No-IMG

د مقاومت مشران له ۲۰ ورځو په اسلام آباد کې څه کوي؟

که دا مقاومت د پاکستان په وړاندې ؤ نو د مقاومت مشران له ۲۰ ورځو په اسلام آباد کې څه کوي؟

که د ژبې او قوم لپاره ؤ،‌ هغه پښتانه سیکولاران او نشنلستان چې د پښتونپالنې د نوم لاندې یې دا شل کاله د دوی خپې وهلې، دوی یې “لنډه غر” بلل، د دوی پر وړاندې یې د هر پښتون په زړه کې نفرت پیدا کاوه، تبلیغات یې کول او هر دروغ ریښتیا یې ویل، د دوی په ډله کې څه کوي؟ بل دا چې هغه طالبان چې دوی سره جنګېدل هم د دوی د قوم او ژبې ؤ!؟

که ډیموکراسۍ لپاره ؤ، په ډیموکراسۍ کې د دوی تاریخ له چا پټ دی؟که اسلام لپاره ؤ، کوم اسلام؟ دا څرنګه اسلام دی چې برنارد لویس (یهودي لابي ګر) او فرانسه (د اسلام له ټولو لویه دښمنه) ورته لابي کوی؟

که د آزادۍ لپاره ؤ نو د امریکايي اشغال چې د دوی په ډاډ یې دلته تشریف راوړی ؤ هغه څه ؤ؟ دا شل کاله چې پیسې وې، موټرې او مستۍ وې، آزادي چېرې وه؟

که د فکر لپاره وي، د دوی فکر څه دی؟

که د سمت لپاره وي، تېرو شلو کلونو کې دوی د شمال سمت ته څه خدمت کړی؟

خبره بل ځای کې ده، په دقت یې ګورئ، د پښتون، تاجک تر منځ نفرت پیدا کول د دوی وسیله ده،‌ دوی له دې استفاده کوي.‌

زه په ژبه پښتو وایم اما زړه مې تاجک، ازبېک او هزاره دی.

زنده باد متحد افغانستان

مرده باد د تجزیې مردوده کړۍ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک