بايډن: روانو ورځو کي د G7 غونډه د راتلونکی حکومت په اړه فيصله کوو
دا اوس بايډن یو ځل بیا رسنیو سره افغانستان په اړه وغږېد. ده په خپلو خبرو کې لاندې نکتې یادې کړې:
* دا مهال زمونږ ټول ترکیز د کابل په هوايي میدان دی. مونږ کوښښ کوو چې ټول امریکايان او هغه افغانانو چې تېر شل کاله د امریکا خدمت کړی له افغانستان څخه راوباسو.
» مونږ افغانستان ته ناټو هیوادونو سره یو ځای تللي ؤ، مشوره مو وکړه چې یو ځای دا نه ختمېدونکې جګړه ختمه کړو، او اوس مهال یو ځای د راوتلو په پروسه هم کار کوو.
* څه موده وړاندې د ناټو مجلس کې ما د ناټو ټولو غړو هیوادونو سره دا خبره وکړه چې افغانستان ته زمونږ تګ د القاعدې د ختمولو په موخه ؤ او هغه مو لاسته راول. اوس زمونږ ملي ګټې نه ایجابوي چې افغانستان کې پاته شو، لذا راووتلو.
* راروانو ورځو کې د G7 هیوادونو غونډه ده، دې غونډه کې مونږ ټول په شریکه فیصله کوو چې د طالبانو آینده حکومت سره څه رنګه تعامل وکړو. مونږ به طالبانو ته ووایو چې که دوی رسمیت غواړي، دوی باید د بشر د حقوقو،خصوصا د ښځو او انجونو د حقوقو ساتنه وکړي.
* دامهال له افغانستان څخه زمونږ ملي امنیت ته خطر نشته او هر کله چې مو احساس وکړ چې مونږ ته خطر مواجه دی، په قوت یې ځواب ورکوو.
* امریکا او ملګري هیوادونه په دې غور کوو چې په راروانو ورځو کې د افغانستان خلکو ته بشري مرستې ولېږو او دوی یواځې پرېنږدو.
* مونږ شل کاله افغانستان کې پاته شو، فکر مو کاوه قوي اردو مو روزلې خو زمونږ توقع نه وه چې دونې ژر به ماته شي.
» مونږ طالبانو سره د دې توافق لرو چې دوی به زمونږ د وتلو به وخت کې پر مونږ حملې نه کوي، هغه امریکایان چې غواړي د کابل هوايي میدان ته راشي، ډاډه دې اوسي چې دوی ته به خطر نه وي.
* زمونږ ملي امنیت ته دا مهال له منځني ختیځ او شرقي افریقا څخه خطر مواجه دی، مونږ افغانستان کې څه وکړو؟ مونږ باید هغه ځای کې انرژي مصرفه کړو کوم ځای کې چې یې زمونږ ګټې ایجابوي.
تبصره؛
* افغانستان څخه د امریکا د وتلو په تصمیم بايډن امریکا کې له سخت انتقاد لاندې دی خو ده په دې خبره ټینګ ولاړ دی چې نوره هلته هېڅ وخت خپله انرژي نه ضایع کوو. امریکا غواړي افغانستان سره نور لکه د یو عادي هیواد تعامل وکړي، افغانستان نور د دوی د بهرني سیاست په اوله دوره کې قرار نه لري، اوس زمونږ افغان ولس سره یواځې دوه لارې دي.
۱ دا چې بیا سره په خپلو کې ونښلو، په آیډیلوژیکو، فکري او سیاسي اختلافاتو سره بلې کورنۍ جګړې ته لاره هواره کړو او افغان ولس یو بل نه ختمېدونکي ناروین سره مخ کړو.
۲ بله دا چې ملي فکر وکړو، له اختلافاتو تېر شو، د خپل ولس او آیندې غم وخورو، د نوي رامنځ ته کېدونکي حکومت بسپنه وکړو او په خپل زیار او کوښښ خپل هیواد جوړ کړو.
دا مهال چې مونږ ته د هیواد روښانه ایندې لپاره خدای کوم فرصت راکړی، ښايي تاریخ کې ډېرو کمو خلکو ته په لاس ورغلی وي.
نړیوالې ټولنې نور مونږ خپل ځان ته پرېښې یو، دوی زمونږ غم نه خوري، اوس چې هر تصمیم نیسو، مسؤلین به یې خپله یو.
که سره یو شو، په مشترکاتو کار وکړو او اختلافات پرېږدو، نړۍ مو هم په رسمیت پېژني او خپله روښانه آینده هم تضمینولی شو.
