بایډن د افغانستان په قضیه کې له څو اړخونو د فشار لاندی دی
د امریکا رسنۍ له تېرې یوې میاشت څخه د افغانستان له خبر پرته بل څه نه لري. هره دقیقه او هره ورځ نوي داسې یو څه را څرګندېږي چې د امریکا بې کفایتي په ډاګه کوي او په نړیوال ستیج یې انځور ته لوی تاوان رسوي.
لومړی د طالبانو د ولایتونو نیولو موضوع شوه، بیا پسې د غني د تېښتې او د اردو د ماتې مسئله وه. له هغې وروسته د هوايي میدان موضوع امریکا او د بایډن ادارې لپاره د یو تاریخي شرم کیسه شوه، چین او د امریکا نورو مخالفینو ورځ او شپه یوه کړه چې په نړیوال ستېج خلکو ته د امریکا اصلیت ورښکاره کړي.
بایډن دا مهال د افغانستان په قضیه کې له څو اړخونو د فشار لاندی دی؛
» د امریکا عام خلک له دې غواړي ځواب ووايي چې د دوی په ټریلیونونه ډالر چې افغانستان ته د مرستو لپاره تلل څه شول؟ دوی د امریکا له مشرانو پوښتي چې تاسي خو ویل مونږ هلته د امریکا د ګټو لپاره اردو او حکومت جوړ کړی، هغه ولې ویلي شو؟ زمونږ نمائنده رئیس جمهور ولې له افغانستان څخه وتښتېد؟ بایډن کوښښ کوي خلکو ته ووايي چې افغانستان کې چې هر څه رامنځ ته شوي د ټرمپ د تړون له امله دي، زه پکې پړ نه یم خو خلک یې نه مني او ټرمپ هم د روان وضعیت پړه پر بایډن اچوي.
» د امریکا پوهه طبقه له بایډنه غواړي دوی ته اطمینان ورکړي او وښايي چې امریکا څه تضمین لري چې د طالبانو له نوي حکومت لاندې به داسې تروریستي ډلې په افغانستان کې فعالیت نه کوي چې د دوی ملي امنیت ته خطر اوسي؟
» نړۍ له بایډنه غواړي هغه خلک باید له افغانستانه راوویستل شي چې امریکا ۲۰ کاله د خپلو ګټو لپاره افغانستان کې استفاده کړل او د دوی ژوند یې په خپل هیواد کې د خطر سره مخ کړ، دوی باید امریکا ته راوړل شي تر څو ژوند یې امن شي. دوی دا کار د امریکا مسؤلیت بولي. په عین حال کې امریکا نه غواړي په لکونه افغانان چې دوی ترې استفاده کړې ټول امریکا ته یوسي.
» چین، روسیه او په لویه کې د امریکا مخالف بلاک کوښښ کوي نړۍ ته د امریکا هغه څېره وښايي چې دوی له خلکو پټه کړې ده. هند، استرالیا او جاپان چې د چین پر خلاف د امریکا نږدې ملګري دي دا بحثونه پکې راپورته شوي چې امریکا ملګرۍ کې څومره ثابته ده. دا د بحث د امریکا آیندې ته یو لوی خطر دی. نړۍ دا مهال پر امریکا یو څه پاتې باور هم له لاسه ورکوي.
بایډن که غواړي خپل خلک غلي کړی، پوهان یې آرام کړي، د نړیوالو بحث بدل کړي او د مخالف بلاک تبلیغاتي جګړه کم رنګې کړي خپلې ادارې سره په مشوره افغانستان په اړه نوی پلان ډیزاین کړ.
دوی د پاکستان او تېر افغان حکومت سره په کړي تړون دا فرصت درلود چې تر ۳۱ تاریخ پورې د پاکستان له فضاء څخه په استفاده افغانستان کې ډرون بمباري وکړي. دا هغه پخواني تړونونه دي چې د دې هیوادونو تر منځ له ۲۰۰۱ څخه رادېخوا پیل شوي ؤ. د دوی اوسني ډرون له منځني ختیځ څخه د پاکستان په لار افغانستان ته داخلېږي او بیا دلته خپل هدف په نښه کوي. طالبانو د دوی دې تړونونو ته د ۳۱ تاریخ آخري ورځ ټاکلې چې د دوی تللو سره به پای مومي.
له همدې فرصته په استفاده هغه ورځ بایډن پنټاګون ته وویل چې د افغانستان په اړه یو عملي پلان راوړي. د دوی نوي عملي پلان هدف همدا دی چې پورته ذکر شوي مسائلو کې دوی سره کومک وکړي.
پرون ناټو اعلامیه ورکړه چې دوی نشي کولای وروسته له ۳۱ څخه خلک له افغانستانه وباسي، دوی له هغو خلکو چې د دوی خدمت یې کړی، بښنه وغوښتله، پورته پلان سره یې خپلو ستراتیژستانو ته هم دا وښودله چې دوی دا توان لري چې د منځني ختیځ څخه خپل ټارګټ په نښه کړي. په دې برخه کې اوس دا سؤال کېږي چې پاکستان، د منځنۍ آسیا کوم بل هیواد او د افغانستان نوی حکومت به امریکایانو ته د دوی د فضاء استفاده کولو اجازه ورکړي؟
بایډن د دې ځواب نلري!
د مخالف بلاک تبلیغاتي جګړه هماغه سې کش کې روانه ده.تر اوسه امریکا او د دوی نوی پلان ناکام دی، پر بایډن هماغه سې انتقاد روان دی. د ډرون بمباریو او داسې نورو وحشتونو فرصت هم وروسته له ۳۱ د دوی له لاسه وځي.
