د دوکتور عبد الحی قانت لیکنی

د سیمې هیوادونه نوي حکومت سره تعامل لپاره تیاری نیسي

د سیمې هیوادونه افغانستان کې له وروستیو تحولاتو وروسته نوي حکومت سره تعامل لپاره تیاری نیسي. دا تعامل دې لپاره دی چې سیمه نوی حکومت منحیث یو واقعیت مني‌ او غواړي‌ چې د هغه مسائلو په اړه دې واقعیت سره باور رامنځ ته کړي‌ کوم چې دوی ته مهم دي. سیمه د افغانستان له بې امنیتۍ څخه ډ‌ېره کړېدلې، اوس ټول په دې فکر کې دي چې د افغانستان لخوا د امنیتي مسائلو ځان مطمئن او نوي حکومت سره جوړ تعامل ته ادامه ورکړي. د مهاجرتونو،‌ نشه ای توکو د قاچاقو او ترورېزم، درې مسئلې داسې دي چې ټوله سیمه ورته په تشویش کې ده خو د دې مسائلو د حل لپاره ټول هیوادونه مجبور دي چې په نوي حکومت حساب وکړي. روسیه، چین، پاکستان، ایران او له تاجکستان پرته د مرکزي آسیا ټو...
نور ولوله

د مقاومت نوي مداریان به بیا په کومو سترګو له ولس ملاتړ غواړي

د مقاومت په نامه راټولې شوې څو پخوانۍ څېرې چې تاریخ یې د هر افغان په ذهن کې ثبت دی، پرون د سیاسي او نظامي فعالیت پیلولو خبر ورکړ.‌ د دوی د مقاومت لوی خبر دا ؤ چې دوی افغانستان کې دیموکراتیک نظام غواړي. سړی حیران شي، دا شل کاله چې دوی د امریکا په هر نعمت کې په دې پاکې خاورې مست وګرځېدل هغه څه ؤ!؟ :)‌ دا بې چاره مخلوک په دوه غلط فهمیو کې اخته دی؛ یوه دا چې دوی فکر کوي نړې تر اوسه هماغه د ۱۹۹۶ نړۍ ده. دوی به مقاومت اعلان کړي‌ او بیا چې د نړۍ د هر هیواد کټې اوس افغانستان کې نه تضمینېږي، له دوی به د شخصي ملېشو کار واخلي. متأسفانه چې هغه وخت تېر شو.‌ هغه ورځې لاړې چې له ایران، فرانسې، امریکا، مرکزي...
نور ولوله

نوې سړه جګړه؛ شمالي کوریا؛ د امریکا لوی دردِ سَر

شمالي کوریا نن د اوبو لاندې یو انټر کانټینینټل بلاسټېک توغندی ټست کړ چې په سوېل کوریا،  جاپان او امریکا کې یې سخت غبرګون راپارولی. شمالي کوریا ولې داسې بې سُره کارونه کوي؟ د تېرې سړې جګړې اولنۍ نښته د کوریا جګړه یادېږي چې د شمالي کوریا او سوېل کوریا تر منځ وشوه. له ۱۹۵۰م تر ۱۹۵۳م پورې درې کاله دا جګړه د چین او امریکا تر منځ د سړې جګړې په اوایلو کې اولنی ټکر ؤ. شمالي کوریا چین بسپنه کوله او جنوبي کوریا امریکا، تر دې حده چې امریکايي پوځیان او چینايي پوځیان سره مخامخ هم وجنګېدل. د کوریا له درې کلنې جګړې وروسته کوریا همداسې په دوه برخو تقسیم پاتې شوه. اوس مهال امریکا او چین ته د چین په شرق کې پراته دا هیوادونه ستراتیژیک اهمیت لري...
نور ولوله

د مسکو غونډه؛ روسیه د افغانستان قضیه کې خپل رول جوتولو لپاره په لاره اچوي

د مسکو غونډه د "مسکو فارمټ" د هغې غونډو تسلسل دی چې له ۲۰۱۸م څخه یې روسیه د افغانستان قضیه کې خپل رول جوتولو لپاره په لاره اچوي.‌ د تېر حکومت او اوسني حکومت سیمه ایزه ډپلوماسي اساسي توپیرونه لري. د تېرو افغان حکومتونو روسیې، چین او د سیمې نورو هیوادونو سره ډپلوماسي ځکه نه جوړېده چې هغوی د ناټو په پیسو خپله چورلۍ تاووله، ناټو د سیمې دښمنه وه،‌ زمونږ شا او خوا ټولو هیوادونو ته پخوا زمونږ پیام دا ؤ چې مونږ داسې همسایه ګان یو چې ستاسي دښمن مو خپل کور کې ساتلی. طبعي خبره ده چې د داسې همسایه پر ضد نور چم ګاونډ د همکارۍ او ښو اړیکو پر ځای د ځان ساتنې ترتیبات نیسي. نوي حکومت سره چې یو مثبت تحول رامنځ ته شوی دا دی چې مونږ اوس سیمې سره د دښمنۍ پ...
نور ولوله

کولن پاول به د نړۍ آزاد ملتونه هېڅ کله ونه بښي

کولن پاول د کرونا له امله مړ شو خو شاته یې داسې تاریخ پرېښود چې د نړۍ آزاد ملتونه به هېڅ کله دی ونه بښي.‌ امریکایانو لپاره کولن پاول یو قهرمان دی ځکه چې د دوی د ګټو لپاره یې د نړۍ لویې جګړې رهبري کړي. دی د امریکا د ملي امنیت مشاور، د امریکا د پوځ مشر اوبیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ؤ. افغانستان او عراق باندې د امریکا د نظامي یرغل له دوو سترو مجرمانو څخه یو دا دی.‌ رمز فیلډ چې څو میاشتې مخکې یې څېره له دې نړۍ ورکه شوه نن ورپسې دی هم ورغی. دا دوه څېرې وې چې د په نړۍ کې یې د ټروریزم ضد جګړې پر نوم د امریکا د نړیوالې هېژمانۍ ساتلو په پار د عراق او افغانستان میلیونونه انسانان له تېغه تېر کړل.  د عراق او افغانس...
نور ولوله

ازبکستان ته د نوي حکومت د مشرتابه پلاوي سفر مهم او پر وخت سفر ؤ

ازبکستان افغانستان ته له درې نورو هیوادونو له ټولو زیاته برېښنا صادروي. دې سره چې تېر حکومت د برېښنا پېسې نه وې پرې کړې د ازبکستان دا تصمیم چې افغانستان باندې به خپله برېښنا نه بندوي مهم تصمیم دی.‌ همدا راز ازبکستان هم افغانستان سره دې لپاره غواړي ښه روابط ولري چې دوی کولی شي زمونږ له لارې سوېل آسیا ته ورسېږي. ازبکستان سوېل آسیا ته رسېدلو لپاره د پاکستان او ایران دوه لارې لري چې دواړو کې د افغانستان همکاري دوی لپاره مهمه ده. د سرخان-پلخمري د برق پروژه بله مهمه پروژه ده چې ازبکان غواړي تر سره یې کړي. د ازبکستان د اسلامي ګوند د جنګیالیو، دوه طرفه تجارتي روابطو، د مزار-کابل-پېښور ریل لارې، ټرانرېټ او همداسې نورو مسائلو په اړه ازبکستان مجبور دی چې خپلو ګټو لپاره نوي حکومت سره تعامل وکړي...
نور ولوله

چین د روسيه لپاره له نورو زیات اعتمادي او باوري هیواد دی

مسکو کې د “انرژي هفته” نومي یو کنفرانس کې پرون پوتین سی ان بي سي ته د چین په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل؛ څومره چې زه د چین د حکومتدارۍ په فلسفه پوهېږم، چین نورو هیوادونو سره په جګړو باور نه لري، دوی نړیوال سیاست ته له جلاء‌ زاویې ګوري. مونږ لپاره چین له نورو زیات اعتمادي او باوري هیواد دی او مونږ لپاره د ستراتیژیک ملګري حیثیت لري.‌ مونږ کوښښ کوو چې یو بل سره د انرژۍ له لارې ونښلو. روسیه تابیا لري چې د منګولیا له لارې چین ته ګاز صادر کړي، همداسې د آرتېک بحر له لارې هم چین ته د سوداګرۍ لار ورکوو، د آرکتیک LNG2 (چې د مایه ګاز د نړۍ لویه پروژه ده) په اړه مو هم خبرې روانې دي، یواځې سږ کال مو په سودا ګرۍ کې ۱۰۰ میلیارده زیاتوالی راغلی، دا یو ریکارډ دی...
نور ولوله

نوۍ سړه جګړه جاپان؛ د ستراتیژیک تصمیم او تاریخي مجبوریت تر منځ؟

څو ورځې وړاندې د جاپان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر فومیو کیشیدا د جاپان د لبرال ډیموکراتیک ګوند مشر او د هیواد صدر اعظم انتخاب شو. دا سړی په لبرال ګوند کې د تېر صدر اعظم د بلاک سړی دی او ښکاري چې د دې راتګ سره د چین په اړه د جاپان پالیسي کې لوی تغیر رامنځ ته نه شي‌ خو جاپان بیا هم دې ته اړتیا لري چې د امریکا د ملګریتوب تر څنګ چین سره اړیکې وساتي.‌ دا مهال د جاپان اقتصاد کرونا ډېر ځپلی او جاپان چین ته په دې برخه کې اړتیا لري. د جاپان نوي صدر اعظم هغه ورځ وویل چې دی غواړي چې چین سره باور او اعتماد جوړ کړي‌ او اړیکې ښه طرف ته سوق کړي خو آیا دا ممکنه ده؟ جاپان د آسیا یو تاریخي او تمدني هیواد دی چې له زرګونو کلونو د یوې اغېزمنې امپراطورۍ په څېر د آسیا په شرق کې اوسېده. د دوی تمدن له چیني تمدن نه متأثر پ...
نور ولوله

روانه پیړۍ د هغه چا ده چې پر فکري او علمي سرچینو پانګونه کوي

روانه پیړۍ د هغه چا ده چې د فزیکي سرچینو سر بېره پر فکري او علمي سرچینو پانګونه کوي. نوې نړۍ کې به هغه څوک ګټونکي وي چې د بهترین ستراتیژیک فکر خلک ولري.‌ ستراتیژي ده چې یو هیواد نه نش څخه د نړۍ قوي ځواک جوړوي.‌ امریکا په تېرو ۳۰۰ کلونو کې د نړۍ قوي مغز را ټول کړل، د نړۍ قوي‌ پوهنتونونه او بهترین تحقیقاتي‌ مرکزونه دوی جوړ کړل.‌ همدا پالیسي وه چې له جرمني یې کسنجر، این سټاین له پولېنډ یې برژنسکي او د نړۍ له ګوټ ګوټه یې هر هغه چا ته په خپل غېږ کې ځای ورکړ چې دوی پوهېدل کار ترې اخستلای شي. نن چین او د نړۍ هر هیواد پر R&D کار کوي، دوی کال تر بل د ریسرچ او پرمختګ فنډ زیاتوي. حک...
نور ولوله

نړۍ دا مهال له یو بعدي ساختار څخه څو بعدي ساختار طرف ته روانه ده

نړۍ دا مهال له یو بعدي ساختار څخه څو بعدي ساختار طرف ته روانه ده. نوې نړۍ کې له پنځو تر لسو کلونو درې بلاکونه را منځ ته کېدونکي دي. امریکا، چین او روسیه به د روانې لسیزې په نړیوال سیاست حاکم وي.‌ راروان وخت کې به روسیه له دې دوه بلاکونه د یو برخه ګرځي‌ او یا به بې طرفي اختیاروي.‌ که د چین اقتصاد همداسې مخ په پورته کېدو روان وي، ښايي تر ۲۰۳۰م چین د امریکا د څلوېښت کلنې یو اړخیزې هېژمانۍ ته د پای ټکی کېږي. پرون د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي امیر خان متقي خبرې ډېرې په واقعیتونو ولاړې وې. ده وویل چې د د سیمې، اسلامي هیوادونو او د نړۍ زبر ځواکونو ټولو سره په متقابل احترام د بلانس سیاست غواړي.‌ ...
نور ولوله

د اکتوبر میاشت د ګران هیواد آیندې لپاره برخلیک ټاکونکې میاشت ده

هغه ورځ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته سفر درلود او د سفر په ترڅ کې یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د حکومت مشرتابې سره وکتل. د نوي حکومت له جوړېدو وروسته دا دوهم هیواد ؤ چې د بهرنیو چار وزیر یې افغانستان ته سفر کاوه. د سیمې هیوادونو کې له تاجکستان پرته (چې هغه هم خپل مجبوریتونه لري)‌ ټولو هیوادونو د افغانستان نوي‌حکومت سره د همکارۍ ژمنه کړې. د ترکمنستان، قرغزستان او چین سفیران هم په کابل کې فعال دي او نوي حکومت سره یې د باور پخولو لپاره هلې ځلې پیل کړي. په دې روانې میاشت کې څو داسې نورې ناستې دي چې د هیواد د آیندې د برخلک ټاکلو په موخه ډېرې مهمې دي.‌ ۱. د اکتوبر په ۱۲...
نور ولوله

نوې سړه جکړه، چین؛ د یوویشتمې پیړۍ ګټونکی؟

نن د چین جمهور رئیس شي جېن پېنګ د چین د ۱۹۱۱م کال د انقلاب په ۱۱۰مه کلیزه کې خبرې وکړې.‌ ده وویل چې د چین د "ملي تجدید" او "بیا رغونې" پروسه په جدیت دوام لري او ډېر ژر به چین د نړۍ پر مخ یو واحد او قوي ځواک را څرګند شي. د ۱۹۱۱م انقلاب چین کې د آزادی انقلاب ؤ چې په نتیجه کې یې هغه شاهي نظام چې په زرګونه کاله یې دوام کړی ؤ ړنګ شو او پر ځای یې د چین ریپبلک جوړ شو.‌ همدا انقلاب ؤ چې بیا یې وروسته د ماؤ انقلاب ته لاره برابره کړه او د چین د کمونست ګوند په کوشش د ۱۹۴۹م کمونستي انقلاب رامنځ ته شو.‌ چین په تاریخي لحاظ زرګونه کلونه د نړۍ په مخ د انزواء سیاست کړی. دوی داسې امپراطوري درلوده چې له ځانه یې دیوالونه چاپېره کړي ول او نه ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک