No-IMG

‌نوي‌ حکومت ته وخت ورکړئ

نوي‌ رامنځ ته شوي واقعیت ته هر څوک له خپلې زاویې ګوري او د هماغې زاویې په اساس د افغانستان د آیندې په اړه قضاوت کوي؛

ځینې یې له شخصي زاویې ګوري. دا هغه طبقه ده چې د هر مثبت منفي په اړه د قضاوت تله ورسره خپلې شخصي ګټې دي. که د دوی ګټه پکې وي، تنخواه یې وي، وظیفه ورته پیدا کېږي او ساعت یې تېرېږي، هر څه سم دي خو که دا نه وي، نظام ړنګ او د هیواد آینده تباه ده.

ځینې یې له فکري پلوه ګوري. دوی هغه خلک دي چې آسمان ورته راښکته کړئ، من او سلوی ورته راوړئ، قناعت نه کوي ځکه دوی له مخکې ذهن جوړ کړی چې نظام سیکولار، لبرال، کمونېست یا … نه وي، دوی ته سم نظام نه ښکاري. دا طبقه خلک فساد، غلا، قتل و قتال هر څه توجېه کوي خو چې د قدرت په واګو د دوی د فکر خلک ناست وي.‌ تېر دولت کې دا طبقه نامیان ډېر ؤ.

ځینې یې له سیاسي پلوه ګوري، د نوي‌ واقعیت مشرانو سره یې پخوا په سیاسي ډګر کې مشکلات راغلي. اوس هم خپلې حزبي، سمتي او قومي سیاسي‌ ګټې ګوري، که هغه تضمنېږي ښه که نه دوی هم هېڅ نه مني.‌

ځینې یې عقدې لري،‌ د دوی طرف مالوم دی. تر څو چې زړه نه وي‌ نرم شوی او له عقدو یې لاس نه وي‌ اخستی،‌ هر ښه او بد دوی لپاره په نوي ساختار کې بد دي.‌

ځینې یې بیا د پخوانیو تبلیغاتو او پراپیګنډاؤ له عینکو ګوري.‌ دوی هغه دي چې شاید څه وخت وروسته ډېر هغه څه چې دوی ته ویل شوي ؤ او دوی هم د فیسبوک له صفحې اخوا پسې مطالعه ونکړه، مالوم شي. دا خلک دا مهال په یو لوی تشویش کې قرار لري.‌ له یوې خوا نوي واقعیتونه ګوري چې بدلېدونکي دي له بلې خوا هغه څه چې دوی ته شل کاله رسنیو ویلي هم پوره دروغ نه ښکاري. ځینې یې له قومي زاویې ګوري.‌ دا طبقه خو دې خدای وبښي، لوی مشکلات لري.‌ دا تعفن د دې تېرې ۴۰ کلنې دورې یو ګنده لاسته راوړنه ده. بحث پرې نه کوو.

مونږ باید نوي واقعیت ته له ملي او ریالیستیکي زاویې وګورو. د دوی ګړنې د تېرو دورو سره په پرتلییز ډول مطالعه کړو،‌ د افغانستان اوسنۍ اوضاع سمه تحلیل کړو او بیا وګورو چې کوم مثبت ګامونه دي چې باید واخستل شي.

فرحناز فروتن به یو وخت ویل چې زما رباب پکې بندېږي زه غواړم دا جګره تل لپاره دوام وکړي، داسې سوله زما نه ده پکار. دغه د مریضو او له واقعیته لرې خلکو یو کلاسیک مثال دی. دوی ته د افغان له ژوند څخه خپل رباب ډېر مهم ؤ. لومړیتوبونه او اولویتونه که همداسې وي، د ملت ګټې نه شي تضمینېدلای.

زه وایم سلګونه مشکلات شته او وي به خو لومړیتوبونه باید مالوم وي. دا مهال له ټولو مهم شی امنیت، سوله او آرامي ده. ورپسې مهم ترینه قضیه د اقتصاد او بیا د بهرني سیاست ده. زمونږ هیواد دا مهال قوي ملي حاکمیت او ارضي تمامیت ته اړتیا لري. د واک جزیرې باید ختمې شي، هره کوڅه کې یوه پاچاهي باید پای ومومي او نظام مستحکم، قوي‌ او متحد شي؛ بیا نور ډېر مشکلات دي چې په وخت سره به ورسره تعامل کېږي

د نړی په یو هیواد کې هم اصلاحات په یوه شپه نه دي راغلي، د چین تاریخ راواخلئ،‌ له ماؤ تر اوسه یې ولولئ، جاپان له ایتو تر دا دمه ولولئ، امریکا له جورج واشنګټن څخه تر ننه ولولئ، مالیزیا، انډونیزیا، هند، پاکستان، ایران، عربي هیوادونه او… ټول مطالعه کړئ هغه هیوادونو چې پرمختګ یې کړی اولین شرط پکې آزادي او استقلال دی. د نور له چنګه خلاصېدل دي.

بدلون او اصلاحات یو طبعي تدریجي‌ عمل دی، وخت نیسي او زړه به ورته نه تنګوو.دا وخت دی چې واقعیتونه درک کړو، تعامل ورسره وکړو او هر یو خپل مسؤلیت اداء‌ کړو.‌نوي‌ حکومت ته وخت ورکړئ،‌ له پاسنیو کمزورو زاویو یې مه ګورئ، د ملي ګټو او عام ولس د ګټو له زاویو یې وګورئ او تشویش مه کوئ، خدای لوی دی،‌ هر څه به سم کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک