No-IMG

د پنجشېر د قضیې یواځینی حل د خبرو اترو او مذاکرې له لارې دی

د پنجشېر د قضیې یواځینی حل د خبرو اترو او مذاکرې له لارې دی. په دې قضیه کې دخیل طرفونه په دې پوهېږي چې دا مهال جګړه د یو په ګټه هم نه ده.

نوی حکومت نړیوال رسمیت ته اړتیا لري، په ډپلوماتیک لحاظ دې وخت کې طالبانو ته هم ښه نه ده چې جګړه وشي.‌ نړیوالو کې د نوي نظام مخالف بلاک به له دې ډېره استفاده وکړي‌ چې د طالبانو تصویر لکه د تېرې ۲۰ کلنې روایتي جګړې په شان ډېر خراب کړي.

د پنجشېر د معضلې مشران هم باید په دې پوه وي چې د القابو، یو څو چوکیو, شخصي ګټو او قدرت لپاره باید د پنجشېر ۱۷۳،۰۰۰ خلک باید تکلیف سره مخ نه کړي.

که جګړه شوه خدای نه خواسته ډېر عام خلک به پکې ژوند له لاسه ورکړي،‌ دا جګړه د هېڅ چا په خیر نه تمامېږي.

کله چې انسان واقعیتونو سره مخ شي د عقل او درایت تقاضا همدا ده چې د ټکر پر ځای ورسره د تعامل او تفاهم لار پیدا کړي. د پنجشېر مشران که په دې پوه نه شي،‌‌ ښايي ډېر لوی قیمت یې پرې کړي.

په همدې موضوع نور بحث لاندې لېنک کې؛

https://www.cgtn.com/tv/replay?id=DfGFEA

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک