No-IMG

د اکتوبر ۷مه؛ د شل کلن امریکايي یرغل پیل

د کال ۲۰۰۱م د سپتمبر په ۱۱مې دوه الوتکو د امریکا د سوداګرۍ نړیوال مرکز او یوې د امریکا د دفاع وزات، پنټاګون وویشتل. یوه بله الوتکه پنسلوینیا کې سقوط شوه چې هدف یې د امریکې د کانګرس ودانۍ ړنګول ؤ.‌ دې بې مخینې برید کې ۳۰۰۰ امریکایان ووژل شول او څه باندې ۶۰۰۰ زخمیان شول. د امریکا په تاریخ کې دا د پرل هاربر له حملې وروسته، چې جاپان تر سره کړې وه، تر ټولو زوره وره حمله وه.

د بوش د ادارې غړو؛ دفاع وزیر‌ رمز فیلډ، د ملي امنیت مشاورې کنډولیزا رایس، د جمهور رئیس معاون ډِک چیني،  او د سی آی ای مشر جارج ټِینټ ډېر ژر اعلان کړه چې دا حمله د القاعدې مشر اسامه بن لادن چې د طالبانو د حکومت چتر لاندې اوسېده، تر سره کړې.‌ وروسته بیا د بوش د ملي امنیت مشاورې کنډولیزا رایس په خپلو یادښتونو کې ولیکل چې له حملې څو ساعته وروسته مونږ ټولو د دې قطعي فیصله کړې وه چې په افغانستان به حمله کوو او د القاعدې تر څنګ به د طالبانو حکومت هم راپرځوو.

بوش اعلان وکړ چې نن د امریکا پر اقتصاد، ژوند او ازادۍ حمله شوې او دوی به ډېر ژر غچ واخلي. بوش نړۍ ته وویل چې تاسي دوه لارې لرئ؛ یا زمونږ ملګري شئ یا دښمنان او مونږ خپل دښمنان په یو ځای کې هم نه پرېږدو. د نړۍ ټولو هیوادونو په یو غږ د بوش تر څنګ ودرېدل او د امریکا د ستراتیژۍ ملاتړ یې اعلان کړ.‌

پاکستان ته بوش پیام ورساوه چې امریکا ته د دوی فضاء په واک کې ورکړي، د القاعدې د منخنیوي لپاره دوی سره یو لاس شي، نظامي اډې یې دوی ته وسپاري او امریکا سره د نوې جګړې ملګری شي.‌ جنرال پروېز مشرف د امریکا تر څنګ ودرېد، پاکستان له جنوب خوا افغانستان ته د داخلېدو لاره شوه. پاکستان د مولوي صاحب عبدالسلام ضعیف په واسطه ملا عمر ته دا پیام ولېږه چې امریکا د حملې اراده لري او که د امریکا غوښتنې ونه منئ نه مو پرېږدي.

بوش طالبانو ته وویل چې اسامه بن لادن باید دوی ته لاس په لاس وسپاري، طالبان د هغې مقابل کې ۵ نورې لارې وړاندې کړې.‌ طالبانو له امریکا غوښتل چې دا ثبوت کړي‌ چې په امریکا نظامي حمله اسامه کړې، دوی دې ته تیار ؤ چې اسامه امریکا ته وسپاري.‌ د دې ثبوت لپاره طالبانو د ملګرو ملتونو او د نورو اسلامي هیوادونو یا هم د داسې یوې محکمې غوښتنه کوله چې امریکا او طالبان یې غړي‌ وي. امریکا دې ته صبر نه کاوه او طالبانو هم په سیاسی لحاظ ډېره ستراتیژیکه تېروتنه کوله. ملا عبدالسلام په خپل کتاب کې لیکي چې زه په همدې ورځو کې ملا عمر ته ولاړم چې د قضیې له عمقه یې خبر کړم.‌ دده په وینا د ملا عمر په فکر د دې یواځې ۱۰٪ امکان ؤ چې امریکا په افغانستان نظامي یرغل وکړي.‌ ملا عمر فکر کاوه چې د امریکا اعلانات پر طالبانو د فشار یوه ستراتیژي ده چې دوی باید تن ورنکړي.‌

کله چې اسامه په منځني ختیځ کې د امریکایانو د نظامي حضور مخالفت پیل کړ، سوډان ته ولاړ او له هغې ځایه افغانستان ته راستون شو.‌ طالبانو چې کله جلال آباد نیوه، اسامه په جلال اباد کې ؤ او له طالبانو یې وغوښتل چې دې ته په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره ځای ورکړي. په ۱۹۹۸م کې چې کله القاعدې په تنزانیا او کینیا کې د امریکا په سفارتونو حملې وکړې، ملا عمر اسامه ته دا پیام رسولی ؤ چې له دې وروسته باید دی د افغانستان له خاورې نورو هیوادونو کې د امارت له اجازې پرته هېڅ قسمه فعالیت ونکړي. په همدې وختونو کې یو ځل ملا عمر د اسامه ځای ته هم ورغلی ؤ او همدا خبره یې ورته تکرار کړې وه خو اسامه ځکه دا خبره نه منله چې د هغې د جګړې میدان له افغانستان څخه بیرون ؤ.

دا هغه وخت ؤ چې د هیواد په شمال کې د شمال مقاومت هم جاري ؤ او د شوروي له ماتې وروسته احمد شاه مسعود له اروپايي هیوادونو، ایران د مرکزي اسیا هیوادونو او سی آی ای سره هم ښه اړیکې جوړې کړې وې. له ۹/۱۱ دوه ورځې وروسته د سی آی اې مشر د امریکا ادارې ته مشوره ورکړه چې دوی باید د شمال اتحاد سره یو ځای او دهغوی په همکارۍ په افغانستان حمله وکړي.

په ۲۰م د سپتمبر بوش طالبانو ته آخري پیام ورساوه چې که دوی اسامه بن لادن امریکا ته لاس په لاس ونه سپاري، امریکا به په افغانستان حمله وکړي. څلور ورځې وروسته د سی آی ای د پاکستان څانګې مشر ګارنر هغه پلان چې سی آی ای ته یې جوړ کړی ؤ، ومنل شو او پر افغانستان د یرغل عملي تیارۍ پیل شوې. دا پلان داسې ترتیب شوی ؤ چې ۵۰۰ د سی آی ای مامورین او ۴۰۰۰ امریکايي عسکر به افغانستان ته لېږدول کېږي.‌ اول به امریکایان د شمال مقاومت ته هوايي بسپنه ورکوي تر څو هغوی وکړای شي چې له پنجشېر، مزار او هرات څخه د طالبانو د حکومت د ړنګولو پیل وکړی. سی آی ای یو ۱۰ نفره ټیم پنجشېر ته د قسیم فهیم، یو مزار ته د عطاء نور،‌محقق، دوستم او بل هرات ته د اسماعیل خان مرستې ته واستوه.

د شمال مقاومت په ټوله کې له ۱۵،۰۰۰ تر ۲۰،۰۰۰ ملېشې درلودلې. پنجشېر کې فهیم سره یواځې ۸،۰۰۰ ملیشې وې، ۹،۰۰۰ نورې په مزار کې د امریکا د یرغل کومک ته ولاړې وې  او همداسې نورې په هرات کې د امیر اسماعیل خان په قیادت کې تیار سی ناستې وې.‌

د امریکایانو بي ۵۲،‌ بلیک هاک او کروز میزایلو د اکتوبر په ۷مه بمبار پیل کړ. نظامي ځایونه په نښه شول‌، د طیارو ضد د وسلو ځایونه ختم کړای شول،‌ ملېشې د امریکا د هوايي ځواکونو په زور د طالبانو پر ضد په میدان کې جنګېدلې. د پنجشېر لخوا مقاومت د کابل په لور نږدې کېده.‌ امریکایانو اول مزار نیول غوښتل، د مزار شریف تنګي کې سختې بمبارۍ او جګړه روانه وه. د امریکایانو د جېټونو په زور مزار د طالبانو له لاسه ووت، د عطاء نور او دوستم ملېشې حاکمې شوې.‌ نور هیواد هم همداسې ونیول شو، په قندهار کې له یو څه مقاومت وروسته ګل آغا شیرزی د سی آی ای په زور حاکم شو. کرزي څه موده وروسته کابل ته راوړل شو او د بن د کنفرانس له لارې د نوي “جمهوریت” مشر شو.‌

امریکا جګړه پیل کړه، طالبان ستړي ؤ، غوښتل یې سوله وکړي، د اساسي قانون تر جرګې پورې پنځه ځله د طالبانو لوړپوړو چارواکو کابل ته د سولې پیام واستوه، د سولې هر کوشش رد شو،‌ رمز فیلډ په سولې بندیز لګولی ؤ. طالبان بیا منسجم شول، ملا داد الله له جنوبه جګړه پیل کړه، هلمند او قندهار څخه کنړ او جلال اباد ته جګړه وغځېدله او بلآخر د شمال په لور خپره شوه.‌

شل کاله بیا دې بد مرغه جګړې دوام وکړ‌، یو نسل د همدې جګړې په لوږو کې را لوی شو. امریکایان پوه شول چې د افغانستان جګړه ګټل آسانه کار نه دی. بوش په ۲۰۰۸ کې خپلو یادښتونو کې دا ولیکل چې افغانستان ګټل ممکن نه دي، مونږ تېروتنه وکړه. اوباما په ۲۰۰۹م کې ۱۰۰،۰۰۰ نور پوځونه ولېږل، دا امریکا آخري کوشش ؤ. دې هم کار ورنکړ. امریکا مجبوره شوه چې د سولې په خبرو د رمز فیلډ لږول شوی بندیز لرې کړي او طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.‌ د سولې پروسه پیل شوه، ۲۰۲۰م کې سر ته ورسېدله. امریکا د دوحې د تړون په اساس ولاړه او ورسره یې راوړی جمهوریت هم ویوړ.

 امریکا افغانستان په داسې میدان پرېښود چې یوه طبقه پکې میلیونران شول خو ۷۵٪ عام خلک تر اوسه د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي. په لکونه کورنۍ تباه شوې،‌ ۲۰ میلیونه افغانان سم خوراک ته لاسرسی نه لري، په میلیونونه خلک کار نلري او له ۵ میلیونه ۳ میلیونه ماشومان د خوراک کمښت سره مخ دي.‌نه مو خپل اقتصاد جوړ شو او نه نظام.

دې کې هېڅ شک نشته چې د پرمختګ اولنی قدم د اشغال ختمول ؤ خو اوس مونږ بلې داسې جګړې ته داخل شوي‌ یو چې ګټل یې د ټوپک پر ځای علم او پوهې ته اړتیا لري. دا جګړه د فقر، جهل او بې عدالتۍ پر ضد جګړه ده.‌

خدای دې زمونږ دردیدلي ملت ته دا ورځې هم ژر وښايي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک