No-IMG

نړۍ په ټوله کې د نوي حکومت پېژندنې لپاره دوه شرایط لري

نړۍ په ټوله کې د نوي حکومت پېژندنې لپاره دوه شرایط لري؛ دا چې نوی حکومت باید ټولشموله وي او بل دا چې په نوي ساختار کې باید د افغانستان د عام ولس بنیادي حقوق تضمین وي.

چین او روسیه داسې فکر کوي چې د بشر د حقوقو موضوع د امریکا د سیاست برخه ده چې په نورو هیوادونو کې د خپلو موخو لپاره استفاده ترې کوي.‌ له دې امله چین او روسیه د له نوي‌ جوړېدونکي حکومت منلو لپاره یواځې ټولشمولیت شرط ګڼي.

روسیه او چین د ملګرو ملتونو امنیت شوری مهم غړي دی او پر هر تصمیم د ویټو حق لري.‌

نن ما د چین نړیوال ټلویزیون CGTN ته وویل؛

نړی باید د افغانستان نوي رامنځته کېدونکي حکومت سره ریالیستیک تعامل وکړي‌.

نړۍ باید په دې پوهه وي چې افغانستان په اړه د دوی هر منفي تصمیم په دې هیواد کې انساني فاجعه رامنځ ته کولای شي.‌

که چېرته دوی زمونږ هیواد سره غیر واقعي تعامل وکړي، عام ولس به قفر، بې کارې او بې شمیره نورو مشکلاتو سره مخ شي.‌

نړۍ باید په دې وخت کې افغان ولس ته لاس ورکړي او د جګړې له یوې اوږدې دورې وروسته دوی سره د پیشرفت په لار کې کومک وکړي.‌

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک