No-IMG

نوې سړه جګړه، د شمال اټلانټک او هندي پېسېفېک تر منځ پرمختګونه

د چین او امریکا تر منځ ښکاره جنجال د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په وخت کې هغه مهال پیل شو چې امریکا د چین په وارداتو نوې ټیکسونه ولګول. نړۍ دې نوې جګړې ته د سوداګرۍ د جګړې نوم ورکړی ؤ.

د سوداګرۍ د جګړې یا Trade War اصلي لامل دا ؤ چې امریکا د خپل آزاد مارکیټ په اقتصادي فکر کې شکست وخوړ. چین د امریکا مارکیټ څخه دونې ګټه کوله چې امریکایان پوهېدل که همداسې پاته شي، د امریکا له بازاره ښايي چین ډېر ژر د امریکا اقتصاد لاندې کړي.

دا چې امریکا نشو کولی د تجارت د نړیوال سازمان غړیتوب سره د چین په صادراتو ټېکسونه وضع کړي، دې ته اړ شو چې د یاد سازمان غړیتوب پرېږدي.

وروسته د بایډن د انتخاباتي کمپاین په بهرني سیاست کې له ټولو لویه خبره همدا وه چې دی به د چین د پرمختګ مخه نیسي ځکه چې د دوی په فکر د چین پرمختګ د امریکا  نړیوالې هیژمانۍ لپاره لوی خطر ؤ.‌

بایډن له افغانستانه ووت، له سعودي یې پیټریات وویستل، سوریه کې یې یواځې د ۹۰۰ نظامیانو په پاته کېدلو بسنه وکړه، د منځني ختیځ سیاست یې تر یو حده شاته وویشت او چین ته یې لاسونه بډ وهل.‌

اوس چې کله امریکا، انګلستان او استرالیا په دې تصمیم ونیو چې د انډو پیسیفک د استرالیا اوبو ته هستوي میزایلې ولېږي، چین پوه شو چې د تایوان په ټاپو باندې باید خپل موقف جدي کړي.

د امریکا د پوځ لوی قومندان هغه ورځ وویل چې امریکا به هېڅکله د چین په سوېل سمندرګي کې د چین پرمختګ ته بې ځوابه پاته نشي.‌ په همدې ورځ د چین د اردو مشر په ځواب کې ورته وویل چې که امریکا غواړي‌ د چین مخه ونیسي دوی تیار دي چې په فضاء کې یې ورسره مالومه کړي. له دې بې مخینې لفظي تبادلو وروسته چین تېرو څلورو ورځو کې درې ورځې پرله پسې د تایوان په فضاء باندې نظامي مانورونه تر سره کړل.

له ټولو وروستی نظامي تمرینات د تایوان په تاریخ کې د چین له ټولو قوي تمرینات ول چې د دوی په فضاء‌ تر سره شول. چین خپلې ۵۲ جنګي الوتکې چې په درنو وسلو سمبال وې د تایوان په فضاء وګرځولې، دې سره د تایوان په ټاپو کې خښ دفاعي سستم هم ویښ شو او د دې ډار پیدا شو چې ښايي چین په نظامي حملې لاس پورې کړی وي.

لکه څرنګه مو چې په تېره برخه کې د تایوان په اړه بحث کې لیکلي ؤ چې چین اصلا غربي نړۍ ته ښودله چې د تایوان مسئله چین لپاره سره کرښه ده او دوی به هېڅکله له دې لاس په سر نشي چې تایوان رسماً د چین برخه وګرځوي.

جاپان پرون وویل چې د تایوان مسئله باید د سولې له لارې حل شي. د تایوان جمهور رئیسې وویل چې د تایوان د حفاظت لپاره باید غرب لاس په کار شي او پرېنږدي چې چین په تایوان برید وکړي.

سبا د امریکا د ملي امنیت مشارو جک سلوان د چین لوړپوړو ډپلوماټانو سره ویني او تایوان یې د خبرو اصلي موضوع ده.‌

یوه خبره مالومه ده او هغه دا چې که چین چېرته د تایوان په موضوع کې په امریکا لاسبری شي، هانګ کانګ او مکاؤ به په طبعي ډول د چین برخه شي او چین به وتوانېږي چې په اقتصادي لحاظ د نړۍ د نا خالص پیداوار ۵۰٪ برخه تولید کړي. دا اقتصادي پرمختګ د امریکا د نړیوالې هېژمانۍ د پای پيل دی چې امریکا به یې هېڅکله ونه غواړي.

دا چې چین امریکا سره څه لوبه کوي او ولې چین تر دې دمه په خپل سیاست کې په امریکا لاسبرې ده د بلې لیکنې موضوع ده خو یوه خبره واضحه ده او هغه دا چې نړۍ نوره د پخوا په شان یو قطبي نه ده. راروانې لسیزې له غرب څخه شرق ته د واک د لېزد لسیزې دي چې ټول هیوادونه ورته په څه نا څه شکل تیاری نیسي، مونږ باید د دې میدان د نندارچیانو پر ځای د لوبې برخه اوسو او په داسې شکل یې باید مدیریت کړو چې خپلې ګټې مو مالومې وي او له دې شخړو رامنځ ته کېدونکي ټول فرصتونه په درایت او دور اندیشۍ نغد کړو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک