ډاکټر غني یو ناکام سیاستمدار او د رهبرۍ له ظرفیته خلاص سړی ؤ
رویټرز دا اوس د بایډن او ډاکټر غني هغه تیلیفوني خبرې چې دوی د جولايي په ۲۳ کړې وې، نشر کړي.
له دې خبرو ډېرې نورې کیسې هم واضحې شوې. تاسي د دوی دواړو خبرو په دقت ولولئ، هر څه واضح دي.
بایډن غني ته اوله خبره دا کوي چې ټوله نړۍ کې داسې تصور دی چې ستا دولت په جګړه کې ناکام دی. زمونږ حکومت ستاسي په اردو په میلیاردونو مصرفونه کړي، دوی باید د طالبانو د ۸۰،۰۰۰ کسانو په مقابل کې کامیاب شي. د نړۍ دا تصور باید بدل کړای شي.
دوهمه خبره دا ورته کوي چې د نړۍ دې منفي تصور بدلولو او دې لپاره چې امریکا تاسي ته هوايي کومک درکړي، ته باید دوه کاره وکړې.
» اول دا چې زه هم ستا په شان نظامي سړی نه یم خو ماته پنټاګون او رمونږ د ملي امنیت خلک دا مشورې راکوي چې ته باید د طالبانو مخنیوي لپاره یوه مؤثره نظامي ستراتیژي جوړه کړې (دا مهاغه شپږ میاشتنۍ ستراتیژي ده چې ډاکټر غني بیا د اختر په ورځ اعلان کړه). د دې ستراتیژۍ د عملي کولو لپاره د بسم الله خانه کار واخله، هغه ته صلاحیت ورکړه چې جګړه وکړي.
» دوهم دا چې ملي اجماع جوړه کړه. حامد کرزی، دوستم او نور سیاسي رهبران را ټول کړه، هغوی ته دې ستراتېژي تشریح کړه او هغوی ته قناعت ورکړه. تاسي ټول بیا په یو ځای رسنیو ته راښکاره شئ او نوې ستراتیژي مو اعلان کړئ.
که چېرته دا دوه کارونه وکړې هم به په نړۍ کې ستا په اړه د ناکامۍ ته تصور بدل شي او هم به مونږ دې ته تیار شو چې تاسي ته ملاتړ درکړو.
غني بایډن ته وايي چې زه ستا ډېر ممنون یم او ستا سخاوت هم پر ما ډېر لوی احسان دی. مونږ ستاسي د ټولو نظامي مرستو ډېر منندوی یو خو که تاسي ښه وګڼئ مونږ ته هوايي نظامي مرستې او پیسې راکړئ، زه اطمینان درکوم چې مونږ دا جګړه ګټو.
تبصره؛
بایډن له همدې تیلیفون څخه وروسته رسما له کانګرسه وغوښتل چې افغانستان ته درې میلیارده ډالر کومک ورکړل شي.
د غني او بایډن له همدې خبرو ۲۲ ورځې وروسته غني له هیواده په داسې حال کې وتښتېد چې تر اوسه د خلکو ژوند نورمال حالت ته نه دی راغلی.
غني له اولې ورځې نه تر آخرې د خپل ناکام سیاست له امله په دې نه توانېد چې ملي اجماع رامنځ ته کړي. د د طالبانو پر وړاندې جګړې لپاره هم کومه واضحه تګلاره نه درلودله.
دا دوه هغه شیان ؤ چې خارجیانو د دې ملاتړ لپاره دې ته د شرایطو په توګه ایښي ؤ.
ډاکټر غني یو ناکام سیاستمدار او د رهبرۍ له ظرفیته خلاص سړی ؤ.
غني هغه کندې ته پرېووت چې له ۷ کلونو مسلسل ده خپله او د ده نږدې ټیم ځان ته ایستې وه.
