هیواد داسې نظام ته اړتیا لري چې زمونږ د خلکو خدمت وکړای شي
د ډیموکراتیک سستم بنیاد په دې ایښودل شوی چې خلک خپل ځان ته په خپله خوښه خپله رهبري وټاکي. د دې میکانېزم اساسي تعریف همدا دی چې د خلکو پر سر د خلکو په خوښه او د خلکو په رایه ټاکل شوي رهبران مشري وکړي.
امریکا ۲۰۰۱ کې د B52 او بلېک هاک په زور تېر نظام رنګ او نوی نظام تشکیل کړ. دغه پیل دیموکراتیک نه ؤ. خلکو نه ؤ غوښتی، په خپله خوښه د خپلو ګټو لپاره د بمونو په زور یې وطن ونیو، نوی سړی یې کېناوه. نوي نظام ته یې د دیموکراسۍ نوم ورکړ.
بیا دوه دورې انتخابات تر سره شول، دوی غوښتل د هغې تش په نامه انتخاباتو له لارې دولت ته جمهوري مشورعیت ورکړي خو هغه داسې وشرمېدل چې په تاریخ کې یې ساری نشته. د تفصیل لپاره یې د عبدالکریم خرم او ډاکتر سپنتا کتابونه ولولئ.
د پارلمان انتخابات خو بیخي نه بحث کوو. کوز پښتانه داسې پارلمان ته راجواړه وايي
بیا د ډاکټر غني دوه تورې دورې د جمهوریت په نوم تېرې شوې، چا پرې درې کسیز جمهوریت نوم کېښود او چا ټامهوریت. د دې خنثاء جمهوریت پای په داسې انتخاباتو وشوله چې د ولسمشر له رایو د پل سوخته پوډریان هم ډېر ؤ.
د بیان د آزادۍ، د علماؤ د ترورونو، د غلا و فساد و قتل و قتال و تعصب او …. خو یې بیخي غږ نه کوو.
زمونږ هیواد داسې نظام ته اړتیا لري چې زمونږ د خلکو خدمت وکړای شي، خلک پرې راضي وي، ځان پکې وویني او د عام ولس د مال، ځان او عزت ساتنه واکړای شي.
