No-IMG

نوې سړه جګړه، تُرکیه؛ د زبرځواکونو بَفر

اردوغان پرون په سوچي ښار کې پوتین سره ملاقات وکړ او په دې ناسته کې دوی د سوریې په راتلونکي، د روسیې او ترکیې تر منځ په دفاعي او امنیتي همکاریو او همداسې نورو مسائلو بحث وکړ.

ترکیه د امریکا له ډېرو نږدې ملګرو څخه حسابېدله چې همېش امریکا د روسیې پر وړاندې بسپنه کړې. امریکا لپاره ترکیه د پل او بفر مثال لري چې هم کولی شي امریکا ته د دې لار ورکړي چې د آزاربایجان کاپسیان، مرکزي آسیا او د روسیې پولو ته ورسېږي او هم پرې سیمه کې د روسیې د نفوز مخه نیسي.‌

بایډن او اردوغان سره له ډېر پخوا د سیمې د سیاست په اړه د نظر تفاوت لري. دوی سره د اوباما په وخت کې هم ډېر ځله سختې شخړې راغلي. د تېرو انتخاباتو کمپاین کې چې کله له بایډن څخه د ترکیې په اړه پوښتنه وشوه ده وویل چې رئیس جمهور شم پلان به مې دا وي چې د ترکیې اپوزیسیون به بسپنه کوم تر څو ترکیه بېرته خپل عادي حالت ( وچ سیکولاریزم او د امریکا بې شرطه ملګرۍ) ته وګرځوم.

ترکیه د امریکا پر وړاندې لوی ستراتیژیک سر دردی ځکه دی چې ترکیه په سمیه کې خپل سیاست کوي. سره له دې چې د ناټو غړی هیواد دی خو په لیبیا، سوریه، فلسطین او د سیمې په نورو مهمو مسائلو خپل آزاد نظر لري. له دې کاره اروپایان او امریکا په ټوله کې خوښه نه ده. امریکا او اروپا غواړي ترکیه هم د شرقي اروپايي هیوادونو په شان یو غلی هیواد اوسي او د بهرني سیاست پر ځای په داخلي چارو ډېر ترکیز وکړي خو حقیقت دا دی چې ترکیه د یو اوږد تاریخ او تمدن لرونکی هیواد دی او غواړي د سیمې او نړۍ په سیاست کې څرکند رول ولري.‌

امریکا او ناټو له یو اړخه ترکیې ته سخت مجبوریت لري او پوهېږي چې که ترکیې ته یې ټېله ورکړه د چین او روسیې بلاک ته ځي او غرب تل لپاره د دې لاره ورکوي چې منځنۍ آسیا ته لاسرسی ولري. بله دا چې ترکیه، روسیه، چین، ایران او د سوېل آسیا ځینې نور هیوادونه که سره یو شي هم امریکا له لوی مشکل سره مخ کوي. ترکیه په دې پوهېږي چې ناټو هېڅکله نه غواړي دوی له لاسه ورکړي په دې اساس له همدې موقعې استفاده کوي. اردوغان له روسیې څخه دفاعي سستم واخسته چې امریکا پرې ډېره خپه وه خو د اقتصادي بندیزونو پرته یې نور څه په لاس کې نه ؤ.

روسیه هم  د ترکیې په اړه همدې حالت کې ده. له یو اړخه روسیه دې ته اړتیا لري چې د سیمې په سیاست کې د ترکیې له دښمنۍ ځان وساتي او داسې حالت کې یې وساتي چې ترکیه دې ته زړه ښه نه کړي چې د غربد ناټو د غړي په صفت د روسیې د سیمه ایزو ګټو مخه ونیسي له بل اړخه له دې ویره لري چې ترکیه په مرکزی آسیا، بالکان، ‌آزاربایجان، جورجیا او یوکراین سره د اړیکو په وسیله په سیمه کې د روسیې هیژماني چېلېنج کوي.

ترکیه د دوی ټولو تر منځ ډیر جالب سیاست کوي. د اردوغان د بهرني سیاست اصل دا دی چې د امریکا+ اروپا او چین+روسیې تر منځ بلانس وساتي او د خپلو ګټو سیاست وکړی. پرون یې پوتین سره ملاقات وکړ، غرب ته یې سنګنال ورکړ چې غواړي له روسیې نور S-400 هم واخلي بل اړخ ته راروان اکتوبر کې د جی ۲۰ له ناستې وروسته ایټالیا کې بایډن سره هم ناسته لري. له یو اړخه ترکیه د ناټو غړی هیواد دی،‌ له غرب ځان ساتي له بل اړخه روسیې سره دفاعي تړونونه لري. له یوې مخې روسیې سره قوي تجارتي معاملات لري له بل اړخه د روسیې پر ضد خپل بیرقتار ډرون په یوکراین او پولېنډ خرڅوي. له یوې خوا آسیايي هیواد دی چې منځني ختیځ کې د نفوز لپاره هلې ځلې کوي‌ له بل اړخه منځني ختیځ کې د ناټو، امریکا، روسیې، ایران او سعودي په مقابل کې د نوي بلاک په بناء‌ کار کوي.‌

ترکیه په همدې اساس غواړي د افغانستان آینده کې هم رول ولري،‌ دا رول ترکیه غواړي د چین او پاکستان سره یې یو ځای د یو مثلث په ډول تنظیم کړي. بل مثلت چې ښايي د دوی په مقابل کې رامنځ ته شي د روسیې، ایران او هند مثلت دی چې د خپلو ګټو لپاره پر افغانستان د نفوز کوشش کوي.

مونږ باید فعال سیمه ایز بهرني سیاست ولرو. له یوې خوا دا هر څه د ننګونو په شکل ښکاري خو له بل اړخه دا ټول فرصتونه دي چې که ستراتیژي ورته ولرو، له هر چا یې ښه استفاده کولای شو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک