د دوکتور عبد الحی قانت لیکنی
د غرب د اقتصادي بندیزونو له لارې نور هیوادونه دې ته تیاروي چې د دوی فرمایشات ومني!
د غرب یوه ستراتیژي دا ده چې غواړي د اقتصادي بندیزونو له لارې نور هیوادونه دې ته تیار کړي چې د دوی فرمایشات ومني. دوی همېش کوشش کوي د نړیوال اقتصاد په بازار د دوی د ولکې په وسیله نورو سیمو کې خپلې ستراتیژیکې ګټې تضمینې کړي خو په معاصر تاریخ کې دوی هېڅکله په دې نه دې توانېدلي چې د له دې لارې خپلې موخې لاسته راوړي.
د دوی ناکامو ستراتیژیو په ایران، روسیې، چین، کیوبا، وینزویلا، عراق او ډېرو نور هیوادونو کې هېڅ کار ورنکړ، دوی ونه توانېدل دا هیوادونه خپلې نړیوالې هیژمانۍ ته تسلیم کړي.
هېڅوک نه غواړي نړیوال سیاست کې د امریکا په شان قوي هیواد سره اړیکې خرابې کړي خو کله چې دا اړیکې د هیواد د خپلو ستراتیژیکو او امنیتي ګټو په بیه وي، ژوندي ملتونه هېڅکله تن نه ورکوي...
نور ولوله
روان اقتصادي نړۍ کي افغانستان چېرته دی؟ څه پلان شته؟
له اولې میلادي پیړۍ څخه تر ۱۸مې پیړۍ پورې په اقتصادي لحاظ شرق د نړۍ د ثقل نکته پاته شوی. غرب اول له انلانټکه آخوا (امریکا) وجود نه درلود او له اټلانټکه دې طرف ته اروپايي هیوادونه په علمي، اقتصادي، اجتماعي او په ټوله کې په تمدني لحاظ ډېر کمزوري ول. غربيانو هغه مهال چې اسلامي تمدن د اوج په حال کې ؤ، کار پیل کړ. دوی له د تونس زیتونې، د اندلس له قرطبې، غرناطې، اشبیلېې، قشطلې او د مصر له ازهره زده کړې پیل کړې. فرانسویان به د فرانسې له پولو اندلس ته را اوښتل او له مسلمانانو به یې علوم، فنون او فلسفه زده کوله. دوی هماغه وخت د اسلامي تمدن له برکته د غربي تمدن بنیاد کېښود. په دې اوږدو کې امریکا هم وزږېده. دوی له اسلامي نړۍ علوم ویوړل او د غربي کلتور په اډانه کې یې پرې کار وکړ. کله چ...
نور ولوله
امریکا نور د افغانستان په جګړه کې ملي ګټې نه لري
غني وايي زه نه پوهېدم چې امریکا به وځي، په ۲۰۲۰ کال په ۲۱ اګست چې هغه مهال بایډن په خپل انتخاباتي کمپاین بوخت ؤ، دا لیکنه شوې؛
د جو بایډن په اړه د ځینې خلکو په ذهن کې دا فکر دی چې که چېرته دی د امریکا د جمهوري ریاست په راروانو انتخاباتو کې کامیاب شي، د ټرمپ د ادارې لخوا به طالبانو سره د سولې شوې هوکړه رد کړي.
دا فکر په لاندې دلایلو سوچه بې منطقه دی؛
» جو بایډن څو میاشتې وړاندې د دیمومکراتانو د داخلي انتخاباتو په یو بحث کې وویل چې افغانستان په اړه، دیموکرات حزب، د ټرمپ سیاست سره هیڅ مخالفت نه لري او دوی (دیموکراتان) هم په همدې نظر دي چې د امریکا پوځ باید د افغانستان له بې نتیجې جګړې کور ته راستانه شي.
...
نور ولوله
ترکیې او افغانستان ته نوی سیاست؛ متحده عربي امارات د څه په لټه کې دی؟
دا ورځې متحده عربي امارات خپل بهرني سیاست کې د سیمې ځینې هیوادونو سره نوي تعاملات پیل کړي چې په اړه یې مختلفې څرګندونې کېږي. دلته یې په لنډ ډول افغانستان او ترکیې کې رول ته سر ښکاره کوو.
ترکیه او متحده عربي امارات
له ۲۰۱۱م را دېخوا د اماراتو او ترکیې روابطو ډېر خراب حالت کې قرار درلود. د دې خرابو روابطو خپل لاملونه ؤ خو له ټولو لوی لامل یې د ترکیې بهرنی سیاست ؤ. کله چې اردوغان د خپل حکومت په اوله لسیزه کې ترکیې ته اقتصادي وده ورکړه او تر ډېره یې داخل کې ځان د نورو له تکیې وویست، د دې ډاډ یې پیدا کړ چې ترکیه له داخلي سیاست څخه قوي او فعال بهرني سیاست ته هم وباسي. ترکیې له دې مخکې ټولو هیوادونو سره ښه روابط پالل او بهرنی سیاست یې د جوړ جاړي په بنیاد د ناټو په چارچوب کې...
نور ولوله
د اسلامي همکاریو سازمان څخه د اسلامي نړۍ د لويو مسائلو په اړه تصاميم نيول يو خيال دی
د اسلامي همکاریو سازمان څخه له دې پرته بله تمه نشوه کیدلای چې د بشري مرستو لپاره په نړیواله ټولنه غږ وکړي. د دې سازمان ساختار په داسې شکل جوړ شوی چې د اسلامي نړۍ د لویو مسائلو په اړه پکې تصامیم نیول یو خیال دی.
بل اړخ ته د دې سازمان تېره غونډه د نوي حکومت لپاره یو بې مخینې فرصت ؤ تر څو د سیمې او اسلامي نړی له هیوادونو مشرانو سره ناستې تر سره شوی وای، له هغوی اورېدل شوی وای او له دې خوا ډاډ ورکړای شوای وای. دې کار د نوي حکومت او سیمه ایزو هیوادونو تر منځ باور او اعتماد کې ډېر رول لوبولای شو.
د نوي حکومت رسمیت پېژندنې په اړه د اسلامي همکاریو سازمان هېڅکله په ځان ته ځان تصمیم نه شي نیولای.
د نوي حکومت مشران باید په دې پوه ا...
نور ولوله
د مالیزیا تجربه؛ ارزښتي مبارزه او اقتصادي پرمختګ
د اسیا سوېل شرقي هیوادونه د غرب له راپورته کېدو وروسته اکثر مستعمرې پاته شوي خو دوی د استعمار د چنګه له خلاصېدو وروسته ډېر ژر ځانونه د نړۍ ستنډرډ ته لوړ کړل، اقتصادي پرمختګ، نسبي آرامي، پېشرفت او پرمختللی ټکنالوژۍ دا هیوادونه ډېر ژر د نړۍ د توجو مرکز وګرځول. مالیزیا هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د دې پرمختګ لویه برخه تشکیلوي.
مالیزیا د استعمار په وخت کې لږه موده د جاپان او ډېره موده د انګلیس مستعمره پاته شوې. د مالیزي ټولنې له منځ څخه راټوکېدلي یو ولسي سیاسي جریان UMNO په ۱۹۵۷ میلادي کې د تنکو عبدالرحمن په نوم د یو مالیزیايي مشر په لاس له برطانوي استعمار څخه آزادي واخستله. دا چې سیاسي او ټولنېزه آزادي او استقلال همېش ملتونه دعروج په طرف بیايي، مالیزیا...
نور ولوله
افغانستان باید د سیاسي او استخباراتي رقابتونو په ځای د فرصتونو او اقتصادي همکاریو د رقابت محور وي
مونږ د یو داسې نړیوال سستم برخه یو چې له اقتصاده تر سیاسته د هیوادونو ټول امور پکې له یو بل سره نښتي دي. هیڅ هیواد نشي کولای په ځان ته ځان ژوند وکړي. د اوسني نړیوال سیاست بنسټ پر دې ایښودل شوی چې هیڅ یو هیواد د دې حق نه لري د بل هیواد په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.
د نړۍ پر هر هیواد زمونږ د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت احترام داسې حق دی لکه د دوی د د آزادۍ احترام چې پر مونږ حق دی.
سیمه او نړۍ باید نوي افغانستان سره په داسې شکل تعامل وکړي چې زمونږ ارزښتونه او ملي ګټې پکې ساتل شوي وي.
نړۍ سره دا مهال د افغانستان په باب ده لارې دي:
یوه دا چې افغانستان ځان ته پرېږدي تر څو نړۍ ته د مشکلاتو جال...
نور ولوله
د قطر له لارې افغانستان کې د امریکا نوی رول مثبت سګنال دی؟
تېره ورځ امریکا ته د قطر د بهرنیو چارو د وزیر د رسمي سفر په مناسبت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د قطر د بهرنیو چارو وزارت سره دوه تواقفات امضاء کړل. دا دوه توافقات د قطر له لارې افغانستان کې د امریکا د رول په اړه ؤ.
اول توافق دا ؤ چې امریکا به کابل کې د قطر په سفارت کې د امریکا لپاره ځانګړی څانګه پرانیزي چې دوی به پکې د امریکا رسمي ډپلوماسي پر مخ بیایي.
دوهم توافق دا ؤ چې قطر به هغو افغانانو او بهرنیو ته د سفر زمینه برابروي چې هغوی غواړي له افغانستان څخه ووځي.
له ډېرې مودې راهیسې قطر په منځني ختیځ، افریقا او سوېل آسیا کې د شخړو د هوارولو له لارې ډېره کامیابه نرمه ډپلوماسي په کار اچولې، دوی څه موده مخکې د کینیا او صومالیې، م...
نور ولوله
مونږ د روحیې، مسلک، مقدار او معیار له پلوه قوي اردو ته اړتیا لرو
کارل آیکن بیري د امریکا د پوځ درې ستوری جنرال ؤ چې د تېر نظام د اردو پلار ګڼل کېدئ. کال ۲۰۰۱م کې چې کله امریکایانو افغانستان اشغال کړ، د امریکا د وخت د دفاع وزیر رمز فیلډ نظر دا ؤ چې افغانستان ته د منظمې اردو اړتیا نشته، ده فکر کاوه چې د فهیم، عطاء، دوستم او اسماعیل خان ملېشې دې لپاره کافي دي چې په افغانستان کې د امریکا ګټې وساتي. اصلا امریکا د ملت جوړونې لپاره نه وه راغلې له همدې امله دوی ته یواځې خپلې ګټې مهمې وې او هغه ملېشو هم ساتلای شوې.
د کال ۲۰۰۲م په اواخرو کې د امریکا مشرتابه په دې فکر شوه چې د داسې منظمې اردو اړتیا ده چې افغانستان کې د امریکا ګټې وساتلی شي. رمز فیلډ دې کار لپاره کارل آیکن بیري، چې هغه مهال په چین کې د امریکا دفاعي آتشه ؤ، راوغوښت. آیکن بیري، خلیلزاد او کرز...
نور ولوله
د ویتنام خلکو تېرو دوه پیړیو کې څلورو لویو زبر ځواکونو ته شکست ورکړ
د ویتنام خلکو تېرو دوه پیړیو کې څلورو لویو زبر ځواکونو ته شکست ورکړ. اول چین، فرانسوي استعمار، جاپان او څلوېښت کاله مخکې امریکا دوی په نظامي لحاظ ماته کړه.
ویتنامیان داسې شوي ؤ لکه دوی چې یواځې جګړه پیژني؛ خشن او تېز، په وړو وړو خبرو لانجې او جنجالونه بیخي دود شوی ؤ.
امریکا چې کله له ویتنام ووتله، د ویتنام ټیک داسې حالت ؤ لکه ننۍ افغانستان، آن تر دې چې ویټ کانګ (هغه حزب چې ویتنام یې له امریکايي اشغاله آزاد کړ) له جګړې وروسته ډېر وخت په خپل هیواد کې خارجي پانګه اچونکي او تجاران هم نه پرېښودل. دوی فکر کاوه چې دا ټوله یوه کیسه ده، په نوم خارجي دوی لپاره یو شکي او دښمن کَرکتر ؤ.
پروفیسر کشور محبوباني مې اورې...
نور ولوله
د افغانستان او امریکا د اړیکو آیندې لپاره درې ممکنه سیناریوګانې وجود لري
۱) دا چې د طالبانو حکومت او امریکا سره لکه د پخوا دښمنه پاته شي او بیخي اړیکې ونلري. د دې سیناریو د عملي کېدو امکان ډېر کم دی.
۲) دا چې امریکا په دې وتوانېږي چې د سیمې په یو هیواد کې اډې پیدا کړي. دا به د چین، روسیې، ایران او امریکا تر منځ نوې جګړې ته لار پرانیزي چې یو میدان به یې افغانستان وي.
۳) که دوهمه سیناریو کې امریکایان پاته راغلل، دریمه او یواځینۍ لاره به دا وي چې نوي حکومت سره ډپلوماتیکې اړیکې وپالی. دوی به خپل سفارت خلاصوي او د اقتصادي او سیاسي فشارونو پرته به بله لار نه لري.
دا مهال په دوهمه سیناریو کار روان د...
نور ولوله
افغانستان او امریکا؛ د اړیکو آینده
د شلمې پیړۍ سر کې اولین ځل امریکا د تیوډور روزلوېټ په وخت کې په عملي توګه د نړۍ سیاست ته راووتله. امریکا له خپلې آزادۍ وروسته د شمال اټلانټک څخه اخوا په لویدېځې نیمه کره کې آرام ژوند کاوه. د نړۍ سیاست سره یې ډېر کار نه ؤ. دا هغه وخت ؤ چې انګلیس د نړۍ مشري کوله. له لومړۍ نړیوالې جګړې مخکې امریکا د اروپايي هیوادونو تر منځ له جنجالونو لرې پرته وه او په امریکا داسې فکر غالب ؤ چې ګواکې دوی د انسانیت داسې نمونه ده چې نور ځای کې نشته. دوی ځان ته له نورې نړۍ په بېل فکر قائل ول او ځانونه یې د نړۍ له خلکو بهتر ګڼل. د امریکا دې بې ځایه استثنائیت ته بیا وروسته خلکو د American Exceptionalism نوم ورکړ. دغه امریکايي استثنائیت اوس هم د امریکا په سیاست او ټولنه کې ښکاره دی....
نور ولوله
