدل کړ

په اسلامي او ایډیالوژیک کانټکسټ کې د کمونیزم ماتې د اسلامي فکر بریا وه، خو په نړیوال جیوپولټیک پس منظر کې، د کاپیټالیزم کامیابي. د افغانانو لپاره د هیواد ازادي وه، چې د دوه میلیونه شهیدانو د وینې په نذرانې سره یې ترلاسه کړه. د غرب نیولیبرالیزم د افغانانو د قربانیو مدیونه وه، خو افغانان نه پوهیدل چې څه وکړي؟ څه لاسته راوړي؟ خپل همیشنی عادت یې را تازه کړ. د امپراطورۍ د ړنګولو نه وروسته، خپل هیواد ویجاړول. د غرب لیبرل ډیموکراسي، افغانانو وژغورله، خو غرب افغانستان په نویمو کلنو کې یوازې پریښود. کله چې شوروي اتحاد ماتې وخوړه، فرانسیس فوکویاما او سمویل هنټینکټن را ولاړ شول او د لیبرل ډیموکراسۍ، د غرب نیولیبرالیستي اقتصاد او په ټوله کې د کاپیټالیزم بریا یې د انس...
نور ولوله

د افغانستان په اړه د نړیوال بانک تازه سروی ډیره خفه کوونکي او پریشانوونکې ده

نړیوال بانک د افغانستان په اړه خپله تازه سروی پرون خپره کړه. ډیره خفه کوونکي او پریشانوونکې ده. سروی وایې چې نجونو او ښځو خیاطۍ، مالدارۍ او کرنې ته مخه کړي، ځکه نجونې لیسو ته نه پریښودل کیږي او ښځې د بیکارۍ او فقر له امله نورو عادي کارونو ته مخه کړي. تنکي ځوانان ښوونځي نیمایې کې پریږدي او مزدورۍ پسې ګرځي، د بیوزلۍ له امله زده کړو ته دوام نشي ورکولی. لوږه زیاته شوې، ماشومان زر ناروغه کیږي، صحي خدماتو کچه راټیټه شوي. یو څه ملامتیا د نړیوالې ټولنې ده چې اقتصادي بندیزونه یې لګولي، خو ډیره ملامتیا طالبانو ته راجع کیږي چې په دومره لویو ستونزو یې سترګې پټي کړي، او د پالیسیو له امله یې راتلونکي نسلونه یا تعلیم نیمایې کې پریږدي او یا د تعلیم حق ترې اخیستل شوی او د ...
نور ولوله

اروپا او امریکا د فاشیزم یوې نوې څپې سره مخامخ دی

باراک اوباما په یوې مرکې کې ټریور نووا ته تیره اوونۍ وویلي چې د امریکا دیموکراسۍ ته جدي ګواښ مخامخ دی، او په نري تار تړل شوي. هغه وویل چې اوس په امریکایانو کې د مخالف لوري هغه پخوانی زغم او تسامح ندی پاتي. اوس د ولسمشرۍ او کانګریس کاندیدان په انتخاباتو باورمند ندي. اوباما وویل چې د دې ترشا لوی لامل د سوشل میډیا د لارې نه ولس ته احساساتي او ناسم معلومات خپرول دي. هغه زیاته کړه چې امریکایي سیاستوالو د خپلو شخصي ګټو لپاره ولس کې درزونه پیدا کړل، ویره کې یې وساتل، د سوشل میډیا د لارې نه یې احساساتي کړل. ډیری غربي مفکرینو وړاندوینه کړي چې اروپا او امریکا د فاشیزم یوې نوې څپې سره مخامخ دی. ...
نور ولوله

پرون پدې ځمکه د ادم علیه السلام د بچیانو شمیر ۸ میلیاردو ته ورسید

الله تعالی دا کاینات ۱۴ میلیارده کاله مخکې د یوې سترې چاودنې سره پیدا کړل. د نن څخه ۴.۵ میلیارده کاله مخکې په یو ګونو حجرو کې ژوند یا حیاة رامنځته شو. ۳ میلیارده کاله وروسته دا څو حجروي موجودات په وړو بحري حیواناتو بدل شول. بیا ۴۰۰ میلیونه کاله وروسته کوچني ماهیان رامنځته شول. ساینسپوهان وایې چې د نن څخه ۳۷۵ میلیونه کاله مخکې د تیکتالیک په نوم ماهي چې څلور پښې یې درلودي، د لومړي ځل لپاره د اوبو څخه وچې ته راووت، او لومړنی ژوندی حیوان وو چې پر ځمکه یې ژوند پیل کړ، او ورپسې ۱۰۰ میلیونه کاله وروسته حشرات او خزندې را پیدا شوي. د ادم علیه السلام د نزول اصلي وخت معلوم ندی، خو ځینې معاصر علماء وایې چې شاید ۸۰ زره یا یو لک کاله مخکې راغلی وي. ۲۱۸ کاله مخکې د انسان...
نور ولوله

مشر باید عادل او خپلو خلکو ته مخلص وي او امانت کې خیانت ونه کړي

د ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو مجلس کې خلکو ته خبرې کولي، یو کوچی راغی او پوښتنه یې وکړه: د قیامت ورځ کله ده؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو خبرو ته دوام ورکړ. ځینې خلکو وویلي چې رسول الله صلی علیه وسلم د کوچي پوښتنه واوریده، خو د خبرو پریکول یې خوښ نه شول او ځینو وویلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وانه وریده. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلې خبرې پاي ته ورسولي. پوښتنه یې وکړه چې هغه کس څه شو چې د قیامت په اړه یې پوښتنه کوله؟ کوچي وویلي: دلته یې یم، د الله پیغمبره. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: کله چې امانت ضایع شو، نو قیامت ته منتظر شه. کوچي وویلي: امانت څنګه ضایعه کیږي؟ رسول الله صل...
نور ولوله

ولي په تیرو شلو کالو کې موږ ونه توانیدو چې د روغتیا سکتور په پښو ودرو

یوه خبره چې د تأمل وړ ده، هغه دا ده چې ولي په تیرو شلو کالو کې موږ ونه توانیدو چې د روغتیا سکتور په پښو ودرو. هر کال د افغانستان ناروغانو تقریباً ۵۰۰ میلیونه ډالر په نورو هیوادونو کې په پوره سرګردانۍ سره په خپل علاج مصرف کړي. تر اخره د بې کیفیته درملو د واردولو مخه ونه نیول شوه. دا تراوسه څرګنده نده چې د ټیټ کیفیت لرونکو او تاریخ تیره درملو څومره افغانان وژلي او یا یې په نورو ناروغیو اخته کړي. د میلیاردونو ډالرو او د نړیوالو ادارو د تخنیکي مرستې سره ولي زموږ ناروغان په نورو هیوادونو کې معالجه کیدل؟ د خوړو او درملو ادارې په خپل کلني راپور کې وویلي چې په تیر حکومت کې د درملو واردونکو او حکومتي چارواکو د افغانانو سره ستر خیانت کړی، د مالي فساد له ام...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک